تازه خبرونه
اسلامي امارت په روانه میاشت کې د پوهنتونونو د بیا پرانستلو ډاډ څرګند کړ
د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد د سړو سیمو د دولتي پوهنتونونو د محصلینو پسرلني سمستر درسونه به د کب پر ۱۵رسماً پیل شي.
د لوړو زدهکړو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې بنسټ د عالي شورا د پرېکړې له مخې به د سړو ولایتونو په دولتي پوهنتونونو کې د نرینه محصلانو زدهکړې په رسمي ډول د روان کال د کب میاشتې پر ۱۵ پیل شي.
د اسلامي امارت په دې څرګندونه کې د نجونو د پوهنتوني زدکړو پیلېدو ته څه نغوته نده شوې.
د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۴ ولایتونو کې ښوونځي او پوهنتونونه په ژمي کې کلنۍ رخصتي کوي.