Connect with us

نړۍ

اسرائیلي ځواکونو غزې ته د فعالانو لېږدونکې کښتۍ ودروله

د بریټانیا بیرغ لرونکې کښتۍ، چې د فریډم فلوټیلا ائتلاف ملکیت دی او فلسطیني ملاتړي یې لېږدول؛ د جمعې پر ورځ له سیسلي څخه ووتله او ټاکل شوې وه، چې د دوشنبې پر ماښام د غزې تړانګې ته د مرستې پررسولو روانه محاصره ماته کړي.

خپور شوی

د

اسرائیلي ځواکونو غزې ته د فعالانو د لېږدونکې کښتۍ سپارښتنه تر لاسه کړه او څرګندوي، چې کښتۍ او د هغې ۱۲ مسافر د اسرائیلو بندر ته لېږدول کیږي.

د بریټانیا بیرغ لرونکې کښتۍ، چې د فریډم فلوټیلا ائتلاف ملکیت دی او فلسطیني ملاتړي یې لېږدول؛ د جمعې پر ورځ له سیسلي څخه ووتله او ټاکل شوې وه، چې د دوشنبې پر ماښام د غزې تړانګې ته د مرستې پررسولو روانه محاصره ماته کړي.

د فریډم فلوټیلا ائتلاف ټیلیګرام د د دوشنبې پر سهار( د غبرګولي نولسمه) کښتۍ ته د شپې لخوا د یوشمېر کسانو له پورته کېدو راپور ورکړ، چې بیا وروسته د اسرائیلو بهرنیو چارو وزارت د دې کښتۍ نیول او تر کنترول لاندې راوستل تائید کړل.

د اسرائیلو بهرنیو چارو وزارت کښتۍ ته “سلفي کښتۍ” وویل او په ټولنیزو رسنیو او ایکس کې یې ولیکل، چې “ټول مسافر خوندي او زیان یې ندی لیدلی” هغو ته “سانډویچ او اوبه ورکړ شوې. ننداره پای ته ورسیده.”

د سویډن بشري حقونو او چاپېریال ساتنې فعاله ګرټا ټونبرګ او د اروپایی پارلمان فرانسوۍ غړې ریما حسن د ۱۲ کسانو په ډله کې دي، چې په کښتۍ کې سپاره ول.

ریما حسن د کښتۍ د مسافرو عکس خپور کړ، چې د ژوند ژغورونکي جاکټونه یې اغوستي او لاسونه یې پورته کړي وه، او لیکلي یې ول: “د آزادۍ کښتۍ مسافر د اسرائیلي پوځ لخوا د سهار په شاوخوا دوه بجو په نړیوالو اوبو کې ونیول شول.”

د اسرائیلو دفاع وزیر یسرائیل کاټز د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ؛ هغه پوځ ته امر کړی، چې کښتۍ ودروي.

د اسرائیلو دفاع وزیر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: “ګرټا ټونبرګ ته، چې د یهود ضد او د حماس تبلیغ کوونکې ده؛ وایم: غوره تاسې بېرته ولاړ شئ؛ ځکه، چې تاسې به غزې ته ونه‌رسیږئ.”

د اسرائیلو دفاع وزیر یسرائیل کاټز پوځ ته امر وکړ، چې د ګرټا ټونبرګ په ګډون د فعالیانو ډله، چې د غزې د محاصرې د ماتولو هڅه کوي؛ د کښتۍ مخه ونیسي.

اسرائیل د حماس پر وړاندې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې پیل کړه د اروپايي ټولنې او امریکا د ترهګریزې ډلې په نوملړ ونیوله.

د اسرائیلو ویلي، چې د حماس په برید کې له ۱۲۰۰ څخه ډېر کسان ووژل شول او ۲۵۱ یې یرغمل کړل.

د غزې روغتیایي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه پورې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۵۴ زره څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي او د سیمې ډېره برخه پر کنډوالو بدله شوې ده.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د غزې د ۲.۳ میلیون خلکو ډېری برخه د قحطۍ له خطر سره مخ ده.

یسرائیل کاټز ویلي، چې د غزې محاصره د اسرائیلو د ملي امنیت لپاره اړینه وه، ځکه، چې هېواد یې د حماس د له منځه وړلو هڅه کوي.

هغه زیاته کړې: “د اسرائیلو حکومت به هیچا ته اجازه ورنکړي، چې د غزې سمندري محاصره ماته کړي، چې اصلي هدف یې حماس ته د وسلو لېږد مخنیوی دی.”

د ماډلین کښتۍ بشري مرستې د وريجو او وچې شیدې ماشومانو ته لېدوي او د فریډم فلوټیلا ائتلاف ویاند د یکشنبې پر ورځ وویل، چې کښتۍ اوسمهال د غزې له تړانګې څخه ۲۹۶ کیلومتره لرې ده.

هغه وایي: “مونږ د احتمالي نیولو لپاره چمتووالی نیسو.”

