Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت دې ټولګډونه حکومت رامنځته کړي – ګاونډ هېوادونه

خپور شوی

د

Last Updated on: وری ۲۶, ۱۴۰۲

د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان په سمرقند ښار کې د خپلې غونډې په پای کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د دیپلوماتیکو هلو ځلو ملاتړ وکړ او له اسلامي امارت څخه یې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.

د دې غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته پر درناوي او د افغانانو پر مشرۍ د خپل هېواد د سیاسي برخلیک د ټاکلو پر ملاتړ ټینګار وکړ او څرګندوي، چې افغانستان باید د جیوپولیتیکو سیالیو ډګر نه وي.

د بهرنيو چارو وزيرانو له اسلامي امارت څخه وغوښتل؛ اجازه دې نه‌ورکوي، چې د افغانستان خاوره د ګاونډ هېوادونو پرخلاف وکارول شي.

د ازبکستان په سمرقند کې د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیهکې راغلي: ترهګري د ټولو هېوادونو ګډه اندېښنه ده؛ لنډمهالی حکومت باید د ترهګرو ډلو لخوا د افغانستان له خاورې د استفادې د مخنیوي لپاره خپل مکلفیتونه پوره کړي او د ټولو توکمونو او سیاسي بنسټونو په عملي ګډون سره ټولګډونه حکومت جوړ کړي. باید هغه اقدامات لغوه کړي، چې د ښځو د کار او زده‌کړو حقونه یې محدود کړي دي. د امریکا او متحدین یې د افغانستان د اوسني ستونزمن وضعیت مسوولیت په غاړه لري، نو باید بندیزونه لرې کړي او د افغانستان شتمنۍ بېرته ورکړي. په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د لویدیځو پوځي اډو بیا جوړیدل د سیمې په ګټه ندي او  نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره بشري مرستې روانې وساتي.

د بهرنیو چارو وزیرانو له اسلامي امارته هم وغوښتل، چې سمدستي ټول هغه اقدامات لغوه کړي، چې د ښځو د کار او زده‌ کړو حقونه محدودوي.

په دې غونډه کې د روسیې، چین، پاکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان پر بهرنیو چارو وزیرانو سربېره د افغانستان د  بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم ګډون کړی و.

دا غونډه د اسلامي امارت له پاره تر ټولو غوره فرصت بلل شوی، چې د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو او له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت له تاجکستان پرته د افغانستان له نږدې ټولو ګاونډیانو سره دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي او په ګاونډ هېوادونو کې افغان سفارتونه او قونسلګرۍ اسلامي امارت ته سپارل شوي دي.

د سمرقند غونډه د هغو غونډو لړۍ ده، چې د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر ۱۵ د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته پیل شوې.  لومړۍ غونډه یې د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر میاشت کې د پاکستان پر کوربتوب وشوه، دوه‌یمه هغه د همدې کال د نومبر په میاشت کې ایران جوړه کړه. درېيمه غونډه د تېر کال په مارچ مياشت کې چين تر سره کړې ده.

تازه خبرونه

په جوزجان کې د یوې مور له پېنځه نویو زېږیدلو ماشومانو یو مړ و

سرچینو راپور ورکړی، چې له پېنځه ماشومانو څخه د څلور هغو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی؛ خو یو ماشوم له زېږون مخکې مړ شوی و.

Published

on

د یکشنبې پر ورځ( د لړم پېنځه‌ویشتمه) د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار په یوه خصوصي روغتون کې د جوزجان ولایت د فیض‌آباد ولسوالۍ یوې مور پېنځه ماشومان وزیږول.

سرچینو راپور ورکړی، چې له پېنځه ماشومانو څخه د څلور هغو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی؛ خو یو ماشوم له زېږون مخکې مړ شوی و.

د ماشومانو پلار صالح محمد ویلي؛ د هغه میرمن له یوې اوونۍ راپدېخوا په یوه خصوصي روغتون کې تر روغتیایي څارنې لاندې وه، چې اوس یې روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

صالح محمد له حکومت غوښتي، چې د دغو ماشومانو د پالنې په لومړیو ورځو کې ورسره مرسته او همکاري وکړي.

