Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت پاکستان ته د خبرداری تر څنګ د دوی د پلاوي سفر هم لغوه کړ

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو تېره شپه “غچ اخیستونکي” بریدونه کړي او د ځاني زیانونو په اړه وایي: ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي، ۳۰ ټپیان دي او له ۲۰ څخه ډېرې امنیتي پوستې ونیول شوې.

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه رسنیز کنفرانس کې د هېواد وروستیو پېښو ته د نغوتې پر مهال خبرداری ورکړ، چې پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې منفي اقدامات ودروي، که نه؛ نو له جدي او نه اټکل کېدونکو پایلو سره به مخ شي.

دغه راز مجاهد د اړوند یرغلونو په غبرګون کې کابل ته د پاکستاني پلاوي راتلونکی سفر هم لغوه کړ.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو تېره شپه “غچ اخیستونکي” بریدونه کړي او د ځاني زیانونو په اړه وایي: ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي، ۳۰ ټپیان دي او له ۲۰ څخه ډېرې امنیتي پوستې ونیول شوې.

هغه زیاته کړې؛ په نښتو کې د اسلامي امارت نهه امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

نوموړي د پاکستان د منفي هڅو په اړه زیاته کړې: “د پاکستان په حکومت کې ځینې ځانګړې کړۍ هڅه کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي او نړۍ ته ناسم معلومات ولېږدوي.”

مجاهد زیاته کړې؛ په فرضي کرښه او پولو کې وضعیت بشپړ تر څارنې لاندې دی او اسلامي امارت د ملي امنیت او حاکمیت د ساتلو لپاره هر د ژغورنې هڅې کړې دي.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی؛ افغانستان حق لري، چې له خپلې خاورې او هوايي حریم څخه دفاع وکړي او هر راز یرغل به پرې له سخت غبرګون سره مخ شي.

هغه وایي، چې په تېرو اته میاشتو کې کومه جدي امنیتي پېښه رامنځته شوې نده او د هېواد امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا ځانګړې کړۍ غواړي د پاکستان او افغانستان د خلکو ترمنځ واټن رامنځته کړي او افغانان د نظام پر وړاندې وهڅوي.

مجاهد دا هم ویلي، چې د افغانستان پر هوايي حریم نور بریدونه به هم بې غبرګونه پاتې نشي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ پاکستان د مخدره توکو په کښت او په خپله خاوره کې د داعش د اډو په جوړولو کې رول لوبوي، چې د افغانستان او سیمې امنیت ته ګواښ دی.

مجاهد ویلي، چې داعش په افغانستان، ایران او مسکو کې د خپلو بریدونو لپاره د پاکستان خاوره کارولې ده او د دې ډلې اروپایي غړي هم په پاکستان کې روزل شوي او خپلو هېوادونو ته لېږل شوي دي.

د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې له څو میاشتو راپدېخوا د امنیت او مهاجرت مسلو په اړه د متقابل تورونو له کبله خړې پړې دي.

دغه راز نړیوالو او سیمه‌ییزو لوبغاړو له دواړو هېوادونو غوښتي، چې له زغم څخه کار واخلي او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره خبرې اترې وکړي.

د پاکستاني پلاوي د سفر لغوه کول احتمال لري، چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هر راز ډیپلوماټیک چینلونه نور هم پېچلي کړي.

د پاکستان حکومت یا د پوځ ویاندویانو د اسلامي امارت لخوا د ځاني زیانونو خپاره شوي شمېر ته سمدستي ځواب ندی ورکړی.

په هرحال نړیوال څاروونکي خبرداری ورکوي، چې د فرضي کرښه په اړوند سیمو کې دوامداره تاوتریخوالی به خطرناکې سیمه‌ییزې پایلې ولري.

دوی د چټکو ډیپلوماټیکو ښکېلتیاوو، د پېښو رڼې څېړنې او د پولې په اوږدو کې د نورو نښتو د مخنیوي لپاره د میکانیزمونو غوښتنه کوي.

د افغانستان له هوايي حریم څخه سرغړونه

د افغانستان دفاع وزارت د جمعې پر ورځ ویلي، چې پاکستان یو ځل بیا د هېواد له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې او ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې په پکتیکا ولایت کې یې پر ملکي بازار بمبارډ کړی دی.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ پاکستانيو الوتکو د افغانستان د پلازمېنې کابل له هوايي حریم څخه هم سرغړونه کړې ده.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې دا برید “د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې ساري تاوتریخوالی او کرغیړن عمل” ګڼل شوی دی.

ویل کیږي، چې: “مونږ د افغانستان له هوايي حریم څخه د دې سرغړونې غندنه کوو.دا زمونږ مشروع حق دی، چې د هېواد له هوايي حریم دفاع وکړو او که وضعیت خرابيږي، نو د پاکستان پوځ به یې د پایلو مسوول وي.”

تازه خبرونه

په سيمه‌ييزه نښلېدا کې د افغانستان پر ځانګړي رول د نړۍ تازه ټینګار څرګند شو

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د دوه‌یمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د فورم لومړۍ ورځ د نړۍ پر اوسنیو بحرانونو، د منځګړیتوب په برخه کې د قطر رول، د جګړه ځپلې غزې، اوکراین، سوډان، سوریې او نورو ګرمو نړیوالو مسلو را وڅرخېده.

