تازه خبرونه

اسلامي امارت آلمان ته خپل څلور نوي ډیپلوماټان لېږي

د سرچینو د څرګندونو له مخې، هدایت‌الله پکتین، محمدحکیم حکیمي، بشیر احمد افغان او سعید اکبر رستاد هغه څلور ډیپلوماټان دي، چې اوس‌مهال د آلمان د ویزې ترلاسه کولو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دي.

Published

on

 

د بهرنیو چارو وزارت باخبره سرچینې ويلي، دا وزارت غواړي د آلمان په برلین کې د افغانستان سفارت او د بن ښار قونسلګرۍ ته د فعالیت لپاره خپل څلور نوي ډیپلوماټان ولېږي.

د سرچینو د څرګندونو له مخې، هدایت‌الله پکتین، محمدحکیم حکیمي، بشیر احمد افغان او سعید اکبر رستاد هغه څلور ډیپلوماټان دي، چې اوس‌مهال د آلمان د ویزې ترلاسه کولو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دي.

سرچینو زیاته کړې؛ بشیر احمد افغان په برلین کې د افغانستان د سفارت لومړي منشي او سعید اکبر رستاد دوه‌یم منشي ټاکل شوي دي. په داسې حال کې چې هدایت‌الله پکتین او محمدحکیم حکیمي به په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د دوه‌یمو منشیانو دندې ترسره کړي.

سرچینې زیاته کړې، د آلمان حکومت دغو څلور استازو ته د ویزو له ورکړې سره موافقه کړې؛ خو د کابل او د آلمان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه‌دي ویلي.

د راپور له مخې، دا پرمختګونه د برلین او کابل ترمنځ د قونسلي چارو د تنظیم او د هغو افغان پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو د بهیر د آسانتیا لپاره د تخنیکي هوکړو په لړ کې رامنځته کېږي، چې د قانوني اوسېدنې حق نه‌لري.

د آلمان د حکومت د رسمي څرګندونو له مخې، شاوخوا ۴۵۰ زره افغان وګړي په دې هېواد کې مېشت دي او برلین د هویتي اسنادو د صادرولو او د کډوالۍ د دوسیو د سمبالولو لپاره د افغانستان د ډیپلوماټیکو او قونسلي استازولیو فعال پاتې کېدل اړین بولي.

آلمان نورو اروپايي هېوادونو ته ورته د ۲۰۲۱ز.کال له سیاسي بدلونونو وروسته اسلامي امارت پر رسمیت نه‌دی پېژندلی؛ خو د پناه‌غوښتونکو د ستونزې د مدیریت او د مجرمو کسانو د ایستلو پر موخه یې له کابل سره تخنیکي تعاملات پراخ کړي دي. د آلمان چارواکو ټینګار کړی، چې دا اداري او قونسلي همکاري د اسلامي امارت د رسمي سیاسي پېژندنې معنا نهلري.

Trending

Exit mobile version