تازه خبرونه

اسلامي امارت ټولو تکسي موټر لرونکیو ته د آسماني او سپین رنګ سپارښتنه وکړه

Published

on

د کابل ترافیکو عمومي ریاست د پلازمېنې په ګډون په ټول هېواد کې ټولو تکسي چلوونکیو ته د رنګ بدلولو سپارښتنه کړې، چې ژیړ او سپین رنګونه پر آسماني او سپین رنګ واړوي.

د اسلامي امارت د ترافيکو مدير حسيب الله مختار د سې شنبې پر ورځ د حکومت د رسنيو او اطلاعاتو په مرکز (GMIC) کې يوې خبري غونډې د تکسي سیستم د رنګ بدلولو خبر ورکړ.

حسیب الله مختار ویلي؛ د کابل ترافیک دغه بدلون د ټول هېواد لپاره د یوه خوندي او یو شان ترانسپورتي سیستم د رامنځته کولو لپاره ترسره کوي.

هغه وایي: تکسي بايد له هغو موټرو څخه، چې توکي لېږدوي؛ بېل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ اوسمهال یوازې له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنې پورې تکسي په اوسني ژیړ او سپین رنګ کې پر نښه شوي. په داسې حال کې، چې ډېر موټرونه اړوند نښې نه‌لري.

حسیب الله مختار وایي، دا کار د امنیتي او جنایي ستونزو د مخنیوي لپاره تر سره کیږي.

اسلامي امارت هیله من دی، چې د نویو مقرراتو او معیارونو له پلي کېدو سره به د امنیتي ستونزو کچه نوره هم راټیټه شي.

د کابل د ترافیکو عمومي ریاست د تکسي چلوونکیو لپاره درې میاشتنۍ کړنلاره جوړه کړې او دا پلان به یوازې په کابل کې نه، بلکې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پلي شي.

د کابل د ترافیکو د مسوولینو د څرګندونو له مخې، د تکسي موټرو اوسنی ښاري او کلیوالي رنګونه( آسماني او سپین) له نړیوال معیار سره برابر دي او د اسنادو ورکولو بهیر یې روان ساتل شوی دی.

د تکسي مالکان به پر رنګ بدلولو سربېره بایومتریک هم شي. له دې هڅې موخه د جرمي فعالیتونو کمول دي، لکه تښتونې او غلا، چې په افغانستان کې یې تکسي صنعت زیانمن کړی دی.

ټاکل شوې دغه کړنلاره چارشنبه له غرمې وروسته په مرکز او ولایتونو کې پیل شي او درې میاشتې به روانه وي او له ټاکلې نېټې وروسته به له سرغړوونکیو سره قانوني چلند وشي.

Trending

Exit mobile version