تازه خبرونه
اسلامي امارت په کابل او نیمروز کې داعشیان وځپل – ذبیح الله مجاهد
د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړې: د داعش درې مهم پټنځایونه؛ یو د نیمروز ولایت په زرنج او دوه نور کابل کې له منځه وړل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې: دغه پټنځایونه د داعش له لوري په درې وروستیو بریدونو کې کارول شوي دي. د کابل په هوايي ډګر کې چاودنه، په کابل کې د چینايي اتباعو پر هوتل او د پاکستان پر سفارت بریدونه.
ذبیح الله مجاهد وایي؛ په دغو عملياتوکې اته تنه داعشيان وژل شوي او اووه نور ژوندي ونيول شول.
هغه زیاته کړې، د داعش دغو غړیو هېواد ته د بهرنیو جنګیالیو په راوستلو او د بریدونو په تنظیمولو کې هم لاس درلود.
د مجاهد په خبره؛ په دغو چاڼیزو عملیاتو کې یوه اندازه ماینونه، چاودیدونکي توکي او د ځانمرګو بریدونو واسکټونه هم نیول شوي دي.
نوموړي ویلي؛ همدا راز نن په نیمروز ولایت کې هم ۲ داعشیان ژوندي ونیول شول.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د کابل ښار په اتمه ناحیه کې له یوې چاودنې او ډزو خبر ورکړ شو.