Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې کمیسیون رامنځته کړ

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شنبې پر ورځ ویلي، چې د مسکراتو او نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمیسیون له جوړېدو څخه موخه په هېواد کې کروندګرو ته بدیل کښت او روږدو کسانو ته د درملنې لارې چارې لټول دي.

خپور شوی

د

د ریاست الوزراء سياسي مرستيالۍ د مسکراتو او نشه‌يي توكو پر وړاندې د مبارزې عالي كمیسیون له جوړولو خبر وركړ.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شنبې پر ورځ ویلي، چې د مسکراتو او نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمیسیون له جوړېدو څخه موخه په هېواد کې کروندګرو ته بدیل کښت او روږدو کسانو ته د درملنې لارې چارې لټول دي.

په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق اخوند ټینګار کړی، چې د کوکنارو ټولې کروندې له منځه وړل شوي او د نشه‌یي توکو په قاچاق کې ښکېل یو زیات شمېر کسان نیول شوي هم دي.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې بریالۍ هڅې تر سره کړي او نړیوالې ټولنې هم دغه بریا منلې ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ تېر کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کموالی موندلی دی.

ویل کیږي، چې د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې یو هدف هم د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه او کروندګرو ته د بدیل کښت برابرول دي.

اړوند خبرونه:

په افغانستان کې مو له ۵۴ زره څخه د ډېرو روږدو کسانو درملنه کړې

روسيې له نشه يي توکو سره د اسلامي امارت له مبارزې ستاينه وکړه

تازه خبرونه

مونږ باید د نظام د پیاوړتیا او خلکو ته د خدمت مسوول وو

د سې‌شنبې پر ورځ( د مرغومي دېرشمه ) د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي پر مشرۍ په دې وزارت کې د اداري او مسلکي مرستیالانو، مرکزي رییسانو، آمرینو او د وزارت نورو کارکوونکو په ګډون یوه ناسته ترسره شوې ده.

Published

on

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې ټینګار کړی، چې زمونږ هر کارکوونکی او مسوول دې خلکو ته د خدمت او د نظام د پیاوړتیا پر نیت کار وکړي.

د سې‌شنبې پر ورځ( د مرغومي دېرشمه ) د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي پر مشرۍ په دې وزارت کې د اداري او مسلکي مرستیالانو، مرکزي رییسانو، آمرینو او د وزارت نورو کارکوونکو په ګډون یوه ناسته ترسره شوې ده.

په دې ناسته کې د عدلیې وزیر ویلي؛ په نظام کې د مسوولانو تر ټولو اړینه ځانګړتیا تقوا لرل دي؛ ځکه متقي شخص قانع وي او د الله تعالی د رضا لپاره خدمت کوي؛ نه د مادياتو او مادي امتیازاتو لپاره.

هغه دا هم څرګنده کړې؛ اسلامي نظام باید د هر کارکوونکي او مسوول لپاره د خدمت ذریعه وي او د یوې سوداګرۍ په څېر باید ونه‌ګڼل شي.

نوموړي زیاته کړې: د عدلیې وزارت ټول کارکوونکي دې د صداقت، دیانتدارۍ او امانتدارۍ له مخې کار کوي؛ د بیت‌المال ساتندوی دې وي، د نظام د پیاوړتیا لپاره ورته کار اړین دی او د نظام د حیثیت ساتنه یې باید لومړیتوب وي.

ویل کیږي، چې په عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په کميسیون کې یې د مسوولیت د پرمخ وړلو موخه یوازې د نظام پیاوړتیا او د شریعت تطبیق دی؛ ځکه، چې د دې لپاره مو کلونه قربانۍ ورکړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۹ ورځو وروسته د پاکستان واردېدونکي درمل نور نه محصولیږي

دغه راز له پاکستان څخه هېواد ته د درملو ټولو واردوونکو سوداګرو ته خبر ورکړ شوی، چې تر راتلونکو  ۱۹ ورځو پورې دې خپلې اړوند سوداګریزې معاملې تصفیه کړي.

Published

on

د اسلامي امارت اقتصادي مرستیالۍ ماليې وزارت ته سپارښتنه کړې، چې  د هېواد په ټولو ګمرکونو کې دې له (۲۱ /۸ / ۱۴۴۷ / د سلواغې شلمه ) نېټې وروسته له پاکستان څخه راواردېدونکي درمل نه محصوليږي

دغه راز له پاکستان څخه هېواد ته د درملو ټولو واردوونکو سوداګرو ته خبر ورکړ شوی، چې تر راتلونکو  ۱۹ ورځو پورې دې خپلې اړوند سوداګریزې معاملې تصفیه کړي.

مالیې وزارت له دې مخکې سوداګرو ته خبر ورکړی و، چې یوازې تر درې میاشتو په ګمرکونو کې پاکستاني درمل محصولیږي. 

د یادونې ده، چې اوس له یادو درې میاشتو څخه ۱۹ ورځې پاتې دي، چې له پوره کېدو سره سم به د سوداګرو درمل نور نه محصولیږي. 

Continue Reading

تازه خبرونه

د درندې واورې له کبله د سالنګ لویه لار وتړل شوه

د حق‌شناس د څرګندونو له مخې؛ دغه پرېکړه د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره رامنځته شوې ده.

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس څرګنده کړې، چې د درندې واورې، توپان او غبار له کبله د سالنګ لویه لار نن سهار ۵ بجې د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.

د حق‌شناس د څرګندونو له مخې؛ دغه پرېکړه د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره رامنځته شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي بشپړ چمتووالی لري او د هوا د ښه کېدا او د توپان له کمېدا سره سم به د واورو پاکولو چارې پیل او دا لویه لار به د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!