نړۍ

اسرائیل او حماس په غزه کې د بندیانو پر تبادله او اوربند هوکړه وکړه

ټرمپ زیاته کړې: “دا پدې معنا ده، چې ټول یرغمل شوي کسان به ډېر ژر خوشې شي او اسرائیل به خپل ځواکونه د تلپاتې سولې پر لور د لومړي پړاو په توګه؛ هوکړه شوې کرښې ته شاتګ وکړي.”

Published

on

اسرائیل او حماس ویلي: دوی د اوربند او بندیانو د تبادلې له تړون سره هوکړه کړې؛ دا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طرحې لومړی پړاو دی او په غزه کې هغه جګړه پای ته رسوي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۶۷ زره خلک وژل شوي او د منځني ختیځ بڼه یې بدله کړې ده.

د غزې د دوه کلنې جګړې په اړه؛ په مصر کې د ټرمپ د ۲۰ ماده‌ییزې طرحې پر لومړي پړاو نامستقیمې خبرې یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

که دا تړون بشپړ پلي شي دواړه خواوې به له هغې جګړې لرې کړي، چې ایران، یمن او لبنان په ګډون یې د منځني ختیځ هېوادونه راښکېل کړي؛ د اسرائیلو نړیواله انزوا یې ژوره کړې او د سیمې بڼه یې بدله کړې ده.

پر هغې طرحې هوکړه، چې ټرمپ د چارشنبې پر ورځ ناوخته اعلان کړې؛ جزئیات نلري او ډېرې نا حل شوې پوښتنې یې راپورته کړې دي، چې شونې ده له منځه ولاړه شي او هغه څه تکرار شي، چې د سولې پخوانۍ هڅې ورسره مخ شوې دي.

ټرمپ په ټروټ پاڼه کې لیکلي: “زه له بشپړ ویاړ سره پډاګه کوم، چې اسرائیل او حماس دواړو زمونږ د سولې طرحې لومړی پړاو لاسلیک کړی دی.”

ټرمپ زیاته کړې: “دا پدې معنا ده، چې ټول یرغمل شوي کسان به ډېر ژر خوشې شي او اسرائیل به خپل ځواکونه د تلپاتې سولې پر لور د لومړي پړاو په توګه؛ هوکړه شوې کرښې ته شاتګ وکړي.”

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي: “د طرحې د لومړي پړاو له منلو سره زمونږ ټول یرغمل شوي کسان به بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي. دا یوه ډیپلوماټیکه بریا او د اسرائیلو لپاره یوه ملي او اخلاقي بریا ده.”

حماس هم تائید کړې، چې دوی د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي او څرګندوي، چې دا هوکړه له محاصره شوې سیمې څخه د اسرائیلو وتل او د بندیانو تبادله رانغاړي.

حماس څرګنده کړې: “مونږ ټینګار کوو، چې د خلکو قربانۍ به مو بې ګټې نه وي؛ مونږ به خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شوو، هیڅکله به د خپلو خلکو ملي حقونه تر هغه وخته پورې پرې‌نږدو، چې آزادي، خپلواکي او واکمني ترلاسه نکړو.”

د غزې چارواکو ويلي؛ د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه د حماس د برید پر وړاندې د اسرائیلو د پوځي غبرګون له پیل راپدېخوا له ۶۷ زره څخه ډېر خلک وژل شوي او د سیمې ډېره برخه یې ویجاړه کړې ده. اسرائیلي چارواکو ويلي؛ د حماس په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۱ کسان یرغمل شول، چې باور کیږي له ۴۸ بندیانو څخه ۲۰ اوس هم ژوندي دي.

که څه هم د جګړې د پای ته رسېدو هیلې شته، خو د وخت ټاکل، د غزې تړانګې ته له جګړې وروسته حکومتولي او د حماس برخلیک په ګډون اړین جزئیات ناڅرګند پاتې دي.

Trending

Exit mobile version