تازه خبرونه
اسلامي امارت د نورو د خوشالولو لپاره له اسلامي مقدساتو نه تیریږي
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت د اسلامي نظام د ټینګښت ترڅنګ د سیاست او اقتصاد په ډګر کې د افغانستان د عزت او وقار لپاره هم کار کوي او له نړۍ سره د مثبت تعامل د ساتلو تر څنګ په بېلابېلو هېوادونو کې ۴۰ رسمي استازي لري.
د رییس الوزرا سیاسي مرستيال د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو پوهنځي له استادانو او د افغانستان پېژندنې د ماسټرۍ پروګرام زدهکړیالانو ته د خبرو پر مهال ویلي: اسلامي امارت له ګاونډ هېوادونو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي؛ خو هېڅکله پر اسلامي اصولو جوړجاړی ته جمتو ندی او نه هم د نورو د خوشالولو لپاره اسلامي شعایر تر پښو لاندې کوي.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت د اسلامي نظام د ټینګښت ترڅنګ د سیاست او اقتصاد په ډګر کې د افغانستان د عزت او وقار لپاره هم کار کوي او له نړۍ سره د مثبت تعامل د ساتلو تر څنګ په بېلابېلو هېوادونو کې ۴۰ رسمي استازي لري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې اسلامي امارت له ګاونډ هېوادونو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي، خو هیڅکله د اسلام پر اصولو جوړجاړی ته تیار ندی او نه هم د نورو د خوښۍ لپاره اسلامي شعایرتر پښو لاندې کوي.
د رییس الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت د هیچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نکوي او دغه راز هیچا ته هم د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورکوي.
د اسلامي امارت مسوولانو له استادانو او زدهکړیالانو وغوښتل، چې د علمي څېړنو او کنفرانسونو له لارې نړۍ ته د افغانستان رښتیني انځور وړاندې کړي.
د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو استاد فیض ځلاند په مسلکي برخو کې د ځوانو کدرونو د ګمارلو غوښتنه وکړه.
د ټولنیزو علومو په پوهنځي کې د افغانستان پېژندنې په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام تازه پیل شوی او د فراغت لومړۍ دوره یې ټولنې ته وړاندې کړه.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د خپل مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د مجاهد د څرګندونو له مخې، د خبرو په پخوانۍ غونډه کې د اوربند د غځولو او د تېري پر مخنیوي هم هوکړه شوې وه.
تازه خبرونه
د کندهار په سپین بولډک کې د پاکستانيو پوځیانو په برید کې دوه کسان “شهیدان” شول
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.
د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ پر وردک او سیټ کلیو د پاکستانيو پوځیانو د هاوان په ډزو کې یوه ښځه او یو سړی “شهیدان” شول او دوه نور ټپیان دي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.
سرچینو آریانا نیوز ته زیاته کړې: د پاکستان پوځي رژیم نن یو ځل بیا د کندهار ولایت په “وېش” سیمه کې پر ملکي وګړو برید کړی؛ خو اوس شخړه مهار شوې ده.
دا پېښه نن (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه) شاوخوا پېنځه بجې هغه وخت رامنځته شوه، چې پاکستان پرفرضي کرښه پرتو افغان ځواکونو د سپکو او درندو وسلو ډزې وکړې.
دغه راز ځایي اوسېدونکو ویلي، چې د پاکستان توغول شويو هاوانونو ان د سپین بولډک ولسوالۍ سوداګریز بازارونه پر نښه کړي او له همدې کبله ګڼشمېر خلک له بازارونو وتلي او خوندي ځایونو ته پناه وړي.
د سیمې اوسیدونکو زیاته کړې؛ برید په خلکو کې وېره رامنځته کړې ده.
ویل کیږي، چې امنیتي چارواکو د جګړې د درېدو ډاډ ورکړی او افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې له هر ډول یرغل سره د مقابلې لپاره چمتو دي.
تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوهیمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هیله ښودلې، چې افغانستان او پاکستان دې خپلې روانې ستونزې سولهییزې حل کړي.
دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوهیمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.
د پاکستان د ولسمشرۍ لهخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د قطر امیر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو ته په نغوته کې ویلي؛ هغه هیله لري، چې پاکستان او افغانستان به وروستۍ ننګونې له منځه یوسي.
قطر د کابل او اسلامآباد ترمنځ په خبرو اترو کې اړین رول لوبولي او د دواړو لوریو ترمنځ یې پر منځګړیتوب د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.
ویل کیږي، چې د قطر له امیر سره په کتنه کې د پاکستان ولسمشر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې رول هم وستایه.
-
تازه خبرونه5 days agoولې افغانستان زلزلو ته ډېر مناسب دی؟
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان په شمال کې زلزلې بشري وضعیت اغېزمن کړی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
-
تازه خبرونه3 days agoله هیلو سره د استانبول غونډې ته ځو – د پاکستان بهرنیو چارو وزیر
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا دې له اسرائیلو ملاتړ پای ته ورسوي او له منځني ختیځ څخه دې ووځي
-
تازه خبرونه3 days agoد کانونو په پروژو کې د کورنیو سرچینو د کارولو په اړه د پالیسۍ مسوده د تصویب لپاره وارزول شوه
-
تازه خبرونه5 days agoپه بلخ او سمنګان کې زلزلې له ۵۰۰ څخه زیات کسان شهیدان او ټپیان کړل
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان پر افغانستان د امریکا د بریدونو لپاره د خپلې خاورې کارول رد کړل