د افغانستان د شمال په جوزجان ولایت کې دا زېږون یوه بې‌سارې روغتیایي پېښه ګڼل شوې، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د هېوادوالو ترمنځ بېلابېل پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان له کابل سره د خبرو لپاره د ایران له هڅو ملاتړ څرګند کړ

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي، چې ایران یو “ورور او دوست” هېواد دی او اسلام‌آباد د ستونزو له سوله‌ییز حل ملاتړ کوي.

Published

on

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې اسلام‌آباد له کابل سره د خبرو لپاره د ایران له هڅو ملاتړ کوي او چمتو دی، چې د تهران له هر راز منځګړیتوب هرکلی وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي، چې ایران یو “ورور او دوست” هېواد دی او اسلام‌آباد د ستونزو له سوله‌ییز حل ملاتړ کوي.

اندرابي زیاته کړې؛ پاکستان د “افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو ګواښونو” په اړه “ځواکمن دریځ ” لري او له همدې کبله د منځګړیتوب د بهیر په اړه هیڅ راز اندېښنه نلري.

هغه ټینګار کړی: معمولاً هغه اړخ، چې په کمزوري دریځ کې وي؛ له منځګړیو یې ډډه کړې؛ خو پاکستان د خپلو ادعاوو د پیاوړتیا له کبله له دې بهیر هرکلی کوي.

اسلام‌آباد پرله‌پسې له کابل غوښتي، چې بریدونه ودروي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې هیڅ ډلې ته د افغانستان له خاورې د نورو حکومتونونو پر وړاندې د برید اجازه نه‌ورکوي.

ترکیې او قطر د اسلام‌آباد او کابل د پلاويو ترمنځ د درې پړاوونو خبرو کوربتوب کړی؛ خو بې پایلې پای ته ورسېدې. په ځانګړي توګه د اوکټوبر په میاشت کې د کابل له بمبارډ او پر فرضي کرښه له نښتو وروسته.

د پاکستان دفاع وزارت په دې وروستیو کې ویلي، چې خبرې اترې “نامعلوم پړاو” ته داخلې شوې دي او د جدي اختلافاتو له کبله هیڅ پرمختګ نلري.

ایران، روسیه، ترکیه او قطر هڅې پیل کړې، چې کابل او اسلام‌آباد له ډیپلوماټیکو لارو خبرو ته کېنوي.

ایران ویلي، چې د تاوتریخوالي کمولو او د توپیرونو د حل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

دغه راز ترکیه هم چمتو ده، چې د نورو مشورو لپاره اسلام‌آباد ته یو لوړ پوړی پلاوی واستوي.

د خبرو اترو له ناکامېدا او د لارو له بندېدا وروسته اسلامي امارت له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې وځنډولې؛ خو له کړکېچونو سره – سره د سیمې هېوادونه هیله من دي، چې ډیپلوماټیکې هڅې کولی شي د کابل او اسلام‌آباد د روان کړکېچ د زیاتېد د مخنیوي لپاره حل لارې چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تېر پر پرتله د امنیتي پېښو له کبله د بریدونو او تلفاتو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او تاجکستان د ډيپلوماټيکو او اقتصادي همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر بېلابېلو برخو د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.

Published

on

د تاجکستان يوه لوړ پوړي پلاوي د دغه هېواد د ځانګړي استازي پر مشرۍ کابل ته په سفر کې د اسلامي امارت له بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر بېلابېلو برخو د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.

دواړو لوریو په ځانګړي توګه پر اقتصادي، ډيپلوماټيکو همکاریو او ګډو سيمه‌ييزو پروژو خبرې کړې دي.

امير خان متقي په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو اوږده تاريخ ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت له تاجکستان جمهوريت سره “ښه اړيکې او ښه ګاونډيتوب” غواړي.

هغه زياته کړې، چې د کابل او دوشنبې ترمنځ همکاري په بېلابېلو برخو کې پراخېږي او هيله ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د دوه اړخيزو اړيکو پر ودې او پراختیا د نورو ناستو شاهدان هم واوسو.

د تاجکستان پلاوي د اړيکو پر پياوړتيا د ټينګار تر څنګ ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان او تاجکستان په بېلابېلو برخو کې نږدې او رغنده همکاري لرلی شي.

ویل کیږي، چې دواړو خواوو د ګډو سفرونو، غونډو او د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا لپاره د هڅو پر دوام ټينګار وکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!