تازه خبرونه
اسلامي هېوادونه دې د نجونو د زدهکړو په اړه کندهار ته د عالمانو یو پلاوی واستوي
د نړیوالې پوهنې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګوردن براون له لويو اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان سویل کندهار ښار ته، چې په کې د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبةالله اخوندزاده ژوند کوي؛ د عالمانو يو پلاوى واستوي او د پوهنې د بنديز او د نجونو او ښځو د کار موضوع، چې په قرآن او اسلام کې هیڅ بنسټ نهلري ورسره راپورته کړي.
د اسوشیتید پرس د راپور له مخې؛ ګوردن براون د سې شنبې پر ورځ پر کابل د اسلامي امارت د واکمنۍ د دوهیمې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو په یوه مجازي خبري کنفرانس کې ویلي، چې: د جنایي جرمونو نړیواله محکمه باید د نجونو د تعلیم او کارموندنې مخنیوی د بشریت ضد جنایت په توګه وپېژني او د دې هدف لپاره دې پلټنې وکړي او مسوول کسان باید محکمې ته راکاږل شي.
د بريتانيا پخواني لومړي وزير براون دا هم ويلي، چې د جرمونو د نړيوالې محکمې مشر کريم خان ته يې خپل لیکلی اند لېږلی، چې په کې راغلي: پر زدهکړو او کار بنديز جنسي تبعيض دی، چې بايد د بشريت ضد جرم وګڼل شي او په کې ښکېل کسان دې پر نړیواله کچه محاکمه شي.
هغه په دې باور دی، چې په کابل کې ځیني طالب چارواکي ښوونځیو ته د نجونو د تګ ملاتړ کوي؛ خو ځینې نور بیا ورسره مخالفت لري.
هغه زیاته کړې: زه باور لرم، چې د کندهار دیني عالمان د دې پر وړاندې ولاړ دي او په دې اړه یې د لارښوونو صادرول هم روان ساتلي دي.
اسوشیتید پرس څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې پر ورځ ناوخته په کابل کې له دې خبري سرچینې سره په مرکه کې د نجونو او ښځو د بندیزونو په اړه پوښتنې رد کړې او څرګندوي، چې وضعیت به همداسې پاتې وي. هغه دا هم ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې خپله واکمني ټینګه ګڼي؛ ځکه، چې خپل مشروعیت د اسلامي احکامو له مخې ترلاسه کوي او له کوم لوی ګواښ سره مخ نهدی.
براون زیاته کړې؛ اسلامي امارت ته باید وویل شي، چې که نجونو ته د منځنیو، ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو اجازه ورکړ شي؛ له افغانستان سره پوهنیزې مرستې، چې د بندیزونو له اعلان وروسته پرې شوې وې، بېرته پیل شي.
هغه همدارنګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونو د څارنې او په محدودیتونو کې د ښکېلو کسانو پر وړاندې د بنديزونو او د ښځو او نجونو د حقونو د دفاع لپاره د اړوند بنديانو د خلاصون غوښتنه وکړه.
براون څرګنده کړې، چې ملګري ملتونه او نورې ټولنې د نجونو لپاره د آنلاین زدهکړې ملاتړ کوي او د پټو ښوونځیو او همدارنګه د هغو افغان نجونو لپاره، چې هېواد پریښودو ته اړ شوي او ښوونځيو ته د تګ لپاره مرستې ته اړتیا لري؛ له زدهکړو ملاتړ کوي.
هغه ويلي: نړيواله ټولنه بايد وښيي، چې د افغان دولت له بنديزونو سره سره، د افغانستان خلکو ته ښوونه او روزنه وررسولی شي.
نوموړي زیاته کړې؛ يو شمېر موسسو له پټو ښوونځيو ملاتړکوي او په دې وروستيو اوونيو کې د ګرځند ( موبايلونو ) له لارې، چې په افغانستان کې پوره عام دي؛ د پروګرام او نصاب د وړاندې کولو لپاره نوی نوښت پر لار اچولی دی.
هغه ویلي، چې په تېرو شل کلونو کې، چې اسلامي امارت له واکه وتلی و، شپږ میلیون نجونو زدهکړې وکړې؛ داکترانې، وکیلانې، قاضیانې، د پارلمان غړې او د کابینې وزیرانې شوې وې.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دا هم ویلي، چې نن ۲.۵ میلیون نجونې له زدهکړو بې برخې دي او په راتلونکیو څو کلونو کې به ۳ میلیون نورې نجونې لومړنۍ زدهکړې پای ته ورسوي.
