تازه خبرونه
اسلامي امارت د سودان په جګړه کې د بندو افغانانو د ژغورلو هڅه پیل کړه
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پرون (یکشنبه د ثوردرېیمه) په خوست ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پر وخت وویل، چې د سودان په کورنۍ جګړه کې ۱۲۰ افغانان بند پاتې دي.
مولوي متقي زیاته کړې؛ نن یې په سودان کې د بندو افغانانو د ژغورنې او رایستلو کار پیل کړی، خو نوموړي پدې اړه نور جزئیات ورنهکړل.
په خرطوم کې د سودان د دوه سیالو وسلهوالو ډلو تر منځ د شخړو له زیاتېدو وروسته یو شمېر هېوادونو پرېکړه وکړه، چې خپل دیپلوماتان او وګړي له دې هېواده راوباسي.
امریکا او بریتانیا د یکشنبې پر ورځ له سودان څخه خپل دیپلوماتان او اتباع وایستل او د نورو وګړیو د ایستلو هڅې یې روانې ساتلي دي.
په سودان کې کورنۍ نښتې له هغې وروسته پیل شوې، چې د سودان د پوځ قومندان عبدالفتاح البرهان د چټک غبرګون ځواکونو د منحلولو اراده اعلان کړه، چې د عمر البشیر د واکمنۍ پر مهال د هغه د ساتنې لپاره جوړه شوې وه.
اسلامي امارت په سودان کې د جګړې له پیلېدو وروسته له ښکېلو اړخونو وغوښتل، چې له کورنۍ جګړې دډه وکړي؛ ځکه، چې په دې جګړه کې نه یوازې هېواد ورانیږي، بلکې کرکه، وحشت او جګړه هم ورسره پراخیږي او پردي ترې ګټه پورته کوي.
د يادونې ده، چې د وري پر ۲۶ / د اپریل پر ۱۵ سهار د سودان په پلازمېنه خرطوم او د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو تر منځ وسلهوالې نښتې پیل شوې دي.