تازه خبرونه
اسلامي امارت په سیمه کې د سوداګرۍ او انرژۍ د آسانتیاوو په لټه کې دی -عبداللطیف منصور
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور ډاډ څرګند کړ، چې اسلامي امارت له خپل ستراتیژیک جغرافيايي موقعیت څخه پر ګټنې د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا او منځني ختیځ د هېوادونو د اتصال یو مهم ځمکنی هم پل دی. دا دریځ افغانستان د چین د یو کمربند له لارې یو اړین شریک جوړوي؛ ځکه، چې د ځمکې له لارې سوداګریزې اړیکې او د انرژي دهلېزونه سیمه او چین له اروپا سره نښلوي.
د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي په چین کې د ” یو کمر بند یوې لارې نوښت” د انرژۍ د وزیرانو په درېیم نړیوال کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي؛ د افغانستان او چین ځمکنۍ لار به له سیمې سره سوداګریزې اړیکې او د انرژۍ دهلېزونه پراخه کړي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور ډاډ څرګند کړ، چې اسلامي امارت له خپل ستراتیژیک جغرافيايي موقعیت څخه پر ګټنې د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا او منځني ختیځ د هېوادونو د اتصال یو مهم ځمکنی هم پل دی. دا دریځ افغانستان د چین د یو کمربند له لارې یو اړین شریک جوړوي؛ ځکه، چې د ځمکې له لارې سوداګریزې اړیکې او د انرژي دهلېزونه سیمه او چین له اروپا سره نښلوي.
هغه وایي: افغانستان د خپل موقعیت له مخې منځنۍ آسیا له سویلي آسیا او چین سره ونښلوي او د انرژۍ د پایپ لاینونو او د انرژي د زیربناوو له پراختیا سره ټولو ته بېلابېله انرژي ولېږدوي.
د نوموړي په دې غونډه کې د هېواد د برښنا کموالي ته له نغوتې سره ویلي؛ تمه ده، چې هېواد به په راتلونکي لپاره د برښنا انرژۍ بازار ته وده او پراختیا ورکړي.
نوموړی وایي: مونږ پدې باور یوو، چې ډاډمنې برښنا ته لاسرسی، خوندیتوب، د انرژي امنیت او د انرژي په وړاندې کولو کې تعادل، د افغان ټولنې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره اړین شرطونه دي.
د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي زیاته کړې؛ د خپل پېنځه کلن پلان له مخې به د افغانستان انرژي له کورنیو سرچینو برابره شي؛ ځکه افغانستان د اوبو، باد او لمر پراخې وړتیاوې لري؛ خو اوسمهال د سیمې له هېوادونو په ځانګړي توګه له ترکمنستان او ازبکستان څخه برېښنا واردوي.
هغه وایي: لکه څرنګه، چې معلومه ده، د لومړنیو اټکلونو او سروې ګانو له مخې، افغانستان کولی شي نږدې ۳۱۸ ګیګاواټه برښنا د نوې کیدونکې انرژۍ له سرچینو څخه تولید کړي، چې په کې د اوبو سرچینې (۲۳۰۰۰ میګاواټه)، د باد د انرژي سرچینې (۶۷۰۰۰ میګاواټه) لمریزه انرژي (۲۲۲۰۰۰ میګاواټه) جیوترمل انرژي (۳۰۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ میګاواټه)، بایوماس انرژی (۴۰۰۰ میګاواټه) رانغاړي.
عبداللطیف منصور په چین کې د یو کمر بند یوې لارې نوښت د انرژۍ د وزیرانو په درېیم کنفرانس کې دا ډاډ هم څرګند کړ، چې د واخان دهلېز پرانیستل به نه یوازې د افغانستان او چین اړيکې پراخه کړي، بلکې د سیمهییز اتصال زمینه به هم ورسره رامنځته شي.
له نېکه مرغه په تېرو درې وروستیو کلونو کې مو د برېښنا انرژي د پر ځان بسیا کېدو په لور ستر ګامونه اخېستي او د هېواد د ښېرازي په لوري لا نور ورګړندي کیږو.
منصور د انرژۍ د سرچینو او همکاریو په اړه څرګنده کړې : افغانستان د پام وړ غیر استعمال شوې طبیعي زیرمې لري؛ طبیعي ګاز او منرالونه د نړۍ د انرژي د لیږد لپاره مهم عناصر دي. د چین هېواد سره زمونږ د هېواد د انرژۍ د سکټور د همغږۍ هڅې کولی شي د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره دا سرچینې راوسپړي او د سیمهییزې انرژۍ د امنیت ملاتړ وکړي. د انرژي په پروژو کې د افغانستان ښکېلتیا هم کولای شي، زمونږ د هېواد د اقتصاد د پياوړتیا سبب او د کار موندنې لپاره مناسب بستر رامنځته کړي.
نوموړي ویلي افغانستان کولی شي په سیمه کې تجارتي او اقتصادي ادغام ته وده ورکړي؛ په اقتصادي او تجارتي وصل کېدو سره به چین زمونږ د هېواد د زیربنا پر ښه کولو، د سوداګرۍ د آسانتیا او بازار ته د لاسرسي پر زیاتولو د سیمهییزې اقتصادي ودې په لاره اچولو کې مرسته وکړي. دا ادغام به د انرژۍ، کانونو او د ځمکني ټرانسپورټ په برخو کې داسې همکاري رامنځته کړي، چې افغانستان به د سیمهییزې سوداګري لپاره د یوه مهم مرکز په توګه خپل ځای پيدا کړي.
