تازه خبرونه
اسلامي امارت د مطبوعاتو پر آزادۍ باور لري – مجاهد
د اسلامي امارت ویاند څرګنده کړې؛ اوسنی نظام د مطبوعاتو پر آزادۍ باور لري او له هغو رسنیو ملاتړ کوي، چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکات کې د ملي ګټو لپاره خپرونې لري او له پروپاګنده ډډه کوي.
ذبیح الله مجاهد دغه څرګندونې نن (یکشنبه د سلواغې ۲۳ ) د لوړو زدهکړو وزارت په دیني او علمي سیمینار کې کړې دي.
ذبیح الله مجاهد وایي: که اسلامي اصول، ملي ګټې په نظر کې ونیسو، له افواهاتو ډډه وکړو او ناسمو تبلیغاتو مخه ونیسو؛ نظام په کلکه د مطبوعاتو او رسنیو پلوي دی او که رسنۍ په همدې چوکات کې فعالیت وکړي، کومه ستونزه به نه وي او ملاتړ یې کیږي او دا هېوادنۍ رسنۍ دي.
مجاهد په ډاګه کړې؛ له اسلامي اصولو سره سم مسوولین مکلف دي، چې د خلکو پوښتنې پر ورین تندې ځواب او د هغوی پر وړاندې له سخت دریځه کار وانخلي.
مجاهد زیاته کړې: د نظام چارواکي دې هم زغم او صبر ولري؛ نیوکې دې پر ورین تندي او صبر واوري. که رښتیا نه وي؛ باید ځواب ورکړي او که رښتیا وي، باید اصلاحاتو رامنځته کړي. دا له نظام سره د ټولنې همکاري ده. کله، چې دا همکاري د رسنیو لخوا راټوله شي؛ مونږ کولی شو یو پرمختللی او باثباته هېواد ولرو.
نوموړي د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې د رسنيو پر بې پریتوب ټينګار وکړ او وايي، چې رسنۍ بايد د دولت او خلکو ترمنځ د پله په توګه کار وکړي، چې پر رسنيو باور زيات شي او واکمنان د خلکو ستونزو ته لاسرسی ومومي.
مجاهد وایي: د رسنیو مسوولیت دا دی، چې د نظام او ولس ترمنځ بې طرفه وي او د هیڅ لوري پر وړاندې دریځ ونهنیسي. کله، چې دوی پر نظام نیوکه کوي یا د نظام په اړه کوم اعتراض یا پوښتنه لري؛ باید له درېیمې زاویې یې راپورته کړي او خپله یې پر وړاندې دریځ ونهنیسي. خپل ځان پخپله هدف ونهګرزوي. کله، چې رسنۍ درېیمګړی شي، نظام هم پر رسنیو باور کوي.
د اسلامي امارت ویاند همداراز ویلي؛ ملي یووالی او له نړۍ سره د اړیکو ټینګول د افغانستان د ملي ګټو برخه ده او مطبوعات اړ دي، چې په هېواد کې ملي یووالی ټینګ کړي؛ کرکې او نفاق ته اجازه ورنکړي.
هغه په ډاګه کړې، چې رسنۍ د نړۍ په هیڅ ځای کې مطلقه آزادي نهلري او د قوانینو تابع دي. افغانستان د اسلامي نظام لرونکی دی او اسلامي نظام هم خپل اخلاقي چوکات لري، چې رسنۍ په کې شاملې دي.
تازه خبرونه
د پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
په سلګونو لارۍ، چې انټي بیوټیک، انسولین، واکسینونه، د زړه درمل او نور تجهیزات په کې دي؛ د تورخم، چمن او نورو بندرونو په ګمرکونو او زیرمو کې بند پاتې دي.
پاکستانيو رسنیو د صنعتي سرچینو د راپور له مخې څرګنده کړې؛ له افغانستان سره د لارو د بندېدا له کبله افغانستان ته د پاکستان د درملو صادرات بشپړ بند شوي، چې له کبله یې د دې صنعت نږدې ۲۰۰ میلیون ډالرو صادرات اوس له بشپړ زیان سره مخ شوي دي.
په سلګونو لارۍ، چې انټي بیوټیک، انسولین، واکسینونه، د زړه درمل او نور تجهیزات په کې دي؛ د تورخم، چمن او نورو بندرونو په ګمرکونو او زیرمو کې بند پاتې دي.
ځینو شرکتونو راپور ورکړی، چې د سلګونو میلیون روپیو ارزښت لرونکي توکي ځنډول شوي دي.
د پاکستان د درملو جوړونکو ټولنې استازو خبرداری ورکړی، چې دې بندېدا افغانستان او نورو سیمو ته صادرات ۱۰۰ سلنه اغېزمن کړي او شرکتونو ته یې نه جبرانېدونکي اقتصادي زیانونه رامنځته کړي دي.
دوی وايي، چې افغانستان د پاکستان ترټولو لوی ځمکنی سوداګریز ملګری دی او منځنۍ آسیا ته د ټرانزیټ یوه مهمه لار هم ګنل کیږي. د دې لارې بندېدا نه یوازې د درملو سوداګري اغېزمنه کړې، بلکې د سیمهییز اتصال پروژه( د پاکستان-ازبکستان-افغانستان اوسپنېپټلۍ ) یې هم له خطر سره مخ کړې ده.
