تازه خبرونه
اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړې ندي – مارټین ګریفیټس
د ملګرو ملتونو بشردوستانه چارو مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي مارټین ګریفیټس ويلي، اسلامي امارت د بشري حقونو د خوندیتابه په برخه کې خپل مسوولیتونه پوره کړي ندي او نړیواله ټولنه نور له اسلامي امارت څخه ناهیلې شوې ده.
ګریفیټس پرون (سې شنبه د غبرګولي پېنځلسمه) د امنیت شورا په غونډه کې د پرانیستونکې وینا پرمهال ویلي، چې اسلامي امارت واک ته له بیا رسېدو وروسته د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د خوندیتابه په اړه نړیوالې ټولنې ته خپلې ژمنې سپارلې وې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت خپلې دا ژمنې پوره کړې ندي او نړیواله ټولنه نور له اسلامي امارت څخه کومه هیله هم نلري.
ګریفیټس زیاته کړې: زه د عمومي منشي پر استازیتوب کابل ته لاړم، چې د اسلامي امارت له نویو واکمنانو سره خبرې وکړم. ما په افغانستان کې ټول عمر همداسې کار کړی و. مونږ هغه وخت هیلې درلودې؛ په حقیقت کې مونږ لیکلي ژمنې کړې وې، چې څنګه کولی شو له طالبانو [اسلامي امارت] سره پر مخ ولاړ شو. دا هیلې له منځه تللې دي.
د ملګرو ملتونو دې چارواکي ویلي، چې اسلامي امارت په تېرو دوه کلونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د سزاګانو پرلهپسې حکمونه صادر کړي دي.
ګریفیټس، چې ماموریت به یې د همدې میاشتې په پای کې پای ته ورسیږي؛ یادونه کوي، چې نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو پر استازیتوب له اسلامي امارت سره په ډېرو مسایلو کې هوکړې ته رسېدلې نده.
