سوداگري
اسلامي امارت د پخوانيو چارواکو په استوګنځیو کې له ۱۲ میلیون ډېر ساتل شوي ډالر ضبط کړل
د افغانستان بانک په ډاګه کړې، چې اسلامي امارت د دغه هېواد د پخواني حکومت د یو شمېر چارواکو له استوګنځيو څخه ۱۲ میلیونه ۳۶۸ زره ۲۴۶ ډالر ترلاسه کړي دي.
د افغانستان بانک پرون(چارشنبه د وږي ۲۴ د سپټمبر ۱۵) په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې تر لاسه شوې دغه پیسې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو لخوا د افغانستان بانک ته سپارل شوې دي.
د افغانستان بانک دا هم ویلي، چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د سرو زرو او پیسو ډېره برخه د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له استوګنځي ترلاسه او ضبط شوې دي.
د افغانستان بانک د اسلامي امارت د چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې تر دې دمه روښانه نده، چې د پخواني حکومت چارواکو دا پیسې او د سرو زرو خښتې په خپلو استوګنځیو کې د کومې موخې لپاره او ولې ساتلې وې.
سرچینې په تېر حکومت کې د نورو چارواکو نومونه ندي اخیستي او دا هم روښانه نده، چې څومره ډالر او د سرو زرو څو خښتې د امرالله صالح له استوګنځي ترلاسه شوې دي؛ خو څو ورځې مخکې په خواله رسنیو کې د دوه بېلابېلې ویډیوګانو د ادعا له مخې،ویل شوي: اسلامي امارت په پنجشېر کې د ولسمشر د پخواني مرستیال امرالله صالح له استوګنځي څخه ۶.۵ میلیون ډالر، د سرو زرو ۱۸ خښتې او د وسلو یوه زیرمه ترلاسه کړي.
دا نوی پرمختګ په داسې وخت کې په ډاګه شوی، چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران په اړه د خلکو اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي. دمګړۍ د افغانیو او ډالرو لږوالی په افغانستان کې د اقتصادي ننګونو یوه برخه ګڼل کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوال بانک، د پیسو نړیوال وجهي صندوق ( آی ام اف) او د امریکا مرکزي بانک له تېرو څو اوونیو راپدیخوا د اسلامي امارت په حکومتي جوړښت کې د رڼښت د نشتوالي له کبله د افغانستان شتمني او نړیوالو مرستو ته لاسرسی بند او کنګل کړی دی.
