تازه خبرونه
اسلامي امارت له ازبکستان سره تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
په دې وروستیو کې افغانستان او ازبکستان د ( ۲ ) اعشاریه ( ۵ ) میلیارډ ډالرو پر ارزښت ۳۵ تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ويلي، چې د اسلامي امارت او ازبکستان ترمنځ په لاسلیک شویو تړونونو کې ۵ یې د کانونو په برخه کې دي، چې ټولیز ارزښت یې (۱) اعشاریه ( ۱۵ ) میلیارډ ډالرو ته رسیږي.
په دې وروستیو کې افغانستان او ازبکستان د ( ۲ ) اعشاریه ( ۵ ) میلیارډ ډالرو پر ارزښت ۳۵ تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د کانونو په تړونونو کې د افغان تاجک د نفتي ساحې د هایډروکاربن د کان سروې، د زابل ولایت د کندلان په سیمه کې د مس او سرو زرو د کان جیولوژیکي سروې، د فارياب ولایت په طوطي سیمه د ګازو او تېلو د زیرمو جیوفزیکي او جیولوژیکي سروې، په فاریاب ولایت کې د ۱۲۰ ميګاواټ ګازي برښنا توليد او د باميان ولايت د هیش په سيمه کې د اوسپنې کان جيولوجيکي سروې رانغاړي.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې له بل هر وخت په ښه حالت کې دي او کله، چې دغه تړونونه او هوکړه لیکونه عملي شي؛ د دواړو هېوادونو پر اقتصادي وده به ښه اغېز ولري.
نور اړوند خبرونه:
په کابل کې د ازبکستان د محصولاتو نندارتون پرانیستل شو
