تازه خبرونه
اسلامي امارت په افغانستان کې د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د امنیت شورا د پرېکړې په اړه غبرګون څرګنده کړ
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د نوي همغږي کوونکي د ګومارلو په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ته غبرګون ښودلی دی.
د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو پرېکړه لیک تصویب کړ او د دې هېواد له مشرانو سره یې د اړیکو د زیاتولو غوښتنه وکړه.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړیو له اختلاف سره – سره د ۲۷۲۱ پریکړه لیک د تصویب په اړه اعلامیه خپره کړه، چې له مخې یې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش څخه د افغانستان لپاره د بل ځانګړی استازي د ټاکل کیدو غوښتنه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې: د افغانستان حکومت یو ځل بیا تکراروي، چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموريت (یوناما) په فعال موجوديت کې د افغانستان لپاره د یوه بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه یوه غیر ضروري چاره ګڼل کېږي؛ ځکه ځمکني واقعیتونه ښيي، چې افغانستان په شخړه کې ښکېل هېواد نهدی او اوسمهال پهکې داسې یو مرکزي حکومت واکمن دی، چې د هېواد ګټې ساتلي او مکلفیتونه یې ترسره کولی شي او دا وړتيا لري، چې د دوه اړخیزو او څو اړخيزو میکانیزمونو له لارې مسایل مدیریت کړي.
دا پرېکړه لیک د امنیت شورا د ۱۳ غړیو پر موافقو او د روسیې او چین پر ممتنع رایو تصویب شو.
