سوداگري
اسلامي امارت افغانستان ته د روسیې د ګاز له صادرولو هرکلی کوي
د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د روسیې له هغه وړاندیز هرکلی کړی، چې ویلي یې دي افغانستان او پاکستان ته ګاز صادروي.
دغه وزارت د شنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبتو اقتصادي اړیکو ته پوره ژمن دی او د سیمه ییز اتصال لپاره یې زمینه هم برابره کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: اسلامي امارت د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الکساندر نوواک له څرګندونو هرکلی کوي، چې ویلي یې دي روسیه غواړي خپل طبیعي ګاز افغانستان او پاکستان ته صادر کړي.
په اعلامیه کې همداراز په ډاګه شوې، چې اسلامي امارت افغانستان او جنوبي آسیا ته د روسیې د ګازو صادرول د سیمې د هېوادونو په ګټه ګڼي.
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو په وار وار هیله څرګنده کړې، چې هېواد به یې په سیمه کې پر یوه لوی اقتصادي او ترانزیتي مرکز بدل شي.
کارپوهان هم پدې باور دي، چې دا ډول پروژې به په افغانستان کې د پانګونې باور ډېر کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته حاکم نظام له نړیوالو بندیزونو سره مخ پاتې دی.
سوداگري
د خواف-هرات اوسپنېپټلۍ له لارې سوداګریزه لېږدېدا عادي روانه ده – مجاهد
هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې د خواف- هرات اوسپنېپټلۍ کمیسیون ادارې چارې عادي دي او د سوداګریزو توکو لېږد له کوم خنډ او ځنډ پرته روان دی.
هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سوداګریزو توکو د لېږدونکو توکو یو لېږدوونکی ریلګاډی اوس هم د هرات ولایت د روزنک سټیشن ته رسیدلی، چې په کې د سمنټو ۴۲ واګونونه او ۲ د امډياف تختو واګونونه شامل دي.
مجاهد زیاته کړې؛ تمه ده یو بل باروړونکی ریلګاډی، چې خوراکي توکي او اړوند سونګ توکي لېږدوي د شپې په اوږدو کې به د روزنک سټیشن ته راورسیږي.
د اسلامي امارت ویاند د ایران اوسپنېپټلۍ چارواکو معلوماتو ته پر نغوته(اشاره ) دا هم ویلي؛ شاوخوا ۹۰۰ واګونونه د هغه هېواد په خاوره کې د افغانستان لوري ته راروان دي او په عادي توګه به هېواد ته راننوځي.
هغه له ملي سوداګرو هم غوښتي، چې د بازار ثبات ساتلو لپاره د سوداګریزو توکو د بیو له لوړولو څخه ډډه وکړي.
سوداگري
له ایران څخه افغانستان ته ریلي لېږدونه ۱۷ برابره شوې
د ایران د اوسپنېپټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقيزاده ایرنا خبري سرچینې ته ویلي؛ د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر پېنځمې پورې ۶۵۰ زره ټنه توکي د اوسپنېپټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
ایراني چارواکو څرګنده کړې، چې سږ کال له افغانستان سره د دې هېواد د اوسپنېپټلۍ له لارې سوداګریزې راکړې – ورکړې ۱۷ برابره زیاتې شوې دي.
د ایران د اوسپنېپټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقيزاده ایرنا خبري سرچینې ته ویلي؛ د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر پېنځمې پورې ۶۵۰ زره ټنه توکي د اوسپنېپټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ لږ تر لږه ۱۵۰ زره ټنه له دې توکو څخه ټرانزیټي توکي وه؛ یعنې دا مالونه له نورو هېوادونو څخه د ایران له لارې افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي.
نقيزاده څرګنده کړې، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ایران هدف دا دی، چې د شمتیغ له پولې څخه ۲ میلیون ټنه توکي تېر شي او دا موخه په آسانه د لاسته راوړلو وړ ده.
سوداگري
ازبکستان له افغانستان سره د ۵ میلیارډ ډالرو سوداګري اعلان کړه
د خوجایوف د څرګندونو له مخې؛ دې کچې ته د سوداګرۍ رسولو موضوع د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په ویډیو کنفرانس کې راپورته شوه.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خوجایوف په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ ازبکستان او افغانستان په پام کې لري، چې خپله دوه اړخیزه سوداګري ۵ میلیارډ ډالرو ته ورسوي.
د خوجایوف د څرګندونو له مخې؛ دې کچې ته د سوداګرۍ رسولو موضوع د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په ویډیو کنفرانس کې راپورته شوه.
خوجایوف زیاته کړې؛ په تېرو پېنځه کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۲.۵ ځله زیاته شوې، چې د ۲۰۲۱ ز.کال له ۶۵۳ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۵ ز.کال کې شاوخوا ۱.۷ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ده.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال دا هم ویلي، چې دواړو خواوو د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره د عملي ګامونو پر پورته کولو هم بحث کړی او دغه راز یې ازبکستان ته د افغان پلاوي د سفر لپاره چمتووالی ښودلی دی.
هغه زیاته کړې، چې له مبارکې روژې وروسته به همکارۍ عملاً په کابل ښار کې د یوه سوداګریز فورم د جوړولو او د ځانګړو محورونو پر بنسټ د یوې نقشې د ترتیبولو له لارې پیاوړې شي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مسوولانو ويلي، چې په نږدې راتلونکي کې به له ازبک لوري سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره نوې هوکړې تر سره کړي.
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا د جوړېدا په درشل کې چارواکو د سخت غبرګون اعلان وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoافغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې پاکستان ته درانده زیانونه واړول
-
تازه خبرونه2 days agoافغانان باید دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي – زلمی خلیلزاد
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د پاکستان پر شپنیو بریدونو عام وګړي زیانمن شول
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پر اړینو پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره شول – ملي دفاع وزارت
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoاسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل
-
څار4 days agoڅار: د پاکستان پر وړاندې د افغانستان غچ اخیستونکي عملیات
