Connect with us

تازه خبرونه

اسماعیل هنیه مسلمان، هوښیار او مدبر فلسطینی مشر و

د افغانستان اسلامي امارت د فلسطين پر سپېڅلي خاورې د اسرائیلو یرغل، وحشتونه، بمبارډ او د فلسطیني مسلمانانو نسل وژنه پر کلکو ټکو غندي او کړنې یې بشري جنايت بولي.

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت د چارشنبې پر ورځ (د اسد ۱۰) د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه پر مړینې غبرګون وښود او د هغه مړینه یې یوه لویه ضایعه یاه کړه.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند د فلسطین اسلامي غورځنګ(حماس) د سیاسي مشر اسماعيل هنيه د شهادت په اړه د خواشینۍ څرګندونو تر څنګ ویلي، چې دا مسلمان، هوښیار او مدبر فلسطیني تېره شپه په تهران کې وژل شوی دی.

د اسلامي امارت په خبرپانه کې راغلي؛ هغه د فلسطینیانو په بریالۍ مبارزه او جهاد کې سترې قربانۍ ورکړې او دادی په همدې لاره کې یې خپل نذر پوره کړ او خپلو لارویانو ته یې د مقاومت، سرښندنې، زغم، مبارزې او په همدې لار کې د عملي قربانیو درس پرېښود.

ذبیح الله مجاهد د نوموړي د شهادت له کبله د هغه دردېدلې مجاهدې کورنۍ، د حماس مشرتابه او په سنګر کې د اسرائیلي یرغلګرو ځواکونو پر وړاندې مجاهدینو ته تسلیت څرګند کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د فلسطين پر سپېڅلي خاورې د اسرائیلو یرغل، وحشتونه، بمبارډ او د فلسطیني مسلمانانو نسل وژنه پر کلکو ټکو غندي او کړنې یې بشري جنايت بولي.

د افغانستان اسلامي امارت له اسلامي او عربي نړۍ غوښتنه کړې، چې په سیمه کې د اسرائیلي ځواکونو یرغل او وحشتونو په مخنیوي کې خپلې هڅې ونه‌سپموي.

ویل کیږي، چې که د اسرائیلي ځواکونو د روانې کرکې، جنګ او وحشت مخه ونه‌نیول شي؛ له شک پرته به سیمه او د سیمې هېوادونه نور هم بې‌ثباته کړي.

 

اړوند خبرونه:

حماس ځواکونو د حماس د مشر له وژل کېدو خبر ورکړ

امیر خان متقي له هنیه سره په ټیلیفوني خبرو کې د حماس مبارزه وستایله


 

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د لږ شمېر ایرانیانو پناه غوښتنه تائید کړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رییس عرفات جمال وايي؛ دا ټولنه چمتو ده، چې د جګړې له کبله افغانستان ته له راغلو ایراني کډوالو سره مرسته وکړي.

Published

on

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د شخړې له پیل راپدېخوا شاوخوا ۳۰ کورنۍ، چې دوه ګونی ایرانی او افغان تابعیت لري افغانستان ته راغلي، چې تېره ورځ یې یوازې څو پناغوښتونکي له دې ټولنې سره ثبت کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رییس عرفات جمال وايي؛ دا ټولنه چمتو ده، چې د جګړې له کبله افغانستان ته له راغلو ایراني کډوالو سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې: “مونږ په سرحدي دروازو کې یوو او د کډوالو وضعیت څېړو. که ایرانیان غواړي افغانستان ته ننوځي؛ مونږ چمتو یوو، چې د دوی ملاتړ وکړو. مونږ اوسمهال په افغانستان کې د ایراني کډوالو لوی شمېر نلرو؛ خو شاوخوا ۳۰ کورنۍ، چې دوه ګونی ایرانی او افغان تابعیت لري بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. یوازې پرون، یو څو تنه ایراني کډوال هم راجستر شوي دي.”

عرفات جمال دا هم ویلي؛ له ۲۰۲۳ راپدېخوا شاوخوا ۳.۵ میلیون افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، چې ډېری یې تر فشار او جبر لاندې دي.

هغه ټینګار کړی؛ د کډوالو راستنېدل باید له انساني درناوي سره ترسره شي او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې همکاري او پانګونه وکړي، چې په افغانستان کې د سولې، پرمختګ او ثبات لپاره زمینه برابره شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رییس یادونه کړې، چې دا اداره د حکومتي ادارو او شریکو بنسټونو سره په همکارۍ کې د کډوالو د راستنېدو او په ټولنه کې د هغوی د بیا یوځای کېدو د بهیر د ښه مدیریت لپاره د پروګرامونو د پراختیا او پلي کولو لپاره کار کوي. له ګاونډ هېوادونو هم غوښتل شوي، چې د افغان کډوالو انساني کوربتوب روان وساتي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ایران رهبر د ترور له وېرې خپلې برښنایي اړیکې  پرې کړي

دې ورځپاڼې لیکلي: ” د ایران رهبر علي خامنه‌یی ځمکې په یوه تلخونه کې پټ شوی او د ترهګرۍ د ویرې له کبله یې خپل ټول برښنایي مخابرات قطع کړي دي.”

Published

on

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د ایران رهبر د ترور له وېرې خپلې ټولې برښنایي اړیکې پرې کړې دي.

دې ورځپاڼې لیکلي: ” د ایران رهبر علي خامنه‌یی ځمکې په یوه تلخونه کې پټ شوی او د ترهګرۍ د ویرې له کبله یې خپل ټول برښنایي مخابرات قطع کړي دي.”

د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې: لکه څنګه، چې پر ایران د اسرائیلو بریدونه دوه‌یمې اوونۍ ته ننوځي؛ د ایران رهبر علي خامنه‌یی هېواد د ځمکني پټنځای څخه اداره کوي او د بدترین حالت سناریوګانو لپاره چمتووالی نیسي.

په راپور کې راغلي: “د ایران رهبر اوس له خپلو پوځي قومندانانو سره ډېری وخت د یو باوري مرستیال له لارې اړیکه نیسي.”

راپور دا هم څرګنده کړې، چې خامنه‌یی د کودتا په صورت کې روسیې ته د تېښتې لپاره چمتووالی پیل کړی دی.

د ورځپاڼې پر وینا، ۸۶ کلن ایرانی رهبر، چې په یوه ځمکني پټنځای کې دی؛ نه یوازې د مهمو قومندانانو د مړینې په صورت کې د خپلو پوځي ځای ناستو په اړه پرېکړه کړې، بلکې په یوه بې ساري اقدام کې یې درې لوړ پوړي عالمان د خپلو ځای ناستو په توګه ټاکلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ترکیه د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري – امیر خان متقي

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او مهمو سیمه‌ییزو مسلو په اړه نظرونه وړاندې کړل.

Published

on

په استانبول کې د اسلامي همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د یوپنځوسمې غونډې په څنډه کې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او مهمو سیمه‌ییزو مسلو په اړه نظرونه وړاندې کړل.

د غونډې په پیل کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي او کلتوري اړیکو ته په نغوته(اشاره) کې ویلي، چې ترکیه د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو د کچې په ښه کولو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

دغه راز د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هم له افغانستان سره اړیکې د خپل هېواد لپاره مهمې او سټراټیژیکې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د پراختیا غوښتنه وکړه.

دا غونډه پوره همغږې ترسره شوه، چې په کې د دوستانه اړیکو پر پراختیا او دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سم د رغنده خبرو اترو او همکاریو پر دوام ټینګار وشو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!