سوداگري
اسلامي امارت په څلورو برخو کې د مالیې ۵۰ سلنه تخفیف اعلان کړ
عبدالسلام حنفي په کابل کې د مالیې وزارت خبري ناستې ته ویلي، چې د دغه فرمان له مخې د حکمي اشخاصو، حقیقي اشخاصو، د ملکیتونو د لېږد او نفتي توکو په برخو کې مالیه ۵۰ سلنه راکمه شوې ده.
اسلامي امارت یو ځل بیا مالیه ورکوونکو ته د مالیې ۵۰ سلنه تخفیف اعلان کړی دی. د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، چې دا تخفیف د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر بنسټ په څلورو مالیاتي برخو کې پلي کېدا ته وړاندې شوی دی. نوموړي د مالیې له راټولوونکو غوښتي، چې د مالیې د راټولولو پر مهال له مالیه ورکوونکو سره د اسلامي اصولو له مخې ښه چلند وکړي.
عبدالسلام حنفي په کابل کې د مالیې وزارت خبري ناستې ته ویلي، چې د دغه فرمان له مخې د حکمي اشخاصو، حقیقي اشخاصو، د ملکیتونو د لېږد او نفتي توکو په برخو کې مالیه ۵۰ سلنه راکمه شوې ده.
دغه راز د مالیې وزیر محمد ناصر آخوند ویلي، چې د مالیه ورکوونکو ستونزو او ننګونو ته به رسېدنه وشي.
هغه ټینګار کړی، چې د مالیاتو عواید به د هېواد د اقتصادي پراختیا او د عامه پروګرامونو د پلي کولو لپاره ولګول شي.
بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې له دې تخفیف موخه د هېواد د اقتصاد پیاوړتیا ده. نوموړي له مالیه ورکوونکو غوښتي، چې خپلې اقتصادي چارې رڼې ترسره کړي او زیاتوي؛ له پاکستان سره د راکړې ورکړې له درېدا وروسته د درملو او طبي تجهیزاتو ۱۰۰ تولیدي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړ شوي دي.
له بلې خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو ویلي، چې د مالیې کمښت به پر اقتصادي فعالانو مالي فشار راکم او د پانګونې لپاره به مناسب چاپېریال رامنځته کړي. د دغې خونې رییس، سید کریم هاشمي، ویلي، چې دا هڅه به د پانګهوالو د ملاتړ ترڅنګ د هېواد د اقتصاد د ودې او ښهوالي لامل هم شي.
په دې غونډه کې د اسلامي امارت چارواکو اعلان کړی، چې نوي پانګهوال به تر پېنځه کلونو پورې له مالیې ورکولو معاف وي.
ویل کیږي، چې افغانستان اوسمهال د ۳۰۰ ډوله توکو په تولید کې ځانبساینې ته رسېدلی دی.