تازه خبرونه
اسلامي امارت د دوحې په غونډه کې خپل ګډون مشروط کړ ـ حسن کاظمي قُمي
په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازى حسن کاظمي قُمي څرګنده کړې؛ اسلامي امارت په دوحه کې د هېوادونو د استازو د غونډې لپاره خپل ګډون ته دوه “مهم شرطونه” اعلان کړي دي.
نن سهار (چارشنبه د سلواغې پېنځهویشتمه ) حسن کاظمي قُمي په ایکس پاڼه کې پرته له دې، چې د اسلامي امارت شرایط بشپړ وړاندې کړي؛ لیکلي: دا د ګوزارې او یوې منصفانه لارې لپاره د خبرو اترو یو ښه فرصت دی، چې د غونډې په اهدافو کې راغلی؛ څومره جدي دي؟
هغه زیاته کړې: که د سیمې د تماس ډله د نورو پام ځانته راواړوي او د تعامل لار خپله شي له یو باثباته افغانستان سره به مخ شو.
نوموړي د ایران لخوا د سیمې د تماس ډلې جوړېدلو موخه له اسلامي امارت سره همکاري ښودلې ده.
د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه د دوحې د ناستې په اړه د خپلې پرېکړې په اړه څه نهدي ویلي.
له دې مخکې اسلامي امارت اعلان کړی و، چې یادې غونډې ته دوی هم بلل شوي؛ خو د ګډون په اړه به یې پرېکړه وکړي.
اسلامي امارت په خپلو ناستو کې د غونډې د اجنډا او جوړښت په اړه بشپړ وضاحت غوښتی دی.
دا غونډه به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټرش پر کوربهتوب ترسره او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک پر بنسټ به د «افغانستان خپلواکه ارزونه» راپور وړاندیزونه وڅېړل شي.
ټاکل شوې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو دوهیمه غونډه د روانې زېږدیزې میاشتې پر اتلسمه او نولسمه په دوحه کې جوړه شي.