Connect with us

روغتيا

اسلامي امارت په افغانستان کې د بېزوګي تڼاکې د ثبت راپورونه رد کړل

خپور شوی

د

(Last Updated On: غبرګولى ۱۰, ۱۴۰۱)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د مثبتو پېښو راپورونه رد کړل او وايي، چې تر دې دمه د دغې ناروغۍ د کومې مثبتې پېښې راپور ثبت شوی ندی.

په دې وروستیو ورځو کې، یو شمېر افغان رسنیو راپور ورکړی، چې تر دې دمه په نیمروز، هرات او کابل ولایتونو کې د بېزوګي تڼاکې یا چیچک ناروغۍ څو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغو رسنیو د سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي؛ ځینې ناروغان روغتونونو ته راغلي، چې بېزوګي تڼاکې ته ورته ناروغۍ نیولي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر نن سې شنبه د غبرګولي ۹ امریکا غږ ته ویلي؛ په وروستيو ورځو کې ډېري ناروغان د تر روغتیایي څارنې لاندې نیول شوي، چې د کتنو پایله یې منفي شوې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ دا ناروغان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي، چې بېزوګي تڼاکې ته ورته دي.

نوموړي ویلي، چې درملنه یې روانه ده او د خوشالۍ ځای دی، چې مونږ په افغانستان کې د بېزوګي تڼاکې مثبته پېښه نلرو.

ښاغلي حژیر په دې دوه ولایتونو کې د شکمنو پېښو په اړه نور څه ندي ویلي؛ خو اوس وایي، چې دغه ناروغان د ډاکټرانو تر پاملرنې لاندې او په قرنطین کې ساتل کیږي.

روغتيا

په کابل کې د مور او ماشوم  روغتون له جوړولو وروسته پرانیستل شو

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۰, ۱۴۰۲)

بیات بنیاد د کابل د ماشومانو روغتون په انګړ کې د مور او ماشوم روغتون پر معیاري ډول له جوړولو وروسته پرانیست او رسماً د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شو.

 د بيات بنياد مسوولينو ويلي، چې د دغه روغتون له جوړولو يې موخه د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې راټيټول دي.

د بیات بنیاد لوی مشر داکتر احسان الله بیات ويلي؛ د دې روغتون له جوړولو یې موخه دا ده، چې په هېواد کې د مور او ماشوم مړینه را کمه او میندو او ماشومانو ته مناسب روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې د بیات بنیاد له‌خوا په جوړو شویو روغتونونو کې تر اوسه د درې میلیون ماشومانو او میندو درملنه شوې ده.

د ماشومانو او میندو لپاره دغه ځانګړی روغتون په څلورو پوړونو کې  پر ۳۲۰۰ متره مربع مساحت کې د ۲۹۶ میلیون افغانیو پر لګښت جوړ او په عصري طبي وسایلو سمبال شوی دی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم د خوښۍ له څرګندولو سره ویلي: مناسبه ده؛ د دغه څلور پوړیز روغتون د جوړېدو په مناسبت له بیات بنیاد څخه مننه وکړو، چې دا روغتون یې د ۲۹۶ میلیون افغانیو پر پانګه‌ونه بشپړ او جوړ کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت هم ویلي؛ په هېواد کې د تېرو دوه کلونو پر پرتله د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه کمه شوې او د ماشومانو او ميندو د مړينې د کچې د راټيټولو لپاره هڅې روانې دي.

د دغه وزارت سرپرست وايي؛ په ټولو ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره منظم  پلانونه لري.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد ویلي؛ په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه د دوه کاله مخکې پر پرتله د پام وړ کمه شوې ده.

