تازه خبرونه
اسلامي امارت د آسترالیا د جنګي جرمونو پلټونکي افغانستان ته راوبلل
اسلامي امارت د آسترالیا چارواکو ته بلنه ورکړې، چې د آسترالیایي سرتېرو د جنګي جرمونو د تورونو د څېړلو لپاره افغانستان ته ډاډه سفر وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له آسترالیایي رسنۍ SBS سره په خبرو کې ویلي؛ اسلامي امارت د آسترالیايي چارواکو امنیت تضمینوي، چې د قربانیانو له کورنیو سره ډاډه خبرې وکړي.
نوموړي څرګنده کړې؛ د وژنو ټولې قضیې او هغه څه، چې دوی یې جرم ګڼي وبه څېړل شي. زمونږ له همغږۍ او ګډون وروسته به یې سل په سلو کې په ډاډه زړه امنیتي تدابیر ونیول شي. په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.
په دې وروستیو کې د آسټرالیا یوې محکمې حکم وکړ؛ هغه راپورونه، چې ګواکې پخواني سرتېري بین رابرت سمیت په افغانستان کې ملکي وګړي وژلي، چې تر ډېره رښتیا هم دي.
دا پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې سمیت د هغو ورځپاڼو پر وړاندې شکایت وکړ، چې راپور یې خپور کړ.
ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي: مونږ دا قضیه څارلې ده؛ خو په افغانستان کې داسې انګېرل کیږي، چې دا یو سمبولیک عمل دی، ځکه د آسترالیا پوځیان شل کاله دلته ول او د امریکا د جګړې ملاتړ یې کاوه، چې ډېر کسان یې وژلي او کړولي دي.
دغه راز په آسترالیا کې یوه خپلواکه اداره د ۴۰ جنګي جرمونو تورونه څېړي، چې ویل شوي آسترالیایي ځواکونو ترسره کړي دي.
ځانګړي پلټونکي کریس موریتس د فبرورۍ په میاشت کې ویلي وه، چې پلټونکيو په افغانستان کې دننه له شاهدانو سره د لاسرسي د نشتوالي له کبله مرکې نهدي کړي.