Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت د دوحې په غونډه کې خپل ګډون مشروط کړ ـ حسن کاظمي قُمي

خپور شوی

د

په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازى حسن کاظمي قُمي څرګنده کړې؛ اسلامي امارت په دوحه کې د هېوادونو د استازو د غونډې لپاره خپل ګډون ته دوه "مهم شرطونه" اعلان کړي دي.

نن سهار (چارشنبه د سلواغې پېنځه‌ویشتمه ) حسن کاظمي قُمي په ایکس پاڼه کې پرته له دې، چې د اسلامي امارت شرایط بشپړ وړاندې کړي؛ لیکلي: دا د ګوزارې او یوې منصفانه لارې لپاره د خبرو اترو یو ښه فرصت دی، چې د غونډې په اهدافو کې راغلی؛ څومره جدي دي؟

هغه زیاته کړې: که د سیمې د تماس ډله د نورو پام ځانته راواړوي او د تعامل لار خپله شي له یو باثباته افغانستان سره به مخ شو.

نوموړي د ایران لخوا د سیمې د تماس ډلې جوړېدلو موخه له اسلامي امارت سره همکاري ښودلې ده.

د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه د دوحې د ناستې په اړه د خپلې پرېکړې په اړه څه نه‌دي ویلي.

له دې مخکې اسلامي امارت اعلان کړی و، چې یادې غونډې ته دوی هم بلل شوي؛ خو د ګډون په اړه به یې پرېکړه وکړي.

اسلامي امارت په خپلو ناستو کې د غونډې د اجنډا او جوړښت په اړه بشپړ وضاحت غوښتی دی.

دا غونډه به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټرش پر کوربه‌توب ترسره او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک پر بنسټ به د «افغانستان خپلواکه ارزونه» راپور وړاندیزونه وڅېړل شي.

ټاکل شوې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو دوه‌یمه غونډه د روانې زېږدیزې میاشتې پر اتلسمه او نولسمه په دوحه کې جوړه شي.

تازه خبرونه

تحول: د ډونالډ ټرمپ د اجرائیوي فرمانونو ارزونه

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

رسنۍ د ټولنې بنسټیزه اړتیا ده- ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي د وزارتونو او خپلواکو دولتي بنسټونو د ویاندویانو د وړتیا لوړولو په یوه سیمینار کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د افغانستان د رسنیو پر حیاتي رول ټینګار وکړ.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، رسنۍ د ټولنې بنسټیزه اړتیا ده.

شېرمحمد عباس ستانکزي د وزارتونو او خپلواکو دولتي بنسټونو د ویاندویانو د وړتیا لوړولو په یوه سیمینار کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د افغانستان د رسنیو پر حیاتي رول ټینګار وکړ.

ستانکزي ويلي: «په ننني عصر او پېر کې رسنۍ او وياندويان د ټولنې او هېواد لپاره ستره اړتيا ده او دا سکټور بايد پياوړى شي. ويناوال بايد پياوړي او له هر ډول حالاتو سره د مقابلې توان ولري او د حالاتو د مقابلې لپاره بايد هڅه وکړي، چې د خپل کاري چاپېريال تر څنګ د هېواد او ټولنې په اړه هر هم اړخيز معلومات ولري.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند خبيب غفران هم ويلي: « د دغې غونډې اصلي هدف د اسلامي امارت د مرکزي دفترونو د وياندويانو د ظرفيتونو لوړول او دغه راز معلوماتو او اطلاعاتو ته د لاسرسي څرنګوالى دى.»

له بلې خوا یو شمېر خبریالان او د خبریالانو ملاتړي بنسټونه هم غواړي، چې دوی ته دې معلومات پخپل وخت او هر اړخیز ورکړ شي.

د افغانستان د خبريالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي په دې اړه ويلي: « د ژورناليستانو او رسنيزو بنسټونو دنده ده، چې په دې برخه کې د خبريالانو د ظرفيتونو د لوړولو او د ليک لوست او د رسنيزو اخلاقو او روزنې په برخه کې له رسنيو څخه ملاتړ وکړي؛ خپل بې پرېتوب وساتي او له  نوښت ډک کار ترسره کړي.»

خبريال روح الله دانش څرګنده کړې: " اړتیا ده، چې د افغانستان رسنۍ له ډېر ملاتړه برخمنې شي؛ ځکه دوى نه يوازې د اطلاعاتو په برخه کې، بلکې په ټولنه کې د پوهنې، فرهنګ او فرهنګي ودې د بنسټيزه کولو په برخه کې هم ځانګړى رول لري."

دا په داسې حال کې ده، چې د درې کلونو پر تېرېدو هم خبریالان وايي، چې اطلاعاتو او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي او دا ستونزه بشپړه حل شوې نده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تخار ولایت کې یو چینایي د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو

د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو چارسمبالي محمد اکبر حقاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ( لی ) نومی چینایي تېره شپه (سې‌شنبه د سلواغې دوه‌یمه) د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.

Published

on

د تخار ولایت امنیه قومندانۍ ويلي، چې په تخار ولایت کې یو چینایي د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.

د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو چارسمبالي محمد اکبر حقاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ( لی ) نومی چینایي تېره شپه (سې‌شنبه د سلواغې دوه‌یمه) د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.

محمد اکبر حقاني وايي: "دغه چینایي وګړی له خپل ژباړونکی سره پرته له دې، چې دفتر او د دفتر امنیتي چارواکي خبر کړی؛ پر نامعلوم لوري روان شوي دي. له بده مرغه چینایي وګړی د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی."

هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د نوموړي ژباړونکي ته زیان ندی رسیدلی.

حقاني ويلي، چې پوليسو په دې اړه خپلې لومړنۍ څېړنې پيل کړې دي.

د راپورونو له مخې، چینایي وګړي د سرو زرو په کان کې کار کاوه.

تر اوسه کومې ډلې یا کس د دې پېښې مسوولیت ندی منلی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!