سیمه ییز خبرونه
اصف علي زرداري بیا د پاکستان ولسمشر شو
د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د شنبې پر ورځ د پارلمان او ایالتونو په رای اچونه کې د واکمن ائتلاف پر ملاتړ بیاځلې ټاکنې وګټلې.
په پاکستان کې د ولسمشر رول تر ډېره حده تشریفاتي دی؛ خو زرداري د پخلاینې د مشر په توګه پېژندل کیږي او کولی شي د حکومت له ائتلافي ملګرو سره اجماع ته ورسیږي او د مات شوي اقتصاد د ثبات په لار کې د نړیوال وجهي صندوق د هوکړې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
زرداري به د ولسمشرۍ ترڅنګ د هېواد د وسلهوالو ځواکونو عالی قومندان هم وي، چې د حکومتونو په جوړولو یا ماتولو کې پراخ رول لوبوي.
د قضائیه قوې رییس عامر فاروق نوموړی پر ژوندۍ بڼه په ټلویزیوني خپرونه کې ګټونکی اعلان کړ.
د پارلمان د یوې اعلامیې له مخې؛ زرداري ۴۱۱ رایې ترلاسه کړي او ملتپاله مشر محمود خان اڅکزي ته یې، چې ۱۸۱ رایې اخیستې وې؛ مات ورکړه.
ولسمشر د ولسي جرګې او مشرانو جرګې او څلورو ایالتي اسمبلیو د رایو له لارې ټاکل کېږي.
اصف علي زرداري د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو مړه دی، چې د ۲۰۰۷ کال په ډسمبر کې د خپلې میرمنې له وژل کېدو وروسته سياسي دریځ ترلاسه کړ او د پيپلز ګوند واک يې د خپلې خوښې له مخې څرګند کړ. بېنظیر بوټو په یو ځانګرګي برید کې وژل شوې ده.
زرداري په ۲۰۰۸ کې ولسمشر شو او تر ۲۰۱۳ پورې یې دنده ترسره کړه. دا هغه پېر و، چې امریکایي ځانګړو ځواکونو د ده تر چتر لاندې په ۲۰۱۱ کې اسامه بن لادن وموند او وواژه.
د زرداري ستره لاسته راوړنه د خپلې لومړۍ دورې په اوږدو کې د واک د غیرمرکزي کولو او د پخوانیو پوځي مشرانو لهخوا د ولسمشریزو واکونو د مخنیوي لپاره د نوي قانوني او سیاسي چوکاټ د تصویب لپاره نادره سیاسي اجماع رامنځته کول ول.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د ۱۹۹۰ لسیزې له پیل څخه تر ۲۰۰۴ پورې هغه د فساد په تورونو کې ۱۱ کاله زندان تېر کړ، چې هیڅکله پرې ثابت نهشول، خو هغه او د هغه ګوند یې د پوځ پر ملاتړ سیاسي قرباني بولي. دا هغه تور دی، چې پوځ یې ردوي.