Published

on

د ۲۰۲۵ دوحې فورم د دوه‌یمې ورځې په درشل کې، چې نن له ۱۶۰ هېوادونو څخه د شاوخوا ۵۰۰۰ استازو په ګډون ترسره کیږي؛ د افغانستان د مخ پر ودې رول په اړه د نړۍ د تمرکز زیاتېدا ښیي.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د دوه‌یمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د فورم لومړۍ ورځ د نړۍ پر اوسنیو بحرانونو، د منځګړیتوب په برخه کې د قطر رول، د جګړه ځپلې غزې، اوکراین، سوډان، سوریې او نورو ګرمو نړیوالو مسلو را وڅرخېده.

د جلالي د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې نن د دوحې د روان فورم پر مهال د سیمې په نښلولو کې د افغانستان د رول په اړه یو ځانګړی وحث وشي. په دې ناسته کې به د افغانستان له لوري د درېیمې سیاسي څانګې رییس عبدالحی قانت، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت‌الله ایرګاشیف او د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی فیصل بن عبدالله ګډون وکړي.

هغه ټینګار کړی؛ قطر په وروستیو کلونو کې د منځګړیتوب او شخړو د سوله‌ییز حل یوه بریالۍ بېلګه وړاندې کړی، چې افغانستان یې څرګند بېلګه ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دوحې فورم له لوري د افغانستان موضوع ته د سیمې د نښلولو، پرمختګ او اقتصادي همکاریو په چوکاټ کې پاملرنه ښیي، چې نړیوال لید له پخواني امنیتي او بحراني روایت څخه د فرصت، پرمختګ او سیمه‌ییزې نښلېدا پر لوري د بدلون په حال کې دی.

دا بدلون د افغانستان او ټولې سيمې لپاره د يوه نوي فرصت دروازه پرانيزي؛ هغه فرصت، چې د تعامل لپاره پاملرنه، ژورتيا او لرلید غواړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر سپین بولډک د پاکستان پوځیانو په برید کې د مرګ او ژوبلې شمېر ۱۰ کسانو ته لوړ شو

دا برید د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سعودي کې د سولې د خبرو اترو له نوي پړاو څخه دوه ورځې وروسته رامنځته شو، چې دواړه خواوو د اوربند پر دوام هوکړې وکړې.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۱۶, ۱۴۰۴

سرچینې آریانا نیوز ته ويلي، چې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ په برید کې پېنځه ملکي وګړي وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.

دا برید د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سعودي کې د سولې د خبرو اترو له نوي پړاو څخه دوه ورځې وروسته رامنځته شو، چې دواړه خواوو د اوربند پر دوام هوکړې وکړې.

په سعودي عربستان کې وروستۍ خبرې اترې د قطر، ترکیې او سعودي عربستان له‌خوا په اوکټوبر کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې له مرګونو نښتو وروسته د تاوتریخوالي کمولو په موخه د ترسره شویو غونډو په لړ کې وروستۍ وې. د اوکټوبر په نښتو کې لسګونه کسان ووژل شول.

اسلام‌آباد ادعا کوي، چې په افغانستان کې میشتو وسلوالو په پاکستان کې وروستي بریدونه ترسره کړي دي.

کابل دا تور ردوي او وايي، چې د پاکستان دننه د امنیت د تامین مسوولیت نشي اخیستلی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني وروستیو بریدونو په اړه ویلي، چې افغان ځواکونو د دې بریدونو ځواب ورکړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

له بشپړ ډاډ پرته به له پاکستان سره سوداګریزې لارې تړلې پاتې وي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه ټینګار کړی؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي لارې پاکستان د سیاسي او اقتصادي فشار لپاره غیرقانوني وتړلې، چې “د دواړو خواوو خلکو ته یې پوره زیانونه واړول.”

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو په اړه خپل رسمي دریځ څرګند کړ او وایي، چې دا لارې به یوازې هغه وخت پرانیستل شي، چې اسلام‌آباد د سیاسي او اقتصادي فشار د نه‌کارولو په اړه قوي تضمین وړاندې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه ټینګار کړی؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي لارې پاکستان د سیاسي او اقتصادي فشار لپاره غیرقانوني وتړلې، چې “د دواړو خواوو خلکو ته یې پوره زیانونه واړول.”

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: ” دا، چې افغانستان خپلې اساسي اړتیاوې له ډېرو نورو هېوادونو څخه ترلاسه کوي؛ نو اسلامي امارت پرېکړه کړې، چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا او د دواړو خواوو د خلکو د هوساینې او د باعزته سوداګرۍ د ترسره کولو لپاره به له پاکستان سره سوداګریزې لارې یوازې هغه وخت پرانیستل شي، چې د پاکستان حکومت بشپړ ډاډ وړاندې کړي.”

نوموړی وایي، چې دا ډاډ او تضمین دې په راتلونکي کې د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه د دغو دروازو د کارولو مخه ونیسي؛ ځکه سوداګري د پاکستان او افغانستان د خلکو مشروع حق دی او باید  زیانمنه نشي.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې د دې پرېکړې بنسټیزه موخه د سوداګرو د حقونو ساتنه، د ټرانزیټي لارو ثبات او د خلکو له اقتصادي اړتیاوو سره د سیاسي کړنې مخنیوی دی.

ویل کیږي، چې د دې لارو د بیا پرانستلو لپاره هر ګام باید د متقابل احترام او تلپاتې همکارۍ پر بنسټ پورته شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!