تازه خبرونه
اسلامي امارت دې بشري حقونو ته درناوي وکړي – امریکا او هند
د امریکا او هند دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو له اسلامي امارت غوښتي، چې د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي او د سفر ازادي یې خوندي کړي.
په دې ۲+۲ کلنۍ غونډه کې، چې د جمعې پر ورځ په نوي ډیلي کې جوړه شوې وه؛ د امریکا او هند دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو له اسلامي امارته وغوښتل، چې د افغانستان له خاورې څخه د امنیت ګواښلو د مخنیوي په برخه کې پخپلو ژمنو عمل وکړي.
دوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ته نغوته کړې، چې له مخې یې د افغانستان خاوره باید د کوم بل هېواد د ګواښلو، برید، ترهګرو ته د پټنځایونو او روزلو او د ترهګریزو بریدونو د پلان او تمویل لپاره ونه کارول شي.
د امریکا او هند د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو بشردوستانه مرستو ته پر بې خنډه لاسرسي هم ټینګار وکړ او دغه راز یې د ټولو افغانانو لپاره د یوه ټولګډونه او سولهییز راتلونکي د برابرولو په اړه د مشورې ورکولو ژمنه تازه کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو د بشري حقونو د تامینولو ژمنه کړې او ټینګار یې کړی، چې هیچا ته به د بل هېواد د امنیت پر ضد د افغانستان د خاورې کارولو اجازه ورنهکړي.