تازه خبرونه

افغانانو له پاکستان څخه کډوالو شړل او ایستل وغندل

Published

on

په افغانستان کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو شړنه له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو اوسيدونکيو له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل وغندل او له اسلام‌آباده یې وغوښتل، چې دغه بهیر ودروي او پرېږدي، چې افغان کډوال تدریجي ووځي او خپلو مېنو ته ستانه شي.

د افغان مهاجرینو پر زور د ایستلو پرېکړې د بلخ، سرپل او جوزجان ولایتونو د یو شمېر اوسېدونکيو غصه راپارولې او وايي، چې پاکستان دې د کډوالو له نیولو، شړلو او ایستلو ډډه وکړي او دغه بهیر دې نور ودروي.

د بلخ اوسیدونکی نوید نومی وايي: پاکستان له دې کار سره له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده. اوس، چې کډوال له پاکستان څخه راستانه شوي؛ خلک ورته هرکلی وایي او مرستو ته وردانګي؛ خو د سوړ موسم له رارسیدو سره دا اندېښنه رامنځته شوې، چې مهاجرین به له جدي ننګونو سره مخ شي او دوی نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.

د بلخ یوه اوسیدونکې زیبا امینیان وايي: سوړ موسم رارسېدلی او ژوند یې له ستونزو سره مخ دی. له حکومته غوښتنه کوو، چې د کډوالو ستونزو ته پاملرنه زیاته کړي.

  د جوزجان او سرپل ولایتونو اوسیدونکيو ويلي، چې له کډوالو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د سرپل اوسیدونکی غلام سخي فروتن وايي: مونږ له مرستندویه موسسو او اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو، چې کډوالو ته د کار، جامو، خوراک او سرپناه زمینه برابره کړي.

د جوزجان اوسیدونکى جمعه خان څرګندوي: له پاکستان څخه د کډوالو شړنه يو غير اسلامي او غير انساني عمل دى او د ګاونډيتوب له فرهنګه سرغړونه ده. زه له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوم، چې په دې سختو شرايطو کې د خپلو شړل شويو هېوادوالو ترڅنګ ودرېږي.

دغه راز د بلخ ولایت د کډوالو چارو ریاست هم له پاکستان څخه د راستنېدونکیو کډوالو د لاسنیو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د بلخ د مهاجرینو چارو رییس اسدالله وفا وايي: مونږ ټولو راستنېدونکیو مهاجرینو ته ډاډ ورکوو، چې بېرته دې خپل هېواد ته راستانه شي؛ اسلامي امارت د دوی په خدمت کې دی او د کار او سرپناه زمینه ورته هم برابروي.

د مهاجرینو د شړلو بهیر له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نورو سازمانونو له نړیوالو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی. ټولو په ښکاره ویلي، چې پاکستان باید دا بهیر ودروي.

که څه هم د هېواد د شمال ختیځو ولایتونو اوسیدونکيو له پاکستان څخه د افغان کډوالو له راستنېدو هرکلی کړی؛ خو د کډوالو په اړه د پاکستان تګلاره ناسمه، غیر انساني او بېړنې ده.

د تخار اوسیدونکی عباس وايي: په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره ظالمانه چلند کیږي او هغوی بېرته افغانستان ته ستنیږي، اسلامي امارت باید راستنېدونکیو ته د سرپناه زمینه برابره کړي؛ ځکه دوی افغانان دي او باید بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د تخار اوسیدونکی څپاند وايي: افغانستان اوس خوندي دی. زه له افغان کډوالو غواړم، چې خپل هېواد ته راستانه شي.

د هېواد شمال ختیځ اوسیدونکي له خلکو غواړي، چې د هرات د پېښې په څېر له همغږۍ او یووالي د راستنو شویو کډوالو لاس ونیسي، چې په خپل وطن کې د بې ځایه کېدو احساس ونه‌کړي.

د تخار اوسیدونکی داوود احمدي وايي: مونږ د افغانستان له اوسني حکومت څخه غوښتنه کوو، چې د مهاجرینو او راستنېدونکیو لپاره د کار زمینه برابره کړي. لکه څنګه، چې یې د هرات د زلزله ځپلیو خلکو لاسنیوی وکړ. اوس د دې وخت دی، چې د کډوالو لاسنیوي ته ورودانګي.

د تخار اوسیدونکی احمدالله وايي: پاکستان پر افغان کډوالو بندیز لګولی، چې د بېرته ستنېدو پر مهال کولی شي پنځوس زره پاکستانۍ کلدار له ځانه سره یوسي.

د کندوز او بدخشان ولایت اوسیدونکي د مهاجرینو له راستنیدو هرکلی کوي او له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه د مهاجرینو د ستونزو د اواري غوښتنه کوي.

په هرات کې هم د دې ولایت اوسیدونکیو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو د څپې په اړه غبرګون ښودلی او وايي؛ ګاونډ هېوادونو ته پکار ده، چې له افغانانو سره زیاته مرسته وکړي؛ ځکه، چې دوی اوس مرستې ته اړ دي.

یو شمېر کارپوهانو هم ويلي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په افغانستان کې بشري ناورین نور هم ژوروي او د پاکستان د لنډمهالې ادارې لپاره اړینه ده، چې د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي.

د پاکستان حکومت یوه میاشت مخکې اعلان وکړ، چې له دغه هېواده به ناقانونه کډوال وباسي. اوس د نیولو او شړلو لړۍ پر رسمي بڼه پیل شوې ده.

 
 

Trending

Exit mobile version