تازه خبرونه
اسلامي امارت د حکومت په کابینه او نورو ادارو کې ۲۷ نوې ګمارنې و کړې
د افغانستان اسلامي امارت چارواکو د حکومت په اړوند پوستونو کې د ۲۷ کسانو نومونه اعلان کړل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت د مشرتابه ملا هبة الله اخوندزاده د سپارښتنې له مخې په حکومتي کابینه او یو شمېر ادارو کې نوي بدلونونه رامنځته شوې دي.
د ذبیح الله مجاهد د ټویټ په نوملړ کې راغلي؛ مولوي شهاب الدین دلاور د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالی او ملا محمد عباس اخند د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چارسمبالي وزیر په توګه ټاکل شوي دي.
پر دې سربېره ٢٥ نور کسان د مرستيال وزيرانو، د قول اردوګانو د قومندانانو او د خپلواکو ادارو د مشرانو په توګه ټاکل شوي دي.
دغه نوې ګمارنې دا دي:
- د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالی مولوي شهاب الدین دلاور،
- د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال حاجي ملا محمد عیسی اخوند،
- د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارسمبالی ملا محمد عباس اخوند،
- د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مرستیال په توګه مولوي شرف الدین،
- د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال مولوي عنايت الله،
- د ملي تدارکاتو ریاست مشر مولوي حمدالله زاهد،
- د ملي تدارکاتو ریاست مرستیال شیخ عبدالرحیم،
- د پلټنې عالي ادارې مشر مولوي قدرت الله جمال،
- د پلټنې عالي ادارې مرستیال مولوي عزت الله،
- د زندانونو ریاست چارسمبالی مولوي محمد یوسف مستري،
- د زندانونو ریاست مرستیال ملا حبیب الله فضلي،
- د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون مشر مولوي کرامت الله اخوندزاده،
- د سرحدونو او قبايلو وزارت مرستيال مولوي احمد طه،
- د سرحدونو او قبایلو په وزارت کې د کوچیانو مشر مولوي ګل زرین،
- د شهیدانو او معلولینو وزارت مرستیال شیخ مولوي عبدالحکیم،
- د پوهنې وزارت مرستیال مولوي سعید احمد شهید خېل،
- د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن حلیم
- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي،
- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو مرستیال ملا فیض الله اخوند،
- د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مرستیال مولوي سیف الدین طیب،
- د کندهار هوايي ډګر قومندان مولوي فتح الله منصور،
- د پوځي محکمې اجرائیوي قومندان محمد اسماعیل،
- د سره صلیب مرستیال مولوي عصمت الله عاصم
- په کندهار کې د البدر قول اردو مرستیال مولوي رحیم الله محمود،
- په هلمند کې د عظيم قول اردو مرستيال مولوي عبدالصمد،
- د مالیې وزارت مرستیال ملا ناصر اخند،
- د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مولوي عارف الله عارف،
ویل کیږي، چې د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله اخوندزاده له دې مخکې پر یوه فرمان د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې والیان او د هغوی مرستیالان تغییر او تبدیل کړي او اطاعت ترې شوی دی.
تازه خبرونه
افغانستان په پاکستان کې د روان جنګ پر ضد د پاکستان د فتوا غوښتنه رد کړه
رحمت الله نجیب زیاته کړې؛ منځګړو هم له دې غوښتنې ملاتړ وکړ، ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له حساسیتونو پوره خبر نهول.
نن( چارشنبه د لړم یوویشتمه ) په یوه خبري کنفرانس کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال او له پاکستان سره د مذاکره کوونکي پلاوي غړي رحمت الله نجیب ویلي، چې د مذاکراتو په بهیر کې پاکستاني پلاوي له افغان پلاوي وغوښتل؛ یوه داسې فتوا صادره کړي، چې په پاکستان کې روان جنګ پرې غیر عادلانه اعلان شي.
رحمت الله نجیب زیاته کړې؛ منځګړو هم له دې غوښتنې ملاتړ وکړ، ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له حساسیتونو پوره خبر نهول.
هغه دا هم څرګنده کړه: افغان پلاوي په پیل کې دا ومنله، چې فتوا صادرېدی شي؛ خو ټینګار یې وکړ، چې د داسې حکم صادرول د دارالافتاء دنده ده او د دې ادارې هره پرېکړه باید د اسلامي شریعت پر بنسټ وي، نه د شخصي غوښتنو یا بهرنیو فشارونو پر بنسټ.
