تازه خبرونه

اسلامي امارت د ایمن الظواهري په اړه خپله بې خبري په ډاګه کړه

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۴, ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د امریکا د ولسمشر جوبایډن د دې ادعا په غبرګون کې، چې ایمن الظواهري یې پر یو هوایي برید وژلی؛ ویلي، چې دوی کابل ته د ایمن الظواهري د راتګ او استوګنې په اړه هیڅ معلومات نلري.

د اسلامي امارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼې کې په ډاګه شوې؛ د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز لېږدیز کال د محرم د میاشتي پر دوه یمه نېټه په کابل کې د استوګنې پر یوه کور د امریکا هوايي برید ترسره شو، چې بیا دوه ورځي وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن ادعا وکړه، چي په دې برید کي یې د القاعده مشر داکتر ایمن الظواهري پر نښه کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان اسلامي امارت د ایمن الظواهري د راتګ او دلته د اوسیدو په اړه هیڅ معلومات نلري.

دغه راز هغه په ډاګه شوې؛ د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه کشفي او استخباراتي ارګانونو ته لارښونه کړې، چې د پېښې د بېلابېلو اړخونو په اړه هراړخیزه څېړنه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د افغانستان له خاورې څخه د امریکا په شمول هیچا ته خطر ندی متوجه شوی، اسلامي امارت د دوحې هوکړې عملي کول غواړي او له هوکړي سرغړوني باید پای ته ورسیږي.

خبرباڼې دا هم په ډاګه کړې، چي امریکا زمونږ پر حریم تېری وکړ او د افغانستان قلمرو يې نقض کړ؛ دا يې له ټولو بین المللي اصولو سرغړونه او ظلم وکړ، چې مونږ يې یوځل بیا پر کلکو ټکو غندو او د دا ډول پېښو د تکرار په صورت کې، چې د افغانستان پر خاوره تجاوز وشي؛ د هر ډول عواقبو مسوولیت به د امریکا پر غاړه وي.

د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ په کابل کې د امریکا د القاعدې د مشر د وژل کېدو ادعا ګڼې پوښتنې را پورته کړې دي.

د سیاسي چارو کارپوه ویس ناصري وايي: که دوی (اسلامي امارت) د القاعدې د مشر شتون ومني، له امریکا او نړۍ سره د دوی اړیکې او د نړۍ باور به ورسره کم شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له دې مخکې هم څو څو ځله نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان د کوم هېواد لپاره ګواښ ندی.

Trending

Exit mobile version