نړۍ

اسرائیل باید د ایران له ځواکه خبر شي – خامنه‌یي

د ایران د دولتي خبري سرچینې ایرنا د راپور له مخې، خامنه‌يي ویلي: د دې تېروتنې په اړه، چې دوی کړې د خپلو موخو لپاره مبالغه کوي؛ خو دا هم ناسمه ده، چې دا هیڅ نه‌ول او دا مهمه نه‌وه.

Published

on

د ایران مذهبي رهبر علي خامنهيي ویلي؛ د هېواد چارواکي باید په ډاګه کړي، چې دوه شپې مخکې پر ایران د اسرائیلو له برید وروسته دوی څنګه کولی شي د ایران ځواک سم نندارې ته وړاندې کړي.

د ایران د دولتي خبري سرچینې ایرنا د راپور له مخې، خامنه‌يي ویلي: د دې تېروتنې په اړه، چې دوی کړې د خپلو موخو لپاره مبالغه کوي؛ خو دا هم ناسمه ده، چې دا هیڅ نه‌ول او دا مهمه نه‌وه.

ایران د شنبې پر ورځ د ایران پر پوځي ودانیو د اسرائیلو د شپني هوايي بریدونه د لږ ارزښت وړ وګاڼه او وایي، چې دغو بریدونو یوازې محدود زیانونه اړولي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په منځني ختیځ کې د هر اړخیزې جګړې د درولو غوښتنه کړې، چې هر اړخیزه وېره او اندېښنه یې راپارولې ده.

د اسرائیلو پوځ څرګنده کړی، چې لسګونه اسرائیلي جټ الوتکو له لمر لوېدو مخکې تهران او د ایران په لویدیځ کې د توغندیو پر کارخونو او نورو ځایونو بریدونه کړي دي.

خامنه‌یي ویلي: د کار څرنګوالی باید زمونږ د چارواکو لخوا په سمه توګه ځانګړی شي او دوی باید څه وکړي، چې د دې هېواد او ملت په ګټه وي. هغو باید وپوهیږي، چې د ایران ملت څوک دی او ځوانان یې څنګه دي.

Trending

Exit mobile version