تازه خبرونه
اسلامي امارت امنیت خوندي کړی او د دښمنانو د شومو پلانونو مخه یې نیولې – ملا محمد حسن آخوند
د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء نن (جمعه د اختر پر لومړۍ ورځ ) ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت په ټول هېواد کې امنیت خوندي کړی او د دښمنانو د شومو پلانونو مخه یې نیولې ده.
د ریاست الوزرا د عالي مقام د دفتر رییس عبدالواسع د اختر د لمانځه د ادا کولو پر وخت د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزراء ملا محمد حسن آخوند پیغام د افغان لوړ پوړيو چارواکو په حضور او شتون کې ولوست.
په دغه پیغام کې ملا محمد حسن آخوند د اسلامي امارت مسوولینو ته په خطاب کې ویلي: الله تعالی دې د ټولو عبادات او سرښندنې په خپل دربار کې قبولې او منظورې کړي. د شکر ځای دی، چې زمونږ وطن له اشغال څخه آزاد شو او نن د کوچني اختر لمونځ له صداقت او زړورتیا څخه په ډکه سولهییزه فضا کې ترسره کوو.
د اسلامي امارت لومړي وزیر په خپل پیغام کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د خلکو د حقونو او د هغوی د هوساینې په برابرولو کې ځان مکلف ګڼي او د دې مکلفیت د اداء کولو لپاره شپه او ورځ کار کوي او الحمدلله دغه مکلفیت یې په سمه توګه ترسره کړی دی.
په دې پیغام کې دا هم راغلي، چې په تېرو ۲۰ میاشتو کې اسلامي امارت د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه په نورو برخو کې سترې اقتصادي پروژې او مهم کارونه پیل کړي دي.
ملا محمد حسن آخوند په خپل پیغام کې زیاته کړې، چې په ټولو دولتي ادارو کې فساد او اختلاس له منځه تللی او د دولت دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصې دي او کولی شي په آزاده توګه خپلې ستونزې د اسلامي امارت مسوولینو ته ډاډه وړاندې کړي.
په دغه پيغام کې ويل شوي، چې اسلامي امارت د افغانستان د خلکو خدمتګار نظام دی او د خپل مسووليت له مخې د خپل مجاهد ولس د رضا او ايمان ساتنه په کلکه کوي.
د اختر د لمانځه په مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د عالي شورا د دارالانشا پر رییس او قضائیه قوې د رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني سربېره د دغه دفتر عمومي رییس داکتر ملا عبدالواسع هم ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې د رييس الوزراء ځانګړي استازي، د کابينې وزيرانو، د اسلامي امارت يو شمېر ملکي او نظامي مسوولينو او د ژوند له بېلابېلو برخو څخه يو شمېر خلکو ګډون درلود. له لمانځه وروسته يې يو بل ته لاسونه لپه کړل او ګډونوالو ته يې کوچني اختر مبارکي وړاندې کړه.
د اختر له لمانځه مخکې د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رییس او قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني وینا وکړه او حاضرینو، علماء کرامو، د کابینې وزیرانو او د اسلامي امارت مسوولینو، د افغانستان او نړۍ مسلمانانو ته یې د کوچني اختر مبارکي وویله.
هغه زیاته کړې: دا د لوی خدای (ج) لوی نعمت دی، چې د اختر لمونځ، روژه او تراویح مو په امن فضا کې او د اسلامي نظام تر چتر لاندې ترسره کړل.
د سترې محکمې قاضي القضات او رييس ويلي، چې علماء او فقهاء بايد د خداى له حکم سره سم د ټولنې د اصلاح او د فساد د له منځه وړلو لپاره ګډ کار وکړي. مونږ له الله جل جلاله څخه غواړو، چې چارواکو ته د هېواد او خلکو د خدمت کولو توفیق ورکړي.
شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني ډا هم څرګنده کړه، چې: هر مامور او وزیر باید خدمتګار وي، ځان د قومندان په توګه ونه ګڼي او خپل مسوولیتونه په سمه توګه سرته ورسوي، د خپلو ورځنیو کارونو محاسبه وکړي او د سبا چارو لپاره چمتو وي.
د مراسمو په پای کې د کابل والي مولوي محمد قاسم د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان ټول ولس ته مبارکي وویله او له لوی خدای (ج) څخه یې د اسلامي نظام د ټینګښت هیله وکړه.
