تازه خبرونه

اسلامي امارت د کوکنارو د کښت په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نشه‌یي توکي یوه ویجاړونکې پدېده ده او د اسلام له نظره یې اسلامي امارت د حرام حکم کړی او له دې پدېدې سره مبارزه یې کاري لومړیتوب دی.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۷, ۱۴۰۳

د افغانستان کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر د خپور شوی راپور په غبرګون کې ویلي؛ اسلامي امارت د ملګرو ملتونو هغه سروې او ادعا، چې سږکال په افغانستان کې د تریاکو کښت د ۲۰۲۳ ز.کال پر پرتله ۱۰ سلنه زیات شوی؛ بشپړ ردوي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چارشنبې پر ورځ( د لړم شپاړلسمه ) دغه راپور له حقیقته لرې وباله.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نشه‌یي توکي یوه ویجاړونکې پدېده ده او د اسلام له نظره یې اسلامي امارت د حرام حکم کړی او له دې پدېدې سره مبارزه یې کاري لومړیتوب دی.

Trending

Exit mobile version