دغه راز نوموړي په سیمه کې د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ پر ژمنه د ټینګار تر څنګ ویلي: دا همکاري کولی شي سیاسي ثبات ته وده ورکړي او په سیمه کې د مهمو زیربناوو پانګونې لپاره امنیت تضمین کړي. د چين هېواد او نور سیمهییز هېوادونه کولی شي د لنډ مهاله او منځ مهاله پروګرامونو په ترڅ کې زمونږ تخنیکي همکاران وروزي او د ظرفیت په لوړولو او نړۍوالو تجاربو په تر لاسه کولو کې همکاري وکړي.
د یادونې ده، چې بدخشان شمال ختیځ افغانستان له چین، تاجکستان او پاکستان سره نښلوي.
تازه خبرونه
افغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د ډبرو سکرو د استخراج په اړه د همکاریو د پراختیا، د تجربو د شريکولو، اغېزمن مدیریت او همداراز د اړوند صنعتي سکټورونو د پرمختګ په اړه بحث او خبرې کړې دي.
په انډونيزيا کې د افغانستان سفارت چارسمبالي سعدالله بلوچ د دغه هېواد د انرژۍ او کانونو وزارت له چارواکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.
په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د ډبرو سکرو د استخراج په اړه د همکاریو د پراختیا، د تجربو د شريکولو، اغېزمن مدیریت او همداراز د اړوند صنعتي سکټورونو د پرمختګ په اړه بحث او خبرې کړې دي.
ویل کیږي، چې انډونیزيايي لوري په یادو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.
تازه خبرونه
په کابل کې د چین سفیر د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال سره وکتل
په دې لیدنه کې قدرت الله جمال د چین له سفیر څخه وغوښتل، چې د ګرځندوی پیاوړتیا، د وړتیا لوړولو او د ګرځندوی او هوټل مدیریت انسټیټیوټ د زدهکوونکو روزنې، د ویزې آسانتیاوو، د ګرځندوی بازار موندنې او د ګرځندوی پر بنسټونو د پانګونې په برخو کې خپلې تجربې شریکې کړي او همکاري وکړي.
چارشنبې پر ورځ(د مرغومي څلیریشتمه) کابل کې د چين سفیر ژاو شینګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال قدرت الله جمال سره د ګرځندوی د پراختیا او فرهنګي اړیکو د پياوړتیا په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې قدرت الله جمال د چین له سفیر څخه وغوښتل، چې د ګرځندوی پیاوړتیا، د وړتیا لوړولو او د ګرځندوی او هوټل مدیریت انسټیټیوټ د زدهکوونکو روزنې، د ویزې آسانتیاوو، د ګرځندوی بازار موندنې او د ګرځندوی پر بنسټونو د پانګونې په برخو کې خپلې تجربې شریکې کړي او همکاري وکړي.
هغه د ورېښمو لارې په اړه هم معلومات شریک کړل او په دواړو هېوادونو کې یې د نندارتونونو پر تنظیمولو او وړتیا لوړولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې پر مهال په کابل کې د چین سفیر ویلي، چې افغانستان او چین ښې اړیکې لري او د دې اړیکو د ساتلو لپاره هڅې روانې دي.
ژاو شینګ په پورته ذکر شویو برخو کې د همکارۍ او دوه اړخیزو تجربو شریکولو ډاډ وړاندې کړ او وایي، چې د کلتوري او ګرځندوی اړیکو د پیاوړتیا او پراخولو لپاره دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده.
تازه خبرونه
د خیبر پښتونخوا والي پخپل وزیر اعلی نیوکه وکړه
کنډي د سېشنبې پر ورځ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي وه، چې افریدي پر ځلونو په افغانستان کې د «ترهګرۍ» د سرچینې په اړه د شواهدو غوښتنه کړې. په داسې حال کې، چې هغه باید د کره معلوماتو لپاره پولیسو ته مراجعه وکړي.
د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د امنیتي مسلو په اړه له “افغانستان څخه د دفاع” په خاطر پخپل وزیر اعلی سهیل افریدي نیوکه کړې ده.
کنډي د سېشنبې پر ورځ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي وه، چې افریدي پر ځلونو په افغانستان کې د «ترهګرۍ» د سرچینې په اړه د شواهدو غوښتنه کړې. په داسې حال کې، چې هغه باید د کره معلوماتو لپاره پولیسو ته مراجعه وکړي.
هغه دې ته په نغوته کې وویل؛ نړیوالې ټولنې دا تشخیص هم کړی، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد په ځانګړي توګه د خیبر پښتونخوا پر وړاندې د « ترهګریزو» فعالیتونو لپاره کار اخیستل کېږي وپوښتل: «که افغانستان په ترهګرۍ کې ښکېل نهوي، نو بیا څوک ښکېل دی؟!»
د پاکستان چارواکو تل ادعا کړې، چې وسلوال په پاکستان کې د بریدونو ترسره کولو لپاره د افغانستان خاوره کاروي. په داسې حال کې، چې اسلامي امارت پر ځلونو د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.
-
تازه خبرونه12 hours agoافغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
روغتيا12 hours agoد روغتیا وزارت مرستیال له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه14 hours agoد خیبر پښتونخوا والي پخپل وزیر اعلی نیوکه وکړه
-
سوداگري16 hours agoپه افغانستان کې د مسلکي کارګرو لپاره د وړتیاوو د تثبیت بهیر پیل شو
-
نړۍ16 hours agoاسرائیلو او څو عربي هېوادونو پر ایران د برید نهکولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري2 days agoپه کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
-
تازه خبرونه1 day agoعبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوي رییس شو
-
تازه خبرونه17 hours agoروسیه او امریکا اوسمهال د افغانستان په اړه هیڅ اړیکه نلري- کابلوف
