تازه خبرونه
اسلامي امارت له افغان رسنیو سره د مالي ملاتړ هڅې پیل کړې
د اسلامي امارت څرګنده کړی؛ دولت له هغو رسنیو سره، چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې خپل فعالیت درولی د مالي همکارو په لټه کې دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي؛ دولت له هغو رسنیو سره، چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې خپلې هڅې درولی، همکاري کوي.
د مجاهد په دې اړه د بهرنیو مرستو د راجلبولو هڅې پیل کړي او وایي، چې دولت په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ژمنې هم ترلاسه کړي دي.
سربېره پر دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم هیله څرګنده کړې، چې راتلونکی کال به په هېواد کې د کارونو او د بیارغونې د پیل کال وي او ځینو خصوصي رسنیو ته به د سوداګریزو اعلانونو زمینه هم برابره شي.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي ټولنې د رسنیو برخې مسوول مسرور لطفي له دولت او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د افغانستان له رسنیزې برخې سره مرسته وکړي، څو دا لاسته راوړنه خوندي پاتې شي.
یوشمېر خبریالان بیا پر رسنیو د لګېدلیو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کوي او له اسلامي امارته غواړي، چې د امکان تر حده رسنیو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
خبریال امیر حسین عطریان وایي؛ د اسلامي امارت له ملاتړ پرته مرستندویه بنستونه له رسنیو سره مرستې نکوي او یا خپلې مرستې حکومت ته نه سپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې پر کابل د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د رسنیو ډېريو کارکوونکیو د اقتصادي ستونزو له کبله خپلې دندې له لاسه ورکړي او په وروستیو دوه اوونیو کې دوه راډیوي شبکو هم خپل فعالیت درولی دی.
