Connect with us

سوداگري

اسلامي امارت د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګرۍ ډاډ څرګند کړ

خپور شوی

د

Last Updated on: کب ۱, ۱۴۰۱

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس ويلي؛ د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد  بهیر به د راتلونکي لمریز لېږدیز کال په وري میاشت کې پیل شي.

دغې ادارې ویلي، چې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ څخه افغان او ایراني پلاوي لیدنه کړې د ه.

د دې رياست په خبرپاڼه کې راغليٍ، چې د غوريان تمځی پر رسمي بڼه ايران ته سپارل شوى، چې خپل تخنيکي دفترونه فعالې او د دې پټلۍ پاتې تخنيکي نيمګړتياوې حل کړي.

په را روان  پسرلي کې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ کرښې له لارې، چې ۶۲ کیلومتره اوږدوالی لري؛ د سوداګریزو مالونو لېږد رالېږد پیل شي.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې رییس بخت الرحمن شرافت ویلي؛ هغه پروژه، چې مونږ پرې کار کوو د خواف – هرات پروژه ده. دا ۶۲ کیلومتره اوږدوالی لري او له ایران سره نښلول شوې، چې انشاالله کار به یې په یوه میاشت کې بشپړ او له ایران څخه به یې د لیږد رالیږد کار پیل شي.

د اوسپنې پټلۍ د ادارې مسوولینو له دې مخکې هم د سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو د زیاتولو لپاره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوسپنې پټلۍ د غزولو هڅې پیل کړې دي. اقتصادي کارپوهان هم په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ فعالیدل په اقتصاد او ترانزیت کې ډېر اړین ګني.

اقتصادي کارپوه سید مسعود ویلي: اوس‌مهال د اوسپنې پټلۍ د مالونو د لېږد او له یوه ځای څخه بل ځای ته د توکو د لېږدولو لومړنۍ وسیله ده او د اوسپنې پټلۍ د اقتصادي ودې لپاره اړینه ده.

د ریل پټلۍ ادارې مسوولینو ويلي، چې د افغانستان او ایران تخینکي ډلو د خواف ـ هرات له پټلۍ لیدنه کړې او د رسمې هوکړې له مخې د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د اوسپنې پټلۍ د تمځي یا ستیشن چارې ایراني لوري ته سپارل شوي، چې د پټلۍ نیمګړې چارې بشپړې کړي.

سوداگري

بنګله دیش د افغانستان د پنبې پېرودلو  ته لېوالتیا وښوده

د دغې اتحادیې تر چتر لاندې کمپنیو تېرکال نږدې ۴۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت صادرات لرل.

Published

on

په بهرنیو چارو وزارت کې د اقتصادي اړیکو رییس شفیع الله اعظم په ایکس پانه کې لیکلي: د بنګله دیش د البسې تولید او صادراتو ټولنې (BGMEA)د افغانستان پنبې (مالوچو) پېرودلو  ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د دغې اتحادیې تر چتر لاندې کمپنیو تېرکال نږدې ۴۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت صادرات لرل.

شفیع الله اعظم زیاته کړې، چې له یادې اتحادیې سره د افغان پنبې د پېر ترڅنګ د ټوکرو په تولیدي برخه کې هم د پانګونې پر میکانیزم بحث او خبرې شوې دي.

ویل کیږي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد پر مشرۍ یوه پلاوي د بنګله‌دېش په ډاکه کې له دېرشم نړۍوال نندارتون د لیدنې لپاره دې هېواد ته سفر کړی دی.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان څه‌باندې ۱۰۰ زره ټنه پنبه نړیوالو بازارونو ته صادره شوې

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو زیاته کړې؛ د افغانستان د پنبې صادراتو نړۍوالو بازارونو ته لار موندلې او دا محصول اوس د پاکستان پر ځای ترکیې، بنګله‌دېش او ایران ته صادرېږي، چې افغان سوداګرو ته یې نوې اقتصادي هیلې راپنځولي دي.

Published

on

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د ۸۶ میلیون ډالرو پر ارزښت ۱۰۴  زره ټنه پنبه نړیوالو بازارونو ته صادره کړې ده.

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو زیاته کړې؛ د افغانستان د پنبې صادراتو نړۍوالو بازارونو ته لار موندلې او دا محصول اوس د پاکستان پر ځای ترکیې، بنګله‌دېش او ایران ته صادرېږي، چې افغان سوداګرو ته یې نوې اقتصادي هیلې راپنځولي دي.

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس غلام یحیی ویلي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدا که څه هم ستونزې رامنځته کړې؛ خو افغان سوداګر یې دې ته اړ کړل، چې بدیل بازارونه ولټوي.

ویل کیږي، چې په هلمند ولایت کې ترټولو ډېره پنبه کرل کېږي.  

Continue Reading

تازه خبرونه

د سوداګرۍ وزارت د مرستیال پر مشرۍ د ملي سوداګرو یو ګډ پلاوي بنګله‌دېش ته سفر وکړ

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خپرې شوې خبرپانې له مخې؛ ټاکل شوې، چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د آسانتیاوو او د ګډو پانګیزو فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې او بحثونه ترسره شي.

Published

on

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د مرستیال احمدالله زاهد پر مشرۍ د ملي سوداګرو ۵ کسیز پلاوي د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خپرې شوې خبرپانې له مخې؛ ټاکل شوې، چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د آسانتیاوو او د ګډو پانګیزو فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې او بحثونه ترسره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا او د ګډو هوکړه‌لیکونو  د لاسلیک پر لارو چارو هر اړخیزې خبرې وشي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ټینګار له مخې؛ دا ډول سفرونه به د هېواد د اقتصادي ودې، د سوداګرۍ د پراختیا او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اړین او اغېزناک رول ولري.

ویل کیږي، چې د یاد سفر موخه د افغانستان د ملي سوداګرو لپاره د نویو بازارونو موندل، د افغانستان د تولیداتو لپاره د صادراتي فرصتونو پراخول او د سیمې پر کچه د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا بلل کېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!