هغه وایي: له دې کبله، مونږ د بشپړ یو نسل وړتیا له لاسه ورکوو.
براون پر ګام پورته کولو او نړیوال فشار ټینګار څرګندوي او وایي؛ نه یوازې پرخوله، بلکې په عمل کې باید د ښځو او نجونو حقونه ته اسلامي امارت وهڅول شي، چې له اړوند حقونو بېرته برخمنې شي.
دغه راز وایي؛ مونږ په تېرو دوه کلونو کې کافي کار نهدی کړی؛ زه نه غواړم یو بل کال هم دې دوه کلونو ته ورته تېر شي او په افغانستان کې نجونې او ښځې د بې ځواکۍ احساس وکړي؛ ځکه، نو د دوی د ملاتړ لپاره باید ګامونه پورته او پوره عملي کار وشي.
تازه خبرونه
د م.م په دفترونو کې پر افغان ښځو کاري بندیز روان پاتې دی
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ دې بندیزونو د میلیونونو اړو خلکو لپاره د اړینو بشري خدماتو وړاندې کېدا له پوره خطر سره مخ کړې ده.
درې میاشتې وشوې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو افغان ښځینه کارکوونکې د اسلامي امارت لهخوا د کار اجازه نلري.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ دې بندیزونو د میلیونونو اړو خلکو لپاره د اړینو بشري خدماتو وړاندې کېدا له پوره خطر سره مخ کړې ده.
سره له دې، چې ښځې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د حاضرۍ اجازه نلري؛ خو افغان ښځینه کارکوونکې په سیمهییزو ټولنو کې د لرې(انلاین) فعالیتونو له لارې خپل اړین کارونه ترسره کوي. هغوی د هېواد په ختیځ او شمال کې د وروستیو زلزلو له اغېزمنو کورنیو سره مرسته کړې، له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو زرګونو کسانو ملاتړ یې کړی او د خوړو، پاکو اوبو، روغتیايي پاملرنې، سرپناه، ښه ژوندانه ته د شرایطو برابرولو او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت پروګرامونو په څېر ضروري خدمتونه یې ترسره کړي دي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې د دغو بندیزونو دوام د هېواد پر کچه د میلیونونو وګړو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د دې بنسټ په اعلامیه کې راغلي: «افغان ښځې د ملګرو ملتونو د کاري هڅو نه بېلېدونکې برخه ده. افغان ښځو او نجونو ته د لاسرسي او هغوی ته د کلتوري اړتیاوو له مخې د مرستو رسولو لپاره د ښځو شتون اړین دی. مرسته باید د ښځو لهخوا ښځو ته ورسېږي.»
ملګرو ملتونو یو ځل بیا له دې بندیز سره خپل مخالفت څرګند کړی او دا بندیز یې د بشري حقونو او برابریو په اړه د دې ټولنې له بنسټیزو غوښتنو سره په ټکر کې بللی دی. دې بنسټ ټینګار کړی، چې دا بندیزونه په افغانستان کې د دوی ماموریتي چارې کمزوری کوي.
د روانو بندیزونو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو لنډمهاله عملياتي بدلونونه رامنځته کړي او پدې هم غور کوي، چې څنګه خپلې بشري چارې روانې وساتي.
ملګرو ملتونو یو ځل بیا له اسلامي امارت وغوښتل، چې دا بندیز لرې کړي؛ ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو ته په دفترونو کې خوندي او له خنډ پرته د کار کولو زمینه برابر کړي، چې دا کار د هېواد پر کچه اړمنو ښځو او نجونو ته د مرستو رسولو لپاره ډېر اړین دی.
د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه پدې اړه څه ندي ويلي.
تازه خبرونه
په سيمهييزه نښلېدا کې د افغانستان پر ځانګړي رول د نړۍ تازه ټینګار څرګند شو
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د دوهیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د فورم لومړۍ ورځ د نړۍ پر اوسنیو بحرانونو، د منځګړیتوب په برخه کې د قطر رول، د جګړه ځپلې غزې، اوکراین، سوډان، سوریې او نورو ګرمو نړیوالو مسلو را وڅرخېده.
د ۲۰۲۵ دوحې فورم د دوهیمې ورځې په درشل کې، چې نن له ۱۶۰ هېوادونو څخه د شاوخوا ۵۰۰۰ استازو په ګډون ترسره کیږي؛ د افغانستان د مخ پر ودې رول په اړه د نړۍ د تمرکز زیاتېدا ښیي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د دوهیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د فورم لومړۍ ورځ د نړۍ پر اوسنیو بحرانونو، د منځګړیتوب په برخه کې د قطر رول، د جګړه ځپلې غزې، اوکراین، سوډان، سوریې او نورو ګرمو نړیوالو مسلو را وڅرخېده.