د رحمت الله نجیب د څرګندونو له مخې؛ ممکن دا وضاحت پاکستاني لوري ته د منلو وړ نهوي؛ خو همدا توپیرونه د دې لامل شول، چې مذاکرات پرته له پایلو پای ته ورسیږي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د څارویو وبا له ۲۱ میلیون ډېر پسونه او وزې وګواښل
دې ادارې ویلي، چې د څارویو طاعون (PPR) یوه ډېره ساري او چټکه لېږدېدونکې ناروغي ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (ایف ای او) خبرداری ورکړی، چې د څارویو وبا ناروغۍ (PPR) په افغانستان کې له ۲۱ میلیون ډېر پسونه او وزې ګواښلي دي.
دې ادارې ویلي، چې د څارویو طاعون (PPR) یوه ډېره ساري او چټکه لېږدېدونکې ناروغي ده.
دې ادارې زیاته کړې؛ د آسیا پراختیایي بانک او بریټانیا د افغانستان د څارویو په ژغورنه کې مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ له دې واکسینو موخه د ناروغۍ د خپرېدنې مخنیوی دی. له ۱۹۹۶ کال راپدېخوا، چې په افغانستان کې د څارویو د وبا ګواښ ته پام راوښتی دی. دا ناروغي اوس هم مالدارۍ ته یو جدي ګواښ دی.
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، د کابو کولو تدابیر یې د خپرېدو مخه نیسي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(ایف ای او) په راپور کې راغلي:« د څارویو واکسین پیل په افغانستان کې د خوړو، سوداګرۍ او ژوند د پايښت لپاره هڅې خوندي ساتي؛ د وزو او پسونو وبا تر ډېره د افغانستان په شمال او ختیځو ولایتونو کې مالداران ځپلي دي.»
د هېواد یو شمېر مالدارانو ويلي، چې په روستیو دوه کلنو کې مالدارن له ګڼو روغتیا يي ستونزو سره مخ کړي او په لسګونو لوی او کوچني څار وي يي د ناڅرګندو نارغیو له کبله مردار کړي دي.
د دوی د څرګندونو له مخې، د دې نارغیو د مخنیوي لپاره د څارویو روغتیایي مرکز اوسهم شتون نلري.
د اقتصادي چارو کار پوهانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې خپور کړی راپور د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت باید په هېواد کې د مالدارۍ د پراختیا او مصونیت لپاره د څارویو روغتیايي مراکزونو ته پراختیا ورکړي.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د څړځایونو له کمېدا او وچکالۍ سره د مالدارۍ وده او پالنه ټکنۍ شوې، چې د ډېرو افغانانو پر ژوند یې ناوړه اغېز کړی دی.
ویل کیږي، چې دا مهال په کلیوالي سیمو کې شاوخوا ۶۸ سلنه خلک مالداران دي مالداري دي او همدا یې د ژوندانه لپاره د ګټې وټې یوازنۍ لار ده.
تازه خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت په اسلامآباد کې رامنځته شوې چاودنه وغندله
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سې شنبې پر ورځ( د لړم شلمه ) د دې برید په اړه د اسلامي امارت خواشینې څرګنده کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په پلازمېنه اسلامآباد کې رامنځته شوې چاودنه او د واڼه د اړوند سیمې پر یوه تعلیمي مرکز برید، چې په کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ټپیان شول؛ غندلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سې شنبې پر ورځ( د لړم شلمه ) د دې برید په اړه د اسلامي امارت خواشینې څرګنده کړې ده.
-
د هوا حالاتو بدلونونه3 days agoافغانستان په برازیل کې د اقلیمي بدلون کنفرانس ته ونهبلل شو
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ هېواد دی
-
تازه خبرونه3 days agoله افغانستان سره د اوربند د ټینګښت لپاره د ترکيې یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي
-
تازه خبرونه4 days agoپه پنجشېر کې پارنده بند ۱۰۰ سلنه بشپړ شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه تېرو ۱۵ ورځو کې له ۱۵۳ زره څخه ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
-
څار4 days agoڅار: د کابل او اسلامآباد ترمنځ د خبرو درېیم پړاو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې
-
سوداگري2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدا سوداګر ۲۰۰ میلیون ډالر زیانمن کړل
