تازه خبرونه
افغانانو ته دين او وطن دواړه اړین دي -کورنیو چارو وزیر
هغه زیاته کړې؛ د پياوړي اسلامي عقيدې پر لرلو بايد په ګډه د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړو.
د کورنيو چارو وزير د پکتيکا ولايت ډيلې ولسوالۍ ته په سفر کې د سیمې د خلکو یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي؛ هيله ده، چې جهادي پېر ته ورته متحد واوسو، د بېاتفاقۍ او شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړو.
هغه زیاته کړې؛ د پياوړي اسلامي عقيدې پر لرلو بايد په ګډه د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړو.
حقاني د دې ولسوالۍ د خلکو سرښنې وستایلې او د حکومت غېږه یې ټولو افغانانو ته پرانيستې و بلله او پر ملي يووالي يې ټينګار وکړ.
نوموړي د حکومت غېږه ټولو افغانانو ته پرانيستې و بلله او پر ملي يووالي يې ټينګار وکړ.
کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د خپلو سپارښتنو پر مهال څرګنده کړه: ((د جهاد بدله به په آخرت کې غواړو او مونږ د حاکمانو په توګه خلکو ته امتياز ورکوو، چې وطن مو سوکاله او آباد شي)).
هغه دا ټینګار هم کړی، چې خلک بايد له نرمـۍ سره د خپلو اسلامي ارزښتونو درناوي ته وهڅول شي.
هغه وایي؛ له ولس سره له عاجزۍ ډک چلند بايد د ټولو لومړيتوب وي او زیاتوي، چې مجاهدين بايد له غرور څخه ځانونه وساتي.
ویل کیږي، چې په دې غونډه کې سيمهييزو مسوولانو، قومي مشرانو او ګڼشمېر ځوانانو ګډون کړی و.