د جلالي د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې نن د دوحې د روان فورم پر مهال د سیمې په نښلولو کې د افغانستان د رول په اړه یو ځانګړی وحث وشي. په دې ناسته کې به د افغانستان له لوري د درېیمې سیاسي څانګې رییس عبدالحی قانت، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمتالله ایرګاشیف او د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی فیصل بن عبدالله ګډون وکړي.
هغه ټینګار کړی؛ قطر په وروستیو کلونو کې د منځګړیتوب او شخړو د سولهییز حل یوه بریالۍ بېلګه وړاندې کړی، چې افغانستان یې څرګند بېلګه ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دوحې فورم له لوري د افغانستان موضوع ته د سیمې د نښلولو، پرمختګ او اقتصادي همکاریو په چوکاټ کې پاملرنه ښیي، چې نړیوال لید له پخواني امنیتي او بحراني روایت څخه د فرصت، پرمختګ او سیمهییزې نښلېدا پر لوري د بدلون په حال کې دی.
دا بدلون د افغانستان او ټولې سيمې لپاره د يوه نوي فرصت دروازه پرانيزي؛ هغه فرصت، چې د تعامل لپاره پاملرنه، ژورتيا او لرلید غواړي.
تازه خبرونه
اروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو دفاعي مسوولیت پر غاړه واخلي – امریکا
د امریکا دفاع وزارت له اروپايي ډیپلوماټانو څخه، چې په واشنګټن کې مېشت دي وغوښتل؛ اروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو د متعارفو دفاعي وړتیاوو مسوولیت ومني.
امریکا له اروپا وغوښتل، چې تر ۲۰۲۷ کال پورې دې د استخباراتو، راکټي وړتیاوو او نورو برخو په ګډون د ناتو د متعارفو دفاعي ظرفیتونو لویه برخه پر غاړه واخلي.
د امریکا دفاع وزارت له اروپايي ډیپلوماټانو څخه، چې په واشنګټن کې مېشت دي وغوښتل؛ اروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو د متعارفو دفاعي وړتیاوو مسوولیت ومني.
د پنتاګون چارواکو دغه پیغام په روانه اوونۍ کې د ناتو د تګلارې اړوند کارکوونکو او څو اروپايي پلاویو ترمنځ د ناستې پر مهال وړاندې کړ. له دې خبرو سره بلدو پېنځه بېلابېلو سرچینو د یو امریکایي چارواکی په ګډون دا موضوع څرګنده کړې ده.
د «انتخاب» راپور له مخې؛ د دغې بڼې دندې لېږد به په بنسټیز ډول د امریکا د همکاریو طریقه له خپلو مهمو پوځي متحدانو سره چې له دوهیمې نړیوالې جګړې وروسته د ناتو له بنسټګرو غړو څخه یو دی؛ بدله کړي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پنتاګون د غونډې پر مهال ویلي، چې واشنګټن اوس هم له هغه پرمختګ څخه، چې اروپا په ۲۰۲۲ کې د روسیې له پراخ یرغل وروسته په خپلو دفاعي وړتیاوو کې کړي دي؛راضي ندی دی.
امریکایي چارواکو خپلو اروپایي همکارانو ته ویلي که اروپا تر ټاکلي وخت پورې هدف ته ونه رسېږي، کېدی شي امریکا په ځینو دفاعي همغږي کوونکو جوړښتونو کې خپله ونډه راکمه یا ان بنده کړي. سرچینو، چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي، دا خبره وړاندې کړې ده.
یو امریکایي چارواکي ویلي چې په کانګرس کې هم ځینې مسوولین د دې پنتاګوني پیغام څخه خبر او پرې اندېښمن دي.
متعارفې دفاعي وړتیاوې غیرهستهیي امکانات دي، چې له پوځیانو نیولې تر وسلو پورې رسيږي. امریکایي چارواکو دا نده روښانه کړې، چې دوی به څنګه د اروپا د پرمختګ کچه په دې برخه کې وارزوي.
همدارنګه معلومه نده، چې تر ټاکلې نېټې دا ګواښ د ټرمپ د حکومت رسمي دریځ دی که یوازې د پنتاګون د ځینو چارواکو نظر. په واشنګټن کې د امریکا د پوځي رول په اړه د پام وړ اختلافات شته.