د اسلامي امارت مسوولینو په روغتیايي، ټولنیزو او بشري برخو کې د بیات بنیاد له هڅو ستاینه وکړه او له نورو ملي پانګوالو او سوداګرو یې وغوښتل، چې د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

Continue Reading

روغتيا

هېواد ته بې کیفیته خوراکي توکي او درمل د واردېدو اجازه نه‌لري

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۵, ۱۴۰۲)

د خواړو او درملو ملي ادارې عمومي رييس د خواړو او درملو د ملي ادارې د دندو او فعاليتونو په اړه د پوهاوي په یوه غونډه کې څرګنده کړې؛ دغه اداره به اجازه ورنه‌کړي، چې له ګمرکونو څخه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل هېواد ته رادننه شي.
د خوراکي توکو او درملو د ملي ادارې مشر ويلي، د دغې ادارې له اجازې پرته د هېواد ګمرکونو ته درمل او خواړه واردېدلینه‌شي.
د خواړو او درملو ملي ادارې رییس عبدالباري عمر وايي، د دې ادارې یو هدف خلکو ته د ښه، باکیفیته او معیاري خواړو او درملو برابرول دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په نږدې راتلونکي کې به د نړۍ هېوادونو ته د درملو د صادراتو لړۍ هم پیل شي.
هغه ویلي، چې په تېر یو نیم کال کې یې ۱۰ کارخونو ته د فعالیت اجازه ورکړې او تر ۳۴۲ ټنو ډېر بې کیفیته خوراکي توکي یې له منځه وړي دي. په دې موده کې د درملو د قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه شوې او ډېر ژر به لابراتوارونه پر کار پیل وکړي، چې حلال له حرام څخه بېل کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت الله جمال وايي؛ افغانستان د درملو په برخه کې ۵۰ سلنه پر ځان بسیا کېدو ته رسېدلی او د راتلونکي کال تر پایه به دغه شمېر ۱۰۰ ته ورسېږي.
قدرت الله جمال له سوداګرو او پانګوالو غواړي، چې د هېواد د درملو په سکتور کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې د افغانستان خلک هر کال ۵۰۰ میلیون دالره بهر ته د ناروغانو پر درملنې لګوي؛ ځکه، چې په افغانستان کې د درملنې بهیر دومره معیاري نه‌دی، چې د ټولو ناروغانو درملنه په هېواد کې دننه وشي.

Continue Reading

روغتيا

اوس هم درمل له غیرقانوني لارو افغانستان ته واردیږي – د درملیزو خدمتونو ټولنه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۹, ۱۴۰۲)

په هرات کې د درملیزو خدمتونو ټولنې مسوولینو ويلي، چې اوس هم د درملو د قاچاق بازار تود دى او هېواد ته ناقانونه درمل واردېږي.

په افغانستان کې د درملو د ټيټ کیفیت، لوړې بیې او قاچاق څخه تل شکایتونه کیږي.

د هرات اوسیدونکی احمد فردین جامي وايي، چې په هرات کې اوس هم د قاچاقي درملو بازار تود دی او په درملتونونو کې هم د درملو بیې یو له بل سره توپیر لري.

په لويديځ زون کې د درملیزو خدمتونو ټولنې رییس عبدالکریم شېرزاد په دې باور دی، چې اوس هم بازار سل په سلو کې نه‌دى کنټرول شوى او هېواد ته د درمل پر قاچاقي بڼه را وړل کیږي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ټینګار کوي چې د دوی د څارنې ډلې تل د درملو بازار کنټرولوي.

د عامې روغتیا ریاست مرستیال محمد آصف کبیر ټینګار کوي، چې د روغتیايي قوانینو د مدیریت له لارې د درملتونونو د څارنې موضوع په خپله اجنډا کې لري او څو ځلې یې د هغو کسانو پر وړاندې جدي اقدام کړی، چې درمل یې په لوړه بیه پلورل او یا یې جوازونه تر وخت تېر ول.

دغه راز یو شمېر درمل پلورونکي په دې باور دي، چې د نړۍ په بازارونو کې بیې بدلېږي.

د هرات ښار د درملتون لرونکیو وکیل فریدون توخي وايي، چې افغانستان ته د اړتیا وړ درمل له سلګونه بهرنیو شرکتونو را واردیږي، چې بیې یې هم توپير لري.

په هرات کې سلګونه درملتونونه او د درملو واردونکې کمپنۍ شته؛ خو د درملو د بیو توپیر تل د خلکو لپاره یوه جدي ستونزه یاده شوې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!