سیمه ییز خبرونه

اسلامي هېوادونه باید د اسرائیلو د غزې خپلولو د طرحې پر وړاندې متحد شي – ترکیه

د شنبې پر ورځ(د زمري اته‌لسمه) د ترکیې بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان له مصري چارواکو سره له لیدنې وروسته ویلي، چې دا طرحه د اسرائیلو د “نسل وژنې او پراختیا غوښتنې د سیاست” یوه برخه ده او باید د نړیوال هڅو له لارې ودرول شي.

Published

on

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسلامي هېوادونه باید د غزې ښار د بشپړ نیولو لپاره د اسرائیلو د طرحې پر وړاندې متحد شي او په اړه یې نړیوال مخالفتونه راوپاروي.

د شنبې پر ورځ(د زمري اته‌لسمه) د ترکیې بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان له مصري چارواکو سره له لیدنې وروسته ویلي، چې دا طرحه د اسرائیلو د “نسل وژنې او پراختیا غوښتنې د سیاست” یوه برخه ده او باید د نړیوال هڅو له لارې ودرول شي.

هغه ټینګار کړی، چې اسلامي همکاریو ټولنه بېړنۍ غونډې ته رابلل شوی او خبرداری یې ورکړی، چې دا سیاست فلسطینیان له خپلې خاورې څخه بې ځایه کوي او د غزې دایمي نیول دي.

د مصر بهرنیو چارو وزیر هم د اسرائیلو دا طرحه “د نه‌منلو وړ ” یاده کړې ده او وایي، چې قاهره او انقره د غزې په اړه پوره همغږي لري.

د اسلامي همکاریو ټولنې د نړۍ له قدرتونو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غوښتي، چې “خپل قانوني او بشري مسوولیتونه پر غاړه واخلي او د غزې ښار لپاره د اسرائیلو د طرحې بندولو ته بېړنۍ هڅې ترسره کړي” او همدارنګه “له نړیوال قانون څخه د اسرائیلو د ښکاره سرغړونو او حساب ورکولو ډاډ ترلاسه کړي.”

دا په داسې حال کې ده، چې د مصر، قطر او امریکا د منځګړو ډلې له میاشتو راپدېخوا هڅه کوي، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند وکړي.

Trending

Exit mobile version