یوشمېر اروپایي چارواکو ویلي، چې دغه ضربالاجل په هر صورت غیر واقعي دی. که څه هم د امریکا دقیق معیارونه هم څرګند نهوي؛ ځکه اروپا د لنډ مهال لپاره د امریکا ځایناستۍ وړتیاوې یوازې د پیسو او سیاسي ارادې له لارې نشي بشپړولی.
له لویو ستونزو څخه یې یوه د وسلو د تولید شاته پاتې والی دی؛ هغه تجهیزات، چې اروپايي هېوادونه یې غواړي واخلي. په داسې حال کې، چې امریکا اروپا د امریکایي تجهیزاتو پېرودلو ته هڅوي؛ خو د امریکا ځینې مهم دفاعي سیسټمونه او وسلې که همدا اوس واخیستل شي، سپارل یې کلونه وخت نیسي.
امریکا داسې وړتیاوې هم لري، چې یوازې په اخیستو نشي بدلېدلی، لکه ځانګړي استخباراتي، څارنیز او د کتنې وړ ظرفیتونه، چې د اوکراین د جګړهییزې هڅو لپاره ډېر مهم دي.
د ناتو یوه چارواکي د پوښتنو په ځواب کې ویلي، چې اروپايي هېوادونو د ۲۰۲۷ کال د غوښتنې په اړه څه ندي ویلي.
هغه زیاته کړې: «ملاتړ کوونکي هېوادونه د دفاعي پانګونې د زیاتولو او د متعارف دفاع بار له امریکا څخه اروپا ته د لېږد اړتیاوې مني.»
پنتاګون او سپینې ماڼۍ د رویټرز پوښتنو ته ځواب ندی ورکړی.
اروپايي هېوادونو په اصل کې د ډونالډ ټرمپ هغه غوښتنه منلې، چې وايي باید د امنیتي دفاع لویه برخه پخپله غاړه واخلي او په دفاعي بودجه کې یې د زیاتېدا ژمنه کړې ده.
اروپايي ټولنې اعلان کړی؛ تر ۲۰۳۰ پورې غواړي اروپا دې ته چمتو کړي، چې خپل امنیت پخپله خوندي کړي او وايي؛ باید د هوايي دفاعي سیسټمونو، بېپیلوټه الوتکو، سایبري جګړې، مهماتو او نورو په اړوند برخو کې شته تشې ډکې شي.
چارواکي او شنونکي وايي، چې آن دا ضربالاجل هم ډېر هیلمن دی.
د ټرمپ حکومت تل دا ټینګار کړی، چې اروپايي متحدان باید په ناټو کې خپله ونډه زیاته کړي؛ خو تل معلومه نهوي، چې ولسمشر د ناتو په اړه څه فکر لري.
ټرمپ د ۲۰۲۴ انتخاباتي کمپاین پر مهال څو ځلې اروپايي متحدان غندلي او حتا ویلي یې دي، چې هغه خپله «عادلانه برخه» نه ورکوي او دا تمه هم باید ولري، چې روسیه پرې برید ته وهڅوي.
په جون کې د ناتو د مشرانو د کلنۍ غونډې پر مهال هغه له اروپايي مشرانو مننه وکړه، چې د امریکا د وړاندیز له مخې یې د دفاعي لګښتونو لپاره د ناخالص کورني تولید ۵ سلنې ته له لوړولو سره هوکړه کړې ده دي.
اروپايي چارواکو دا اندېښنه هم څرنده کړې، چې دوی د روسیې لاو اوکراین د خبرو له بهیر څخه تر ډېره لرې ساتل شوي دي.
د ناتو بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریستوفر لانډاو ویلي: «پوره روښانه ده، چې د ناتو متحدان باید د اروپا د دفاع مسوولیت پر غاړه واخلي».
هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: «د امریکا پرلهپسې حکومتونو د خپل ټول ژوند په اوږدو کې دا خبره په یوه شکل یا بل شکل کړې ده… خو زمونږ حکومت یې پر رښتینې معنا ټینګار کوي.»
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د جذام درملنه بیا پیل شوه
-
تازه خبرونه4 days agoاسلامي امارت او پاکستان د اوربند پر غځېدا هوکړه وکړه – رویټرز
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته له خپلو دروازو اجازه ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن شتون او حکومتي نظام له پیله د ناکامۍ په حال کې ول – سیګار
-
تازه خبرونه5 days agoنږدې ۱.۵ میلیون افغانان معلول ژوند کوي
-
تازه خبرونه20 hours agoاروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو دفاعي مسوولیت پر غاړه واخلي – امریکا
-
څار4 days agoڅار: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو ارزونه
-
تازه خبرونه5 days agoلکنووال سپینې ماڼۍ ته په نږدې ډزو کې ځان بې ګناه وباله
