تازه خبرونه
اسلامي همکاریو ټولنه دې افغانستان له انزوا راوباسي – پاکستان
دا وړاندیز د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د اتیایمې عمومي غوندې په څنډه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د اړیکې ډلې په پرانیستونکې غونډه کې وړاندې کړ.
پاکستان د چارشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د اړیکې په ډله کې د کارپوهانو د یوې جرګې د جوړولو وړاندیز وکړ، چې د افغانستان پر وړاندې رامنځته شوې پراخې ننګونې حل کړي.
دا وړاندیز د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د اتیایمې عمومي غوندې په څنډه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د اړیکې ډلې په پرانیستونکې غونډه کې وړاندې کړ.
د اسلامي همکاریو ټولنې پنځوس غړي هېوادونه د افغانستان په اړه د اړیکې ډلې هغه برخه ده، چې په ۲۰۰۹ کال کې د جرمني پر مشرۍ جوړه شوه.
پاکستان ټینګار کړی، چې د افغانستان سیاسي پر ټپه درېدلی حالت او نړیواله ګوښهکېدا تر ناڅرګند وخته ساتل کېدی نشي او د سیمهییزې ښکېلتیا لپاره یې شپږ اړین ټکي وړاندې کړل:
۱. له سیاسي شرایطو پرته د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره له نړیوالو مرستو ملاتړ.
۲. د سوداګرۍ د پراختیا، د بېکارۍ کمولو او د سیمهییزې اړیکې د ودې لپاره د افغانستان د بانکدارۍ او اقتصادي ثبات له اړوند برخو ملاتړ.
۳. د نړیوالو ژمنو د منلو لپاره خبرو ته د اسلامي امارت هڅول.
۴. د کوکنارو د کر له پخوانیو بزګرانو سره د بدیل معیشت لپاره د ملګرو ملتونو له هڅو ملاتړ.
۵. د اسلامي امارت له لوري پر ښځو او نجونو د لګېدل شويو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه
۶. د اوږدمهاله سولې او ثبات ډاډمنولو لپاره د افغان کډوالو خوندي راستنېدا او بیا یوځای کیدا ته د آسانتیاوو برابرول.
اسحاق ډار ویلي؛ پاکستان سولهییز او سوکاله افغانستان ته ژمن دی او په دې اړه له ټولو هڅو ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې: “دا ټول د اسلامي امارت د چارواکو متقابل احترام، صداقت او د اړینې سیاسي ارادې ښودلو ته اړتیا لري، چې نه یوازې له مونږ سره مرسته وکړي، بلکې له ځان سره هم مرسته وکړي.”
پاکستان ټینګار کړی، چې اسلامي امارت باید د ترهګرۍ لپاره د افغان خاورې د کارولو د مخنیوي لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي.
دغه راز پاکستان دا ادعا هم کړې، چې په افغانستان کې له ۲۴ څخه زیاتې ترهګرې ډلې فعالیت لري. په داسې حال کې، چې دا ادعاوې تل اسلامي امارت رد کړې دي.
