نړۍ

اسرائیل او اوکراین ډونلډ ټرمپ ته د بري مبارکي ورکړه

ټرمپ دا بریا یو “له ویاړه ډک بریالیتوب” او د “امریکا د زرین پېر” پیل وباله.

Published

on

له هغې وروسته، چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ ز. کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا اعلان وکړ،؛ د نړۍ مشرانو د چار‌شنبې پر سهار (د اوکټوبر پر شپاړلسمه ) هغه ته د مبارکۍ پیغامونه واستول.

ټرمپ دا بریا یو “له ویاړه ډک بریالیتوب” او د “امریکا د زرین پېر” پیل وباله.

د اسټرالیا لومړي وزیر انټوني البانی هم د امریکا او اسټرالیا ترمنځ دوستي او قوي اتحاد ته په نغوته کې د مبارکۍ پیغام وراستولی دی.

په هر حال د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یو له لومړنیو مشرانو څخه دی، چې ډونالډ ټرمپ ته یې د مبارکۍ پیغام واستاوه.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د مبارکۍ پیغام استولی او همکارۍ ته یې خپل چمتووالی اعلان کړ.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د ټرمپ بریا “تاریخي” یاده کړې او هیله شوی، چې په نوې اداره کې به د پاکستان او امریکا تر منځ همکاري پیاوړې او پراخه شي.

ویکتور اوربان، د هنګري لومړي وزیر او د ټرمپ یو ملاتړي دا بریا “د امریکا په سیاسي تاریخ کې ترټولو ستره بریا بولي او دا یې “د نړۍ لپاره خورا اړینه بریا” یاده کړه.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم ټرمپ ته مبارکي ورکړې. نتانیاهو په خپل پیغام کې د ټرمپ بریا “د امریکا لپاره یو نوی پیل” او “د اسرائیل او امریکا تر منځ له لوی اتحاد سره د ځواکمن تړون نوي کول” بللي دي.

زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې د امریکا ټاکنې سایلي او وایي، چېاوس د یووالي او همغږۍ وخت راغی.

د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ټرمپ د ډیموکراټ ګوند نوماندې ته له ماتې ورکولو وروسته د جمهوري غوښتونکیو نوماند ولسمشر شو او یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته ځي.
ټرمپ د الکټررل کالج د اړینو رایو پر ګټلو د دوه‌یم ځل لپاره سپینې ماڼۍ ته ننوځي او کامالا هریس ته له ماتې ورکولو سره د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه وټاکل شو.

Trending

Exit mobile version