تازه خبرونه

اسلامي امارت د پاکستانیو طالبانو د بې وسلې کولو لپاره له اسلام‌آباده د پیسو غوښتنه رد کړه

Published

on

Last Updated on: کب ۸, ۱۴۰۱

پاکستانیو رسنیو ادعا کړې، چې  اسلامي امارت د پاکستانیو طالبانو د بې وسلې کولو په بدل کې له اسلام‌آباده پیسې غوښتې دي؛ خو اسلامي امارت دا راپور بې بنسټه بولي.

پاکستانۍ رسنۍ اکسپرس تریبون اسلامي امارت تورن کړی، چې د پاکستان له لوړ رتبه پوځي او امنتي چارواکو څخه یې تېره اوونۍ کابل ته په سفر کې د پاکستانيو طالبانو د بې وسلې کولو لپاره د پیسو وړاندیز کړی؛ خو اسلامي امارت د پاکستانیو رسنیو دغه ادعا رد او بې بنسټه بولي.

د اسلامي امارت ویاند وايي، د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد لپاره ګواښ ندی او د هیڅ  هېواد پر ضد نه‌کارول کیږي او د هېواد د امنیت لپاره بهرنیو پیسو ته اړتیا نلري.

   د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: هغه څه، چې ډېر روښانه دي؛ دا دي، چې مونږ پخپله د افغانستان خاوره د بل هېواد په ځانګړي توګه د ګاونډیانو پر ضد د کارولو اجازه نه ورکوو. په دې لار کې خپل ټول توان او وس کاروو او ان شاءالله زمونږ خپلې هڅې به کافي وي؛ د پیسو غوښتنه رښتیا نده.

د اکسپرس تریبون په را پور کې راغلي، د پاکستاني طالبانو تحریک او د هغو پټنځي د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د بحث له اړینو وضوعاتو څخه ول. په سلام‌آباد کې هم باور دادی، چې له دې پرته بله موضوع په منځ کې نشته.

د نظامي چارو کارپوهان هم د پاکستانیو رسنیو دغه ډول څرګندونې بې منطقه بولي او څرګندوي، چې اسلامي امارت بار بار د افغانستان په خاوره کې د پاکستانیو طالبانو حضور رد کړی. اوس څنګه کیدی شي، چې د دغې ډلې د بې وسلې کولو لپاره د پیسو وړاندیز وکړي.

پوځي شنونکي صادق شنیواري ویلي؛ په افغانستان کې د تي تي پي د ډلې د له منځه وړلو لپاره له پاکستان څخه د پیسو غوښتنه نده شوې او نه توجیه لري. که داسې کوم وړاندیز شوی وي؛ د افغانستان د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي باید پدې اړه ځواب ورکوونکي وي.

د  کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ پاکستاني چارواکي غواړي، چې نړۍ ته د افغانستان د ناامنۍ تصویر وړاندې کړي او دغه موضوع د کابل لپاره د منلو وړ نده.

په دې وروستیو کې د کابل او اسلام‌آباد اړیکې کمرنګه شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان دفاع وزیر او د دغه هېواد د پوځ د اطلاعاتو رییس تېره اوونۍ کابل ته راغلي وه او د اسلامي امارت له لوړپوړیو سیاسي او پوځي چارواکو سره یې خبرې اترې کړي.

Trending

Exit mobile version