تازه خبرونه
اسلامي امارت په پاکستان کې پر چینايي انجنیرانو د برید غندنه وکړه
(Last Updated On: وری ۸, ۱۴۰۳)
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې چینايي انجنرانو پر موټر د ځانمرګی برید په غبرګون کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید د سیمهییزو همکاریو مخالفانو ته اجازه ورنکړي، چې د سیمې په ناامنه کولو سره خپلو موخو ته ورسېږي.
په دې ځانمرګي برید کې د ۵ چینایي انجنیرانو او یو پاکستاني په ګډون ۶ کسان وژل شوي دي.
بهرنیو چارو وزارت د چین او پاکستان له حکومتونو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې دوی دا ډول بریدونه “د سیمهییزې همکارۍ د کمزوري کولو یوه هڅه” ګڼي.
د چارشنبې پر ورځ ( د وري اوومه) د خيبرپښتونخوا په شانګله سیمه کې د چينايي وګړیو پر موتر ځانمرګی بريد ترسره شوی، چې تر دې دمه یې پړه چا پر غاړه نده اخيستې.