د هوا حالاتو بدلونونه
اسپانیا کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۲۱۴ کسانو ته رسېدلی
د رویټرز د راپور له مخې: نوږموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه دوه نیم زره سرتېري د لټون او ژغورنې د عملیاتو لپاره پر هڅو ګومارل شوي؛ خو د دغه هېواد لومړي وزیر پیډرو سانچيز ژمنه کړې، چې پېنځه زره نور ځواکونه به هم وګوماري.

د اسپانیې لومړي وزیر پیډرو سانچیز د شنبې پر ورځ ( د لړم دولسمه / د نومبر دوهیمه) په یوه ټلوېزیوني وینا کې ویلي: د هېواد ځواکونو د والنسیا د ختیځې سیمې زرګونه ګراجونه، کورونه، سیندونه او سړکونه کتلي او ۲۱۴ مړي یې ترې را ایستلي دي.
د رویټرز د راپور له مخې: نوږموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه دوه نیم زره سرتېري د لټون او ژغورنې د عملیاتو لپاره پر هڅو ګومارل شوي؛ خو د دغه هېواد لومړي وزیر پیډرو سانچيز ژمنه کړې، چې پېنځه زره نور ځواکونه به هم وګوماري.
د اسپانیا په لسګونه ښارونه په هغه هېواد کې د وروستیو ناڅاپه سېلابونو په پایله کې تر اوبو لاندې شوي د هسپانیا د هواپېژندنې ادارې په دغه هېواد کې، د باران اندازه بېسارې بللې ده.
سانچیز ویلي:حکومت به د اړتیا په صورت کې له ټولو اړینو سرچینو کار واخلي.
ویل کیږي، چې دا سېلابونه په اروپا کې له ۱۹۶۷ ز. کال راپدېخوا بېساري دي.
ساینس پوهانو ویلي، چې په اروپا او نورو ځایونو کې د اقلیم د بدلون له کبله د مډیټرانې تودوخه، چې د اوبو تبخیر زیاتوي؛ د سختو بارانونو په جوړولو کې مهم رول لوبوي.
د هوا حالاتو بدلونونه
په فراه او کندهار کې سېلابونو ۳۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
د فراه د طبیعي پېښو د څارنې مشر محمد اسرائیل سیار آریانا نیوز ته تائید کړې، چې د سېشنبې پر ورځ د دې ولایت په پشتکوه قلعه کاه ولسوالۍ کې د سېلاب له کبله ۲۱ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د فراه او کندهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاستونو چارواکو ويلي، چې په دغو دوه ولایتونو کې د سېلابونو له کبله ۲۹ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي.
د فراه د طبیعي پېښو د څارنې مشر محمد اسرائیل سیار آریانا نیوز ته تائید کړې، چې د سېشنبې پر ورځ د دې ولایت په پشتکوه قلعه کاه ولسوالۍ کې د سېلاب له کبله ۲۱ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د سیار د څرګندونو له مخې؛ دا خلک د تفریح لپاره د پشتکوه قلعه کاه غرونو ته تللي وه، چې ناڅاپه سېلاب لاهو کړل.
د کندهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو هم ویلي، چې په دې ولایت کې د سېلابونو له کبله ۱۱ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
دوی ویلي؛ د دې ولایت په اوومه ناحیه کې یوه ښځه او در ماشومان د خپل کور د چت د لوېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دوی زیاته کړې، چې د دې ولایت د پېنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د سېلابونو له کبله درې ښځې او یو ماشوم مړه شوي دي.
دوه ماشومان او یو بل کس هم ټپیان شوي دي.
د هوا حالاتو بدلونونه
د آسټرالیا په شمال ختیځ کې سیلابونو یو کس مړ کړی او زرګونه نور بې ځایه شول
د کوینزلینډ چارواکي وایي، چې هینچین په بروک شایر نومې ساحلي سیمه کې لوی سیلاب روان دی، چې د ایالت د پلازمېنې بریزبن څخه شاوخوا ۵۰۰ کیلومټره شمال ته د ۱۱ زره خلکو ټولنه ده.

چارواکو ویلي، چې د یکشنبې پر ورځ د شمالي آسټرالیا په کوینزلینډ ایالت کې د سختو سیلابونو له کبله یو کس مړ شوی او زرګونه نور بې ځایه شوي دي.
د کوینزلینډ چارواکي وایي، چې هینچین په بروک شایر نومې ساحلي سیمه کې لوی سیلاب روان دی، چې د ایالت د پلازمېنې بریزبن څخه شاوخوا ۵۰۰ کیلومټره شمال ته د ۱۱ زره خلکو ټولنه ده.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، د ټاونسویل څو ښارګوټي هم د اغېزمن شوي دي.
شمالي کوینزلینډ د جستو زیرمې او همدارنګه د سپینو زرو، سرب، مسو او اوسپنې لویې زیرمې لري. ټاونسویل د سیمې لپاره د اساسی فلزاتو د پروسس یو لوی مرکز دی.
د رویټرز په وینا، دا سیمه په ۲۰۱۹ کال کې سختو سیلابونو د سرب او جست غلظت د ریلګاډي لېږد ګډوډ کړ او په زرګونه ملکیتونو ته یې زیان ورساوه.
د سیمهییزو بېړني مدیریت چارواکو د یکشنبې پر سهار وویل؛ “په ټیټو سیمو کې اوسیدونکي باید خپل د ژغورنې کټونه راټول کړي او په لوړو لوړو سیمو کې خوندي ځای ته ولاړ شي. دا وضعیت ممکن د ژوند او ملکیت لپاره ګواښ وي.”