د پاکستان تولیدوونکو له حکومت غوښتنه کړې، چې د بشري دلایلو له مخې د درملو لېږد ته بېړنۍ اجازه ورکړي او اندېښنه څرګندوي؛ د تودوخې له کبله شونې ده، چې حساس درمل؛ واکسینونه او انسولین خراب شي.
تازه خبرونه
د کورنیو چارو وزیر د قزاقستان له ځانګړي استازي سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت ویاند ملپاسوال عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې توکوموف د افغانستان او قزاقستان تر منځ د دوهاړخېزې سوداګرۍ، اړیکو پراخولو او اوسپنېپټلۍ په ګډون مهمو اقتصادي پروژو له پلي کېدا ملاتړ څرګند کړ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ نن ( سېشنبه د لیندۍ اتلسمه) د دې وزارت وزیر سراجالدین حقاني د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره پر دوه اړخیز اړیکو خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ملپاسوال عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې توکوموف د افغانستان او قزاقستان تر منځ د دوهاړخېزې سوداګرۍ، اړیکو پراخولو او اوسپنېپټلۍ په ګډون مهمو اقتصادي پروژو له پلي کېدا ملاتړ څرګند کړ.
توکوموف د پولو د امنیت د پیاوړتیا، د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې او د ترکمنستان له لارې د اوسپنېپټلۍ د جوړولو په برخو کې د همکاریو ډاډ څرګند کړ.
ویل کیږي، چې سراج الدین حقاني د قزاقستان د همکارۍ له هڅو د مننې تر څنګ د دواړو هېوادونو اړیکې وستایلې او دا ډاډ یې څرګند کړ، چې افغانستان د امن، سوداګرۍ او پرمختګ پر لور روان دی او له قزاقستان څخه د ښه نیت او سیمهییزې همکارۍ توقع لري.
تازه خبرونه
چین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
په دې لیدنه کې چینايي ډیپلوماټانو په افغانستان کې د چین پانګهوالو له ستونزو سره د مخ کېدا موضوع وړاندې کړې او د اقتصادي اړیکو د بشپړې ژورتیا غوښتنه یې کړې ده.
د اسلامي امارت د صنعت او تجارت وزیر د چین له سفیر او تجارتي اتاشې سره د چینایي پانګهوالو د ستونزو د حل او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې چینايي ډیپلوماټانو په افغانستان کې د چین پانګهوالو له ستونزو سره د مخ کېدا موضوع وړاندې کړې او د اقتصادي اړیکو د بشپړې ژورتیا غوښتنه یې کړې ده.
نورالدین عزیزي د دېرو آسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې افغانستان له چینایي پانګهوالو سره د همکاریو د پراخولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
په دې لیدنه کې د چینایي پانګهوالو د ستونزو د حل او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر موضوعات بحث شوی دی.
چینايي ډیپلوماټانو هغه ننګونې پر ګوته کړې، چې د چین پانګهوالو پر وړاندې موجودې دي او د اقتصادي اړیکو د پوره پرمختګ غوښتنه یې کړې ده.
نورالدین عزیزي ویلي، چې افغانستان له چینایي پانګهوالو سره د همکاریو د پراخولو لپاره په بشپړه توګه چمتو دی.
د صنعت او تجارت وزارت مسوولانو ویلي، چې دا ناسته به د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره ښه زمینه برابره کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم په هېواد کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د پراخېدا پر اړتیا ټینګار کوي او وایي، چې ټول سکټوري بنسټونه په ځانګړي توګه د صنعت او تجارت وزارت باید په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د ترسره کوونکو ستونزو ته لومړیتوب ورکړي.
د خصوصي سکټور غړي زیاتوي؛ هر څومره، چې د پانګونې د جذب بهیر پراخ شي؛ همغومره به د اقتصادي ستونزو د کمېدا زمینه برابره شي.
-
تازه خبرونه2 days agoاروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو دفاعي مسوولیت پر غاړه واخلي – امریکا
-
تازه خبرونه3 days agoپر سپین بولډک د پاکستان پوځیانو په برید کې د مرګ او ژوبلې شمېر ۱۰ کسانو ته لوړ شو
-
سوداگري1 day agoد پاکستان د مالټې صادرات له بېساري کمښت سره مخ شول
-
تازه خبرونه1 day agoچین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
-
توسعه4 days agoتوسعه: له پاکستان سره د سوداګرۍ لپاره د کابل شرطونه
-
تازه خبرونه1 day agoله نادولتي ښکېلو خواوو سره سیاسي تعامل اړین دی
-
تازه خبرونه2 days agoپه سيمهييزه نښلېدا کې د افغانستان پر ځانګړي رول د نړۍ تازه ټینګار څرګند شو
-
تازه خبرونه2 days agoد م.م په دفترونو کې پر افغان ښځو کاري بندیز روان پاتې دی
