تازه خبرونه

اسلامي امارت له روسیې څخه د رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۲)

د رییس الوزراء سیاسي مرستیال له روسیې غوښتي، چې پر دیپلوماتیکو اړیکو دې بسنه نه‌کوي او له خپلو متحدینو سره دې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.

د ریاست الوزرا د رسنیو دفتر د يكشنبې پر ورځ ( د وري ۲۷ / د روژې مبارکې ۲۵ ) په ډاګه کړې: د ریاست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير د روسيې د مسلمانانو پر استازيتوب له يوه راغلي پلاوي سره، چې مشري يې د روسيې د نړیوالو جوماتونو مشر لري؛ د سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير سره وکتل.

په دې اعلاميه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د روسيې د جوماتونو نړيوال مسوول مولوي احمد مکميدوويچ د اسلامي امارت له حاکميت څخه خوښي څرګنده کړه.

احمد مکميدوويچ وويل، افغانستان ته یې د راتګ موخه د دواړو هېوادونو د اړيکو پراختيا ده.

په دې کتنه کې د روسيې د نړيوال اسلامي فرهنګ مرستيال ګادجیوف محمد حاجي عمروويچ او د روسيې د اسلامي بنسټ عمومي امام او د روسيې د اسلامي ثقافت د نړيوالې ټولنې مرستيال محمد بشير مکميدوويچ د دغه پلاوي غړیو په افغانستان کې له څلویښت کلنې جګړې وروسته له سراسري امنیت خوندي کولو او پاتې شوې آبادۍ خوښ شول.

مولوي عبدالکبیر ویلي: مونږ تمه لرو، چې افغانستان ته ستاسې راتګ به د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لامل شي.

مولوي عبدالکبیر همداراز ویلي؛ اسلامي امارت روسیې ته ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کیږي او نه به یې د کارولو اجازه چاته ورکړي.

Trending

Exit mobile version