د آسټرالیا د هوا پېژندنې ادارې په خپله اوبپاڼه کې لیکلي، چې سیلاب د ټیټ فشار سیسټم له کبله رامنځته شوی، چې د استوایی رطوبت څخه بډای دی او زیاتوي، چې د ۲۴ ساعتونو د باران ټولټال احتمال تر ۳۰ سانتي مټرو پورې رسیږي.
په بیان کې ویل شوي، “د فشار د قوت او موقعیت او ټیټوالي په پام کې نیولو سره، په سیمه ایزه کچه د درنو څخه تر ډیرو درنو بارانونو او زیان رسونکو بادونو احتمال ممکن د راتلونکې اوونۍ تر پیل پورې دوام وکړي.”
په وروستیو کلونو کې د آسټرالیا ختیځ ته پرلپسې سیلابونه راغلي، چې د جنورۍ په ۲۰۲۳ کې یې ګاونډ شمالي سیمې ډوب کړې.
د هوا حالاتو بدلونونه
صنعتي هېوادونه باید له افغانستان سره مرسته وکړي
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د «له تجریده تر ادغام» نومې غونډې ته په داسې حال کې دا خبرې کړي، چې په آذربایجان کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون نههویشتمه سرمشریزه روانه ده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د امریکا په ګډون د نړۍ له صنعتي هېوادونو وغوښتل، چې د اقلیم د بدلون پر وړاندې په مبارزه کې له افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د «له تجریده تر ادغام» نومې غونډې ته په داسې حال کې دا خبرې کړي، چې په آذربایجان کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون نههویشتمه سرمشریزه روانه ده.
نوموړي دغه راز له ملګرو ملتونو وغوښتل؛ د اقلیم د بدلون په اړه دې په نړیوالو غونډو کې د افغانستان رسمي دریځ خوندي کړي، چې د دغو غونډو له لارې د افغانانو غږ نړۍ ته ورسوي.
عباس ستانکزي ويلي: له ملګرو ملتونو، سترو ځواکونو، بډايه هېوادونو او له هغو هېوادونو څخه، چې ګاز یې مونږ ته راځي؛ زمونږ غوښتنه دا ده، چې د چاپېريال په ښه کولو او خلکو ته په خدمت کولو کې له مونږ سره مرسته وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر سټیفن روډریګز هم په دې غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، چې له درې کلونو وروسته افغانستان یو ځل بیا توانېدلی، چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې مالي میکانیزمونو ته لاسرسی ومومي او یو شمېر بنسټونه چمتو دي، چې پدې اړه خپلې پروژې بیا پیل کړي.
سټیفن روډریګز وایي: ما په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته سفرونه کړي او د اقلیم د بدلون پر ټولو زیانونو پوهیږم. د اقلیم بدلون د دې لامل شوی، چې یو شمېر افغانان تر خیمو لاندې ژوند وکړي او له بده مرغه په افغانستان کې په دوامداره توګه طبیعي پېښې رامنځته شوې؛ خو د خوښۍ ځای دی، چې له ۳ کلونو وروسته افغانستان د چاپېریال ساتنې په برخه کې مالي میکانیزمونو ته لاسرسی مومي او هغو بنسټونو، چې د چاپېریال په برخه کې یې خپلې پروژې بندې کړې وې اوس یې په افغانستان کې د خپلو پروژو د بیا پیلولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د دې غونډې تنظیموونکیو ټینګار کړی، چې د هرې ورځې له تېرېدو سره د اقلیم د بدلون منفي اغېزې پر افغانستان نورې هم زیاتې اغېزې کوي او هغه وچکالۍ، چې په افغانستان کې هر دیرش کاله وروسته پېښېدې اوس ۱۰ کلونو ته رارسېدلې او دا ښيي، چې که نړۍ د افغانستان پر وړاندې همداسې بې توپیره پاتې شي؛ پایلې به یې بدبختانه وي.
ویل کیږي، چې د غونډې ګډونوالو په آذربایجان کې د اقلیم د بدلون د نړیوالې غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې موضوع له سیاسي مسایلو لرې وساتي او په مالي او تخنیکي برخو کې د اقلیم د بدلون د منفي اغېزو د خپرېدو مخه ونیسي.
-
تازه خبرونه1 day ago
د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو او اوربند لپاره د جرګې خبرې پرښه نیت پای ته ورسېدې
-
سوداگري3 days ago
په ۱۴۰۳ کال کې د ۲۹۲ میلیون ډالرو پر ارزښت د هوايي دهلیزونو له لارې سوداګري شوې
-
تازه خبرونه1 day ago
له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په پرېکړه او پلي کولو کې ټول ښکېل کسان مسوول دي ـ شان پارنیل
-
لوبی1 day ago
د هند ۲۰۲۵ غوره لیګ د ۱۸ کلنې زړه راکښونکې بریا جشن نمانځل کیږي
-
تازه خبرونه3 days ago
د ټرمپ حکومت د امریکا غږ کارکوونکي جبري رخصتۍ ته اړ کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
امریکا په یمن کې د ۳۱ حوثیانو پر وژلو د هوايي بریدونو لړۍ پیل کړه
-
نړۍ12 hours ago
پوتین د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو او بېخبناوو د بریدونو له ۳۰ ورځني اوربند سره هوکړه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د پاکستان په جنوب لویدیځ کې ځانمرګي برید ۳۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې