سوداگري
اسلامي امارت د چين له يوه کمربند او يوې لارې له طرحې سره رسمي يو ځای کېدل غواړي – عزيزي
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي ویلي، اسلامي امارت غواړي، چې په رسمي بڼه د چین له یوه کمربند او یوې لارې له طرحې سره یوځای شي.
نورالدین عزیزي د پنجشنبې پر ورځ( د تلې ۲۸ ) له رویترز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې اسلامي امارت غواړي په رسمي بڼه د چین د ولسمشر شي جینپینګ د یوه کمربند او یوې لارې له بنستیزې پروژې سره یوځای شي او د خبرو لپاره یوه تخنیکي ډله بیجینګ ته واستوي.
عزیزي زیاته کړې: مونږ له چین څخه غوښتنه وکړه؛ مونږ ته دې اجازه راکړي، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز او د یوه کمربند او یوې لارې په نوښت کې برخه واخلو او همدا نن یې مونږ پر تخنیکي مسایلو خبرې کوو.
هغه ویلي، چین په ټوله نړۍ کې پانګونه کوي او باید په افغانستان کې هم پانګونه وکړي.
هغه وایي: مونږ هر هغه څه لرو، چې دوی ورته اړتیا لري؛ لکه لیتیم، مس او اوسپنه. افغانستان اوس تر بل هر وخت پانګونې ته چمتو دی.
په چین کې د یوه کمربند او یوې لارې نوښت غونډه نن پای ته ورسېده.
په دې غونډه کې د اسلامي امارت په ګډون د ۱۴۰ هېوادونو استازیو ګډون کړی و.