تازه خبرونه

اشرف غني باید محاکمه شي- خلک

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۶, ۱۴۰۰)

د کابل یو شمېر اوسیدونکي له انټرپول یا نړیوالو پولیسو غواړي، چې پخوانی ولسمشر اشرف غني ونیسي او افغانستان ته یې وسپاري.

دوی اشرف غني ملي خاین بولي او وايي، چې سیاسي هوکړې ته یې غاړه کینښوده او افغانان یې له ناڅرګند برخلیک سره مخ او له افغانستان څخه یې میلیونونه نغدې پیسې هم له ځان سره تښتولي دي.

طالبان د کابل دروزاو ته را رسیدلي وه، چې پخواني ولسمشر او ورسره ډله یې له کابل ووتل.

د راپورونو له مخې؛ اشرف غني د څو چورلکو په بدرګه عمان ته تللی دی.

د ملي پخلاینې عالي شوری مشر عبدالله عبدالله ويلي، چې اشرف غني هېواد په ناوړه وضعیت کې پریښود او له هېواده ووت.

د پلازمینې کابل ځينې اوسیدونکيو ويلي، چې اشرف غني باید محاکمه شي.

د کابل اوسیدونکی احمد ناصر وایي: پخوانی ولسمشر غل ته ورته وتښتېده. د دې پر ځای، چې له اسلامي امارت سره هوکړې ته ورسیږي؛ له هېواده ووت.

د کابل ښار شاه آغا نومي اوسیدونکي څرګنده کړې: د افغانستان ټول خلک پوهیږی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ټولو غلا او لوټ کړی او قاچاقبر ول؛ ځکه ټولو تطښته وکړه.

د کابل خلک وايي: اشرف غني، چې په هر هېواد کې وي باید بېرته یې افغانستان ته را واستوي؛ خلک ور سره حساب او کتاب لري.

دوی ويلي، چې پخواني ولسمشر له افغانستان څخه نغدې پیسې له ځانه سره وړي دي.

د کابل اوسیدونکي منصور جان ویلي؛ اشرف غني دې انټرپول یا نړیوال پولیس راستون کړي، چې خلکو ته د خپل ملي خیانت ځواب ووایي.

د کابل ښار اوسیدونکي توریالي ویلي: نظام زمونږ اړتیا ده. طالبان هم باید د هېواد دښمنانو ته د خیانت اجازه ورنکړي.

ځينې نور له طالبانو غواړي، چې دولت جوړونې او د امنیت ټینګښت ته پام راواړوي او له خلکو سره خپل پلانونه شریک کړي.

احمد فواد نومي کابل ښاري وایي: خلک اندېښمن دي. له طالبانو زمونږ غوښتنه داده، چې دولت جوړونې او امنیت خوندي کولو ته هڅې وکړي او خپلې غوښتنې په ډاګه کړي.

که څه هم اشرف غني له هېواده له وتلو یوه ورځ مخکې ویلي وه، چې د پوځ د بېرته را غونډولو لپاره یې مټې رابډوهلي؛ خو د کابل دروازو ته د طالبانو له رارسېدو سره سم یې په څو ګړیو کې دریځ بدل او له حمدالله محب او فضلي سره یې له هېواده بریالۍ تېښته ترسره کړه.

Trending

Exit mobile version