تازه خبرونه

اسلامي امارت به نړیوالو فشارونو ته تسلیم نشي – مولوي عبدالکبیر

Published

on

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سې شنبې پر ورځ (د غویی یوولسمه) د کابل پولیتخنیک د زده‌کړ‌یالانو د فراغت په مراسمو کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت به نړیوالو فشارونو ته تسلیم نشي او نه به د هیچا پر فرمایش کار وکړي.

د کابل پولیتخنیک پوهنتون د زده‌کړیالانو‌ د فراغت مراسم د اسلامي امارت د چارواکو په حضور کې ترسره شول؛ خو ډېر پر سیاسي خبرو راڅرخېدل.

نوموړي په دې مراسمو کې زیاته کړې، چې د سیمې ټرانزیټ له افغانستان پرته ناشوني دی او چارسمبالی حکومت ترې ګټه پورته کوي.

د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې چارسمبالی حکومت له یوې خوا د پروژو پر پلي کېدا او له بلې خوا د کانونو پر استخراج کار کوي.

هغه دغه راز هېواد ته د مهاجرینو د راستنېدو لپاره د شرایطو پر برابرولو هم ټینګار وکړ.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت چارسمبالي محمد خالد حنفي ویلي، اسلامي امارت په هېواد کې د عصري علومو د پراختیا مخالف ندی او غربي هېوادونه د اسلامي امارت پر خلاف په دې اړه منفي تبلیغات کوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم ټینګار کوي، چې اسلامي امارت د جګړې په ډګر کې بریالی شوی؛ د اقتصاد، روغتیا او پوهنې په ډګرونو کې به هم بریاوې ترلاسه کړي.

له بلې‌خوا د لوړو زده‌کړو وزارت یو شمېر نورو چارواکو ويلي؛ دغه وزارت هڅه کوي، چې د علمي او تحصیلي پراختیا په برخه کې پرمختګ وکړي او له نړیوالو معیارونو سره برابر شي.

د کابل پولیتخنیک پوهنتون د فراغت له دې پړاو څخه د ۱۷ څانګو ۵۳۷  زده‌کړیالان فارغ شول او د اسلامي امارت د چارواکو له‌خوا د فراغت سندونه ورکړ شول.

Trending

Exit mobile version