د اسرائیلو رسنیو د یکشنبې پر ورځ راپور ورکړ؛ د هېواد پوځ پلان درلود، چې د غزې تړانګې ته د رسېدو مخکې کښتۍ ودروي او د اسرائیلو اشکلون بندر ته یې واړوي او وروسته به په کې سپاره کسان بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

نړۍ

په غزه کې د اوبو وېش پر مهال د ۲۰ ماشومانو مرګ او ژوبله تخنیکي تېروتنه وه

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې موخه یې د اسلامي جهاد ډلې غړي وه؛ خو توغندی د “تخنیکي تېروتنې” له کبله لسګونه مټره لرې ولګېد.

Published

on

ځایي چارواکو ویلي، چې د یکشنبې پر ورځ( د چنګاښ دوه‌ویشتمه) په غزه کې د اوبو وېش پر مرکز د اسرائیلو د راکټي برید له کبله لږ تر لږه اته فلسطینیان، چې ډېری یې ماشومان دي؛ ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې موخه یې د اسلامي جهاد ډلې غړي وه؛ خو توغندی د “تخنیکي تېروتنې” له کبله لسګونه مټره لرې ولګېد.

ځایي چارواکو ویلي؛ د اسرائیلو دې توغندي د کډوالو په نصیرات کمپ کې د اوبو وېش پر مرکز ولګېد، چې له کبله یې شپږ ماشومان ووژل شول.

د اسرائیلي پوځ د خبرپانې له مخې؛ “پوځ بې ګناه ملکي وګړو ته د هر راز زیان په اړه خواشیني دی” او زیاته شوې، چې دا پېښه تر څېړنې لاندې ده.

د اوبو کمښت په وروستیو اوونیو کې د غزې یوه ستره ننګونه ګرځېدلې ده. د تېلو او سونګ‌توکو کمښت د اوبو او فاضله توکو د پاکولو فابریکې بندې کړي، چې اوسیدونکي یې د اوبو د وېش له مرکزونو سره تړلي دي.

فلسطیني رسنیو راپور ورکړ، چې په یوه بل برید کې د یکشنبې پر سهار د غزې پر یوه بازار د اسرائیلو د هوايي برید له کبله د روغتون د یو سلاکار په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

د غزې روغتیا وزارت د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر له میاشتې د اسرائیلو او حماس ترمنځ په جګړه کې له ۵۸ زره څخه ډېر کسان وژل شوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۹ نور هم ورزیات شوي دي.

ویل کیږي، چې په دوحه کې د امریکا د ۶۰ ورځیني وړاندیز شوي اوربند په اړه غیر مستقیمې خبرې اترې روانې دپ؛ خو په تېره اوونۍ کې د احتمالي وړاندویېنې په اړه خوشبیني پر پراخه کچه کمه شوې او دواړه خواوې یو بل د انعطاف منونکي نه‌بولي.

Continue Reading

نړۍ

د شمالي کوریا مشر کیم د اوکراین په شخړه کې له روسیې ملاتړ تائید کړ

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف شمالي کوریا ته درې ورځني سفر کړی، چې له اوکراین سره د روسیې د جګړې لپاره یې سرتېري او وسلې چمتو کړي او د نور ډېر پوځي ملاتړ ژمنه لري؛ ځکه، چې مسکو هڅه کوي په شخړه کې پرمختګ وکړي.

Published

on

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې لوړ پوړي ډیپلومات ته ویلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د اوکراین د شخړې د حل لپاره د مسکو له ټولو اقداماتو ” له قید او شرطه پرته ملاتړ” وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ دا په داسې حال کې ده، چې دواړو هېوادونو د لوړې کچې سټراتیژیکې خبرې ترسره کړې دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف شمالي کوریا ته درې ورځني سفر کړی، چې له اوکراین سره د روسیې د جګړې لپاره یې سرتېري او وسلې چمتو کړي او د نور ډېر پوځي ملاتړ ژمنه لري؛ ځکه، چې مسکو هڅه کوي په شخړه کې پرمختګ وکړي.

کیم په ختیځ ساحلي ښار وونسان کې له لاوروف سره ولیدلي او د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو خپل دوه‌یم سټراټیژیک ډیالوګ ترسره کړ. د تېر کال لاسلیک شوې ملګرتیا تر تړون لاندې یې د نورو همکاریو ژمنه وکړه، چې په کې متقابل دفاعي تړون هم شامل دی.

د شمالي کوریا دولتي خبري سرچینې KCNA د راپور له مخې؛ کیم لاوروف ته ویلي، چې د نړیوال جیوپولټیک بدلیدونکي بدلون په ځواب کې د متحدینو لخوا اخیستل شوي ګامونه به په ټوله نړۍ کې د سولې او امنیت له خوندي کولو سره ډېره مرسته وکړي.

د شمالي کوریا مرکزي خبري سرچینې څرګنده کړې؛ “کیم جونګ اون بیا تائید کړه، چې د کوریا ډیموکراټیک جمهوریت (DPRK) چمتو دی، چې د اوکراین د کړکېچ له لامل سره د مبارزې په اړه د روسیې د مشرتابه لخوا اخیستل شوي ټولو اقداماتو پرته له شرط ملاتړ او هغه وهڅوي”.

