تازه خبرونه
اسلامي امارت له رسنیو څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
د افغانستان اسلامي امارت د چارشنبې پر ورځ ( د غویی ۱۳) د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې پر مناسبت اعلان وکړ، چې د رسنیو ملاتړ کوي او د رسنیو لپاره یې ارزښتناکه ګڼي.
د غوایی دیارلسمه / د مې درېیمه نېټه د مطبوعاتو د آزادۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په ۱۹۹۳ ز. کال کې د ملګرو ملتونو د فرهنګي ټولنې یونسکو پر وړاندیز او د عمومي اسامبلې پر تائيد د مې درېیمه د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په توګه ومنل شوه.
په کابل کې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنیو ملاتړو بنسټونو هم د دې ورځې پر یاد غونډې جوړې کړې.
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، نن د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ ده او مونږ یې د رسنیو لپاره ارزښتناکه ګڼو.
هغه په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې: رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي اصولو په رڼا کې د عامه ذهنیت د روښانولو او د خلکو او رژیم ترمنځ د منځګړتوب په لاره کې خپل ځانګړی ځای نیولی شي.
بلال کریمي دغه راز زیاته کړې، اسلامي امارت له ژمنو رسنیو ملاتړ کوي او په رسنیز ډګر کې د لا زیاتې ژمنتیا او غوره هڅو غوښتنه کوي.
د افغانستان د آزادو خبریالانو د ملي اتحادیې چارواکي د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې پر مناسبت وايي؛ په تېر کال کې د خبریالانو پر وړاندې د امنیتي چارواکو لخوا د تاوتریخوالي پر ډېر شمېر پېښې ثبت کړې دي او په تېر کال کې د اقتصادي ستونزو له کبله لس رسنۍ تړل شوي دي.
یو شمېر خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو شکایت کوي او وايي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیته او د رسنیو د سرغړونې کمیتې باید سمې فعالې شي.
د افغانستان د آزادو خبريالانو د ملي اتحاديې رییس حجت الله مجددي وايي، چې په تېر کال کې یې د امنیتي مسوولینو لخوا له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ١٢٣ قضيې ثبت کړي او په همدې موده کې لس رسنیو د اقتصادي ستونزو له کبله دروازې تړلې دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې د رسنیو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په غونډه کې ویلي، چې خبریالان اوس هم اطلا عاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې لري.
دوی وايي، چې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ لپاره باید ډېر وکار شي.
یو شمېر پوهانو او خبریالانو په اوسني وضعیت کې د افغان خبریالانو د کار ستاینه کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند عبدالمتین قانع ويلي، د رسنیو د سرغړونې کمیسیون خپل فعالیت پیل کړی او وزارت هڅه کوي، چې دغه کمیسیون نور هم پیاوړی کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ ز. کال له بدلون وروسته شاوخوا ۲۲۵ رسنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله بندې شوي او د رسنیو له ۱۲۰۰۰ کارکوونکیو څخه ۱۰۰۰ یې له افغانستان څخه وتلي او د ښځو په ګډون ۷۰۰۰ نورو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
تازه خبرونه
د ځانګړو اقتصادي کړیو( زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید شو
دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( چارشنبه د لړم شلمه) په ټول هېواد کې د ځانګړو اقتصادي کړیو(زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید کړ.
دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.
د پلان له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به له اړوند وزارتونو او ادارو سره پر همغږۍ د دغو زونونو لپاره اړینې ځمکې مشخصې کړي، د اړوند سکټورونو فعالیتونه او اړین چوپړونه به وپېژني او د پانګونې زمینه به برابره کړي.
د ځانګړو اقتصادي زونونو له جوړېدا موخه د نوې پانګونې جذب، د صادراتو او وارداتو ترمنځ د نسبي توازن رامنځته کول او د تولیدي فعالیتونو پراختیا ده.
تازه خبرونه
د روسیې اقتصادي مرستیال د یو پلاوی پر مشرۍ کابل ته راځي
د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روسیې یو لوړپوړی پلاوی به د پنجشنبې پر ورځ( د لړم یوویشتمه) کابل ته راشي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو د اړوند اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د روسیې د لوړپوړي پلاوي دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.
تر اوسه د روسي پلاوي د سفر د اجنډا او له افغان چارواکو سره د لیدنو د جزئیاتو په اړه رسمي معلومات خپاره شوي نهدي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې
په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.
په کویټ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي محمد شفیق خطیب د دې هېواد د بندیانو چارو ادارې له چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په کویټ کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
سفارت تر اوسه د دغو خبرو د جزئیاتو او پایلو په اړه نور معلومات خپاره کړي نهدي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
-
تازه خبرونه3 days agoپه تېرو پنځه کلونو کې ۲۰ قوانین او لسګونه تقنیني سندونه خپاره شوي- عدلیې وزارت
-
تازه خبرونه4 days agoآلمان له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي مرستو پر تعامل ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days agoد امریکا لومړني منتخب مسلمان سناتور له پاکستان سره پر مرستو د بیاکتنې غوښتنه وکړه
-
سوداگري3 days agoد بهرنۍ پانګونې د جذب پالیسي تائید شوه
-
تازه خبرونه2 days agoګوترش اقلیمي بدلونونه د بشریت د بقا لپاره جدي ګواښ وباله
-
تحول4 days agoتحول: د افغان استازي په شتون کې د شانګهای پلس امنیتي غونډه
-
لوبی4 days agoافغانستان د لومړۍ ټسټ لوبې د درېیمې ورځې په پای کې له زیمبابوې څخه د ۱۰۲ منډو پر توپیر شاته پاتې شو
