تازه خبرونه

اسلامي امارت د نورو د خوشالولو لپاره له اسلامي مقدساتو نه تیریږي

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت د اسلامي نظام د ټینګښت ترڅنګ د سیاست او اقتصاد په ډګر کې د افغانستان د عزت او وقار لپاره هم کار کوي او له نړۍ سره د مثبت تعامل د ساتلو تر څنګ په بېلابېلو هېوادونو کې ۴۰ رسمي استازي لري.

Published

on

د رییس الوزرا سیاسي مرستيال د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو پوهنځي له استادانو او د افغانستان پېژندنې د ماسټرۍ پروګرام زده‌کړیالانو ته د خبرو پر مهال ویلي: اسلامي امارت له ګاونډ هېوادونو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي؛ خو هېڅکله پر اسلامي اصولو جوړجاړی ته جمتو ندی او نه هم د نورو د خوشالولو لپاره  اسلامي شعایر تر پښو لاندې کوي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت د اسلامي نظام د ټینګښت ترڅنګ د سیاست او اقتصاد په ډګر کې د افغانستان د عزت او وقار لپاره هم کار کوي او له نړۍ سره د مثبت تعامل د ساتلو تر څنګ په بېلابېلو هېوادونو کې ۴۰ رسمي استازي لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې اسلامي امارت له ګاونډ هېوادونو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي، خو هیڅکله د اسلام پر  اصولو جوړجاړی ته تیار ندی او نه هم د نورو د خوښۍ لپاره اسلامي شعایرتر پښو لاندې کوي.

د رییس الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت د هیچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نکوي او دغه راز هیچا ته هم د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورکوي.

د اسلامي امارت مسوولانو له استادانو او زده‌کړیالانو وغوښتل، چې د علمي څېړنو او کنفرانسونو له لارې نړۍ ته د افغانستان رښتیني انځور وړاندې کړي.

د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو استاد فیض ځلاند په مسلکي برخو کې د ځوانو کدرونو د ګمارلو غوښتنه وکړه.

د ټولنیزو علومو په پوهنځي کې د افغانستان پېژندنې په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام تازه پیل شوی او د فراغت لومړۍ دوره یې ټولنې ته وړاندې کړه.

Trending

Exit mobile version