تازه خبرونه
اسلامي امارت باید د تروریستي هڅو د ترسره کېدا اجازه ورنګړي – چین او پاکستان
چین او پاکستان په ګډه خبرپاڼه کې له اسلامي امارت غوښتي، چې له ترهګرۍ سره کلکه مبارزه وکړي او اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د تروریستي فعالیتونو لپاره وکارول شي.
په دې ګډه خبرپاڼه کې، چې بیجینګ ته د پاکستان د لومړي وزیر له پېنځه ورځني سفر وروسته خپره شوې راغلي؛ دواړو لوریو د افغانستان د مسئلې په اړه د اړیکو او همغږۍ پر پیاوړتیا هوکړه کړې ده.
دوی د همغږو هڅو تر څنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي؛ له افغانستان سره په مثبته توګه د بشري مسایلو او اقتصادي پرمختګ په برخو کې د ننګونو د حل لپاره مرسته وکړي، چې اسلامي امارت ټولګډونه سیاسي چوکاټ رامنځته، اعتدالي او د ښه ګاونډیتوب پالیسي غوره کړي.
دغه راز چین او پاکستان له نړیوالې ټولنې څخه د اسلامي امارت د هڅوولو غوښتنه کړې، چې له ترهګرۍ سره کلکه مبارزه وکړي او اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د تروریستي هڅو لپاره وکارول شي.
دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې له افغانستان سره د تلپاتي پرمختګ او په نړیواله ټولنه کې د ادغام لپاره د مرستې رغنده رول ولوبوي.
په سیمه کې پاکستان تل ادعا کړې، چې پر حکومت یې د بریدونو اصلي سرچینه افغانستان دی. اسلامآباد د بېلګې په توګه اعلان کړی، چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې پر چینايي انجنیرانو برید په افغانستان کې پلان شوی او عامل یې افغان و.
دغه ادعا اسلامي امارت رد کړې او تل یې ټینګار کړی؛ اجازه نهورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.