یادې سرچینې ویلي؛ لاوروف مخکې د شمالي کوریا له خپل سیال چو سون هوی سره په وونسان کې خبرې وکړې او دوی یوه ګډه اعلامیه خپره کړې، چې د یو بل د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره یې د ملاتړ ژمنه وکړه.

د شنبې پر ورځ د روسي رسنیو راپور ورکړ، چې لاوروف له کیم سره په خپله لیدنه کې د دواړو هېوادونو اړیکې “د نه ماتېدونکې ورورګلوۍ” په توګه تشریح کړي او روسیې ته د لېږل شویو سرتېرو لپاره یې مننه وکړه.

د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ اړیکې د اوکراین د جګړې په تیرو دوو کلونو کې، چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پیل شوې، په ډراماتیک ډول ژورې شوې دي، پیونګ یانګ د مسکو د پوځي کمپاین ملاتړ لپاره روسیې ته له ۱۰ زره څخه ډېر سرتېري او وسلې لېږلي دي.

د کیم حکومت ژمنه کړې، چې شاوخوا ۶۰۰۰ پوځي انجینران او رغوونکي به د روسیې کورسک سیمه کې د بیارغونې په کارونو کې د مرستې لپاره واستوي.

Continue Reading

نړۍ

د ټرمپ د سوداګریزو تعرفو تر سیوري لاندې مارکو روبیو خپل آسیایي سفر پیل کړ

روبیو، چې د ملي امنیت سلاکار هم دی هڅه کوي، چې د هند او آرام اوقیانوس سیمې ته د واشنګټن ژمنتیا پیاوړې کړي او د امریکا د سوداګریز سیاست په اړه اندېښنې راکمې کړي. هغه به له روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم وګوري.

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د پنجشنبې پر ورځ په کوالالمپور کې د جنوب ختیځ آسیایي هېوادونو ټولنې (آسیان) د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري؛ دا واک ته له رسېدو راپدېخوا آسیا ته د هغه لومړی سفر دی. دا غونډه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ أه آسیایي هېوادونو څخه پر وارداتو لوړې تعرفې لګولي دي.

روبیو، چې د ملي امنیت سلاکار هم دی هڅه کوي، چې د هند او آرام اوقیانوس سیمې ته د واشنګټن ژمنتیا پیاوړې کړي او د امریکا د سوداګریز سیاست په اړه اندېښنې راکمې کړي. هغه به له روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم وګوري.

د روبیو سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې ټرمپ به د اګست له لومړۍ څخه د آسیا د شپږ غړو په ګډون پر مالیزیا، جاپان او سویلي کوریا تر ۴۰ سلنې پورې تعرفې ولګوي.

شنونکو ويلي، چې دا په سیمه کې د چین له ډیپلوماټیک او اقتصادي نفوذ سره د مقابلې یوه هڅه ده. په هرصورت د سیمې هېوادونه د ټرمپ د “امریکا لومړی ده” د سیاست او کمه شوې ډیپلوماټیکې ښکېلتیا په اړه اندېښمن دي.

د دوشنبې پر ورځ ټرمپ په خپل ټروټ کې ګواښ وکړ، چې له لاوس او میانمار څخه به پر وارداتو ۴۰ سلنه، د کمبوډیا او ټایلینډ پر وارداتو ۳۶ سلنه، د انډونیزیا پر وارداتو ۳۲ سلنه او د مالیزیا پر وارداتو ۲۵ سلنه تعرفې ولګوي.

د مالیزیا د پانګونې، سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سې‌شنبې پر ورځ یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې په کې راغلي له امریکا سره د “عادلانه او دوامداره” سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره هڅې روانې دي.

ولسمشر ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ د کابینې په غونډه کې خبریالانو ته ویلي، چې د بریکس ډلې پر توکو به هم ۱۰ سلنه تعرفه ولګوي، چې په کې د انډونیزیا په ګډون ۱۰ پرمختللی هېوادونه شامل دي، چې د آسیان غړی هم دی. بریکس د برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا لخوا تاسیس شو او تېر کال یې پراختیا وموندله، چې مصر، ایټوپیا، انډونیزیا، ایران او متحده عربي امارات یې غړي دي.

ټرمپ دا هم ویلي، چې بریکس د دې لپاره رامنځته شوی، چې ډالر د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د ترټولو پراخه کارول شويو اسعارو په توګه کمزوری کړي.

هغه ویلي: “هغه څه، چې دوی یې هڅه کوي ډالر له منځه یوسي.”

هغه زیاته کړې: “مونږ به هیڅکله دا معیار له لاسه ورنکړو.”

د هغو لیکونو له مخې، چې پرون بېلابېلو هېوادونو ته لېږل شوي او همدارنګه هغه لیکونه، چې به نن، سبا او د لنډې مودې لپاره ولېږل شي؛ تعرفې به پرې د اګست له لومړۍ ۲۰۲۵ څخه پیل شي.

تمه ده، چې روبیو به د خپل سفر پر مهال د امنیتي همکارۍ، د پولې هاخوا جرمونو، انساني قاچاق، مخدره توکو او د سویلي چین په سیند کې د امنیت پر اړتیا ټینګار وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!