تازه خبرونه

اسلامي امارت له لوی امتحان سره مخ دی – ملا هبة الله اخوندزاده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۰, ۱۴۰۰)

په کندهار کې سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د افغانستان اسلامي امارت د عالی شورا مشر ملا هبة الله اخوندزاده د لومړي ځل لپاره د کندهار د یوې مدرسې غونډه کې ګډون او خبرې وکړې.

په کندهار کې سرچينې وايي، د مراسمو پر مهال سخت امنيتي تدابير نيول شوي وه، چې تر دې دمه یې وینا هم انځوریزه شوې نده.

د افغانستان اسلامي امارت د عالی شورا مشر ملا هبة الله اخوندزاده د واک له بیا خپلولو وروسته د لومړي ځل لپاره په کندهار کې راڅرګند شو او په یوه مدرسه کې یې لنډه وینا وکړه.

د طالبانو د مشر د شتون انځور او ویډیو تر اوسه نده خپره شوې، په لس دقیقه یي آډیو ټیپ کې یې د اسلامي امارت او د اسلامي شریعت د پلي کېدو لپاره یې دعاوې کړې دي.

د عالی شورا مشر په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت له لوی امتحان سره مخ دی.

ملا هبة الله اخوندزاده زیاته کړې؛ الله پاک دې د افغانستان مظلومو خلکو ته اجر ورکړي، چې شل کاله له کفارو او ظالمانو سره وجنګېدل. زما قصد دغلته تاسې ته دعا ده او تاسې ماته دعا وکړئ. راځئ دعا وکړو، چې له دې سترې آزموینې په بریالیتوب را ووځو.

د اسلامي امارت دوه یم مرستیال ويلي، چې ملا هبة الله په هېواد کې دننه دی او د هېواد د بېلابېلو برخو له استازیو سره ناستې لري.

نوموړی زاتوي: امیرالمؤمنین شیخ ملا هبة الله حفظه الله د اسلامي امارت مشر دی؛ هغه حق لري، چې په هره غونډه کې ګډون وکړي او د افغانانو دردونه واوري او پیغام یې هم دا دی، چې د افغانستان خلک په سوله کې ژوند وکړي.

په وروستیو میاشتو کې داسې راپورونه ورکړ شول، چې ګواکې د اسلامي امارت مشر ژوندی ندی؛ خو د چارواکو لخوا دا راز راپورونه په وار وار رد شوی دی.  

د اسلامي امارت د عالی شورا مشر ملا هبة الله اخوندزاده په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د وفادار قومندان په ټوګه غوره شوی دی.

ـــــــــ

کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!

د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته سر ښکاره کړئ.

www.helpafg.org

آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.

مونږ د بیات بنیاد د رسمي رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.

که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک سره اړیکې ونیسئ:

info@bayatfoundation.org

Trending

